جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرزړه قلا| عبدالباري جهاني

زړه قلا| عبدالباري جهاني

په یوه کلي کي له ښاره څخه لیري لیري

یوه قلا ده ورته یادي افسانې دي ډیري

له خټو جوړه لویه خونه ده زمان ژوولې

توره تیاره ده دروازه یې ده چینجو خوړلې

پاس یې کړکۍ ده پکښي دوې خړي هینداري ښکاري

پرجوړي کړي دي باران او خټو خړي لاري

د خوني کونج کي یو نغری دی پکښي اور بلیږي

خونه له شنو لوګیو ډکه ده څه نه ښکاریږي

د نغري غاړو ته هواري دوې کمبلي زړې

له پخوانو کمبلو پاته دوې ټوټې دي وړې

خاورو او لمر، خټو یې وړي دي اصلي رنګونه

په هره لوېشت کي یې وتلي سپین او خړ تارونه

د باندي الوزي د ژمي ساړه توند بادونه

د دروازې له ښورېدو سره سړه سي خونه

اور ته نیژدې یو بوډا ناست دی په چورتو کي ډوب دی

لرګی په اور کي ښوروي په اندېښنو کي ډوب دی

خونه له شنو لوګیو ډکه ډېوه نه بلیږي

بس په نغري کي د بوډا مخ ته لمبه لګیږي

د بوډا مخي ته دي ناست څو ماشومان د کلي

بوډا کیسې ورته کوي دوی ورته ناست دي غلي

معلومه نه ده چي بوډا ته یې دی غوږ نیولی

او که هر یو د ځان په غم دی له یخنیه غلی

بوډا کیسې په دې قلا کي د وختونو کوي

کیسې د خان او د زامنو د آسونو کوي

بوډا ویل په دې قلا کي به سازونه کېدل

هم به ښادۍ وي هم به لوی لوی خیراتونه کېدل

د خیراتونو یې په غوښو غریبان ماړه وه

پر مځکه سپي او په هوا کي به کارګان ماړه وه

کله نا کله به راتلل ورته د ښار مېلمانه

څه د خانانو، عزیزانو څه دربار مېلمانه

خان به د لویو دښمنیو فیصلې کولې

نه چا خبره پکښی کړه نه یې ګیلې کولې

د خان خبره وه د خلکو او د کلي سلا

نه ملکانو څه ویل نه څه ویله مُلا

وختونه واوښتل اور ګډ سو د خانۍ په خونه 

توپونو وراني کړلې خوني د قلا برجونه

خان او زامن یې تري تم سول د سرکار په کور کي

د قلا شنې وني لمبه سوې د جهاد په اور کي

یوه ماشوم ویل بابا خان څه ګناه کړې وه؟

هغه بل وویل شنو ونو څه جفا کړې وه؟

دریم پوښتنه د سرکار او د جهاد کوله

څلورم وازه خوله حیران وو هیڅ یې نه ویله

بوډا ژړل ورته یوازي څو کیسې یادي وې

د دې قلا او د خانیو افسانې یادي وې

هغه ته یاد وه په نیژدې کلیو کي ډېر نکلونه

خو د ماشوم په څېر پراته وه ورته زر سوالونه

چا توپکونه چا واسکټ چا طیارې راوړي

په خپل نوبت کي هر یوه خپلي تیارې راوړي

هر یوه خپل په وار راوړي بربادې وې دلته

له هر یوه سره د غلو ډلي غدۍ وې دلته

خلکو ویل چي دا پردي دي له پردو راغلي

د بېګانه وو مزدوران دي په پیسو راغلي

بوډا په ټولو کي پردی سړی لیدلای نه سو

دا قضاوت یې په سپېڅلي زړه منلای نه سو

چي خپل دي راسي په وطن کي دي ښارونه سوځي

عزیز دي راسي د خپلوانو شنه باغونه سوځي

څوک دي د دین په نوم په کلي کي سنګسار کي خلک

بل زورور دي په ښارونو کي په دار کي خلک

یوه خبره ورته یاده وه له پلاره څخه

د کور له غله به امان غواړې له باداره څخه.

د ۲۰۲۰ کال د جنوري شپاړسمه    ویرجینیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب