په ايران کې د پخواني ولسمشر ابراهيم رئيسي له وژل کېدو وروسته د نوي ولسمشر لپاره د ايران د اساسي قانون سره سمې په پنځوسو ورځو کې د نوي ولسمشر لپاره نومليکنه او ټولټاکنې ترسره شوې.
د ټولټاکنو په لومړي پړاو کې يوه کانديد هم پنځوس جمع يو رايې پوره نه کړې په همدې وجه ټاکنې د دوو مخکښو کانديدانو، مسعود پزشکيان او سعيد جلیلي ترمنځ دويم پړاو ته لاړې.
دويم پړاو ټاکنې چې د (۱۴۰۳) لمريز کال د چنګاښ مياشتې په نهمه نېټه ترسره شوې، منځلاري نوماند پزشکيان د څلور پنځوس سلنه رايو په ګټلو سره له خپل سختدريځه سيال سعيد جليلي څخه ولسمشري وکټله.
طبيعي خبره ده او دا مشهور متل هم دی وايي، چې دوه سره ورځي يو به په کې څملي؛ پوښتنه په دې ځای کې ده چې ولې هغه کس بريالی شو چې د حاکم نظام ځينې تګلارې نقدوي او د اصلاحاتو غوښتنه کوي؟ ايا دا يو ډيموکراتيک چلند، د خلکو اراده او د پزشکيان محبوبيت و، که د نظام مجبوريت؟
ايران په اوسني عصر کې کوښښ کوي چې د نړۍ د مخکښو هېوادونو په کتار کې خپل رسمي ځای پيدا کړي، او د اسلامي نړۍ سر لاری شي، د همدې موخې لپاره تقريبا له لسو ډېرې وسله والې ډلې تقويه کوي ترڅو د سيمې په هېوادونو کې د دوی لپاره نيابتي جګړې وکړي. د ايراني نظام له دې کړنو او تګلارو سره د سيمې او نړۍ ډېری هېوادونه او حکومتونه مخالفت لري، ځکه له يوې خوا د نړۍ ځينې زورور هېوادونه لکه امريکا هم دا ډول ډلې لري حتا اسرائيلي حکومت د امريکا په نيابت په سميه کې د امريکا نفوذ لپاره مقاومت کوي، له بلې خوا عربي هېوادونه هم نه غواړي چې ايران په سيمه کې دومره قوت پيدا کړي چې د دوی لپاره تعين تکليف وکړي.
په ايران له بهرنيو فشارونو او بنديزونو سره خوا کې د ايران مخالف هېوادونه او حکومتونه کوښښ کوي چې د ايراني نظام له نيمګړتياوو او ځانغوښتونکو سياستونو استفاده وکړي او په داخل کې ورته مخالفتونه او سرخوږي پيدا کړي.
د (۱۳۹۲ – ۱۴۰۰ )لمريزو کلونو په جريان کې چې د ولسمشرۍ واګې د حسن روحاني په لاس کې وې، ايراني حکومت په خپلو سياستونو کې يو څه نرمي راوسته، په ځانګړي ډول د اتومي انرژۍ په برخه کې له امريکا او نړيوالې ټولنې سره يې د خبرو ور خلاص کړ، خو په (۱۴۰۰) لمريز کال کله چې ابراهيم رئيسي ټاکنې وګټلې يو ځل بيا يې حکومتي سياستونه تند او سخت کړل.
په سياست کې مهم اصل ژمنتيا ده. که په ساده ژبه ووايو: په هر قيمت چې امکان ولري د خپلې ډلې د اهدافو پوره کولو ته ژمنتيا ويلی شو. په يوه سياسي ډله کې چې يو کس څومره ژمن او فعال وي په هماغه اندازه پرمختګ کولی شي، ځکه هغه کسان چې د سياسي ډلو لپاره پاليسۍ جوړوي، هغوی په دې پوهېږي چې دا پاليسۍ د همدې ژمن کس په وجود کې ښې پلي کېدای شي او د ډلې ټيټ ربته غړي هم د ژمنتيا په اساس متاثره کېږي او په ژمن کس پسې اقتدا کوي.
ابراهيم رئيسي هڅه کوله چې د خپلو انقلابي تګلارو په رڼا کې خپله مذهبي ايډيالوژي په داخل او خارج کې داسې تطبيق کړي چې د نورو ملګرو لپاره يې مثال شي، ځکه ده غوښتل چې له ايت الله خامنيي وروسته د ايراني حکومت لومړۍ درجه مقام ( چې د ايران مذهبي رهبر بلل کېږي) تر لاسه کړي.
د رئيسي دا هېله او د هغې لپاره هلې ځلې که له يوې خوا د ايران په حاکم نظام کې د قدر وړ کار بلل کېدو، له بلې خوا پاليسي جوړونکو وېره درلوده چې که چېرې رئيسي همداسې مخکې لاړ شي، ښکاره خبره ده چې د رئيسي شخصيت به ورسره ځلا پيدا کړي، خو د حاکم نظام عمر به ورلنډ کړي، ځکه ايران دوه مجبوريتونه درلودل: لومړۍ د خپل پايښت لپاره بايد هم د خپلو خلکو په مقابل کې يو څه نرم شي او هم له نړيوالې ټولنې سره نرم دريځ ښکاره کړي او تعامل ته لار پرانيزي. دويم مجبوريت يې دا دی چې د حاکم نظام د سياست روح ايډيالوژي جوړوي، يعنې د يوه سياسي نظام ژوند په ايډيالوژۍ کې ده، کله يې چې خپله ايډيالوژي پرېښوده، په هماغه ورځ نظام د ويجاړۍ خوا ته درومي، ځکه په سياسي نظام کې د قربانۍ صف په ايډيالوژۍ ساتل کېږي، هغه خلک چې قرباني ورکوي، د هغوی لپاره بايد يوه ايډيالوژي موجوده وي ترڅو دوی قربانۍ ته راضي شي. ايران هم دا مجبوريت لري، که چېرې د خپل ولس او نړيوالې ټولنې په مقابل کې له خپل دريځه تيريږي، ايډيالوژي يې له منځه ځي، او که په خپلو دريځونو کلک پاتې کېږي نظام يې له منځه ځي، په دې صورت کې دواړه حالتونه په ايران کې د حاکمې مذهبي فرقې د حاکميت اختتام ټکی دی. د دې لپاره چې حاکم نظام هم خپل پرستېژ ساتلی وي او هم يې له روانو حالاتو سره تعامل کړی وي، بايد دوی يوه معقوله لار لټولی وای.
موږ په دې بحث نه کوو چې د رئيسي د الوتکې نسکورېدل، قصدي عمل و او که تصادفي، خو که چېرې دا يو تصادف فرض کړو، نو د ايراني نظام د پايښت لپاره يو ستر چانس و. که تصادف په خپل ځای پرېږدو، نو په دې کې هېڅ شک نه شته چې دا به قصداً نه وي شوی، ځکه په سياست کې د اهدافو لپاره د افرادو قرباني کول ساده خبره ده. ډېر داسې مثالونه شته، کله چې حاکمې کړۍ د رهبر (چې د پردې پرمخ ممثل دی) په وجود کې خپلې بنسټيزې ګټې نه دي ليدلي په رڼا ورځ يې مری ورپرې کړي دي.
دا خو ښکاره شوه چې د رئيسي شتون په ايران کې د حاکم نظام لپاره اغېزمن نه و، په همدې دليل يې مرګ يوه ستره لاسته راوړنه وه، البته د پردې تر شا.
په ايران کې د حاکم نظام د يادوو شويو مجبوريتونو د ثبوت لپاره يو بل ستر دليل په ټاکنو کې د مسعود پزشکيان بريا ده.
په ۲۰۲۱ زيږديز کال کله چې په ايران کې د ټاکنو لپاره نوم ليکنه کېده، حاکم نظام پزشکيان د دې وړ ونه وبللو چې ټاکنو ته ودريږي، او د ده نوم يې د نوماندانو له نوم لړ څخه لرې کړ، خو سږ کال يې ورته داسې زمينه برابره کړه چې نه يوازې نوماند شو، بلکې بريالی هم شو.
شايد ځينې خلک په ولس کې د پزشکيان محبوبيت ته اشاره وکړي، خو دا دې هېڅوک نه هېروي چې هېڅکله ټاکنې د حکومتونو له تاثير څخه خالي نه وي، يعنې که د حکومت اراده نه وای، د پزشکيان محبوبيت هېڅکله نه شوای کولی چې دی ولسمشرۍ ته ورسوي.
اوس پزشکيان په يوه ستر امتحان کې ګير شوی دی، ځکه هغه څه چې په ايران کې د حاکم نظام د پايښت لپاره د پزشکيان په وجود کې شوي وای، هغه پيکه ښکاري.
پزشکيان غوښتل چې په سيمه کې خپلې نيابتي ډلې کتنرول کړي او له اسرائيلو سره د حماس جګړه داسې مديريت کړي چې ايران ته په کې زيان ونه رسيږي، خو د روان کال د جولای مياشتې په ديرشمه نېټه د پزشکيان د لوړې له مراسمو وروسته په تهران کې د حماس ډلې د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه د توغندي په مټ په نښه کېدل او وژل کېدل چې د پړې ګوته يې اسرائيلو ته نيول کېږي، موضوع ډېره سخته کړکېچنه کړه.
دوې خبرې مهمې دي، لومړۍ دا چې که چېرې ايران د هنيه غچ اخلي نو کېدای شي ايران له هغې جګړې سره مخامخ شي،چې د مخنيوي لپاره يې رئيسي قرباني شو.
دويمه خبره دا ده چې که چېرې پزشکيان د مذهبي رهبر خبره ونه ومني او له غچ اخيستلو تېر شي، دا به ډېره ستونزمنه وي چې ولس ته قناعت ورکړي، ځکه ولس به پرته له قيد او شرطه دا فکر وکړي چې د هنيه پر سره پزشکيان معامله وکړه.
باريکې په دې ځای کې ده، چې د ايران پاليسي جوړونکو داسې ډرامه پيل کړې چې هره نتيجه يې د دوی په ګټه تماميږي.
اوس که پزشکيان اقدام کوي، نو سختدريځه به وايي چې موږ خو هم سياست کولو او هم مو ايران له جګړې ساتلو، خو منځلارو يا روښانفکرانو جګړې ته کش کړ او هېواد يې برباد کړ، که چېر پزشکيان له غچ اخيستو په شا شو او هر ډول سرټيټي يې قبوله کړه، په دې صورت کې به بيا هم سختدريځو ته ګټه وي، ځکه دوی به ولس ته وايي چې که چېرې موږ وای موږ به په ډېرې سرلوړۍ دا غچ اخيستی وای، دا دې بې غيرتۍ عار منځلارو د ولس په غاړه کې واچولو. يعنې دوی هڅه کړې چې روانو شرايطو کې خپل سياست داسې عيار کړي چې حالات په هر لوري ځي، بايد د دوی ګټې او موقفونه په کې خوندي وي.
[1] – دا تحليل د سياست ټولنپوهنې د انتقادي نظرياتو په محور شوی دی.
سلامونه!
جوړ په خېر…….
زه جان روان ځاځی یم، غواړم دا یادونه وکړم، چې دا لېکنه ما نه ده کړې……. یا ښايي تاسو په تېروتنې زما نوم او عکس ورکړي وي.
ډېره مننه