دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزد شتمنو طبقاتي تبليغ او يوه خبره | نقيب احمد عزيزي

د شتمنو طبقاتي تبليغ او يوه خبره | نقيب احمد عزيزي

درنې شفيقې خپلواک د جورج اورويل نظر ليکلی، هغه ويلي: «غريبي فکرونه وژني.» زه په دې باره کې يو څو خبرې لرم.

دا کاپيټاليسټي نظر دی، لکه د افلاطون په حواله چې وايي، د اشرافو مغزونه د سرو او د غلامانو هغه له ميسو جوړ دي. د روسيې لوی ليکوال داستايفسکي خپلې تورې ورځې، تنګلاسۍ او دردونه څنګه د نړۍ په شهکارونو بدل کړل؟ البر کامو د يوې کونډې زوی چې پلار يې جګړې خوړلی و، پر سوسياليزم د نقد تفکر له کومه کړ؟

عرب شاعر ابراهيم شوقي له مسکنته د ماما کره اړولي وو، اخېر يې د هغوی د کور له ساړه چلنده ليک ورته پرېښود او ده خپل خوړګي بل ځای ته بار کړل. د ترکيې لوی طناز او ياد ليکوال عزیز نسين ورځپاڼو ته له غربته د پلار په نامه ليکنې کولې، خو فکر يې کاوه او کولای يې شوای. امريکايي ليکوال ارنسټ همينګوې کار ته د اړتيا په اساس د امبولانس موټروان و، خو د ادبياتو نوبل يې هم ګټلی. دغسې ډېر مثالونه موندلای شو.

جورج اورويل «اريک ارتور بلر» انګرېز شاعر او رومانوال دی، «د حيواناتو فارم» يې مشهور رومان دی. اورويل هغه وخت په هند کې زېږېدلی و چې بريټانيا بابايي ورباندې کوله. پلار يې چارلز بلر په خرپ شتمن، زميندار او په اصطلاح نجيبزاده سړی و.

د نجيبزادهګانو دغه ډول تبصرې چې ګواکې تفکر هم د شتمنو او اشرافو ملکيت دی، د فکر په تاريخ کې يوه ستره تېروتنه ده. بل دا چې غريبو خلکو ته فکري صدمه رسوي، ناهيلي کوي يې او دايمي يې له را پورته کېدو پاتې کوي. ماکياوليسټي ليدلوری همدا و چې د خلکو د اېل کولو لپاره بايد سياستوال او اشراف هغوی د فکر په لحاظ ټيت معرفي کړي، احمقان يې وبولي او “فکر کول” د دوی کار و نه ګڼل شي.

سره له دې چې غربت د تشويق شی نه دی او له غوړ لستوڼي سره مو فکر ارام وي، مګر يو مخ داسې نه ده چې که مو جېب تش و، سر دې هم تش شي.

يو حديث هم راځي چې «كَادَ اَلْفَقْرُ أَنْ يَكُونَ كُفْراً» فقر سړی کفر ته ور نږدې کوي. مفهوم يې دا ويل شوی چې په ټوله کې اقتصادي بېوزلي د افرادو اعتقادي نظام ته ټک ورکوي، بناءً بايد بنسټونه ورغېږي او اقتصادي سرچينې عادلانه تنظيم شي. داسې نه چې نجيبزاده طبقه پر معنوي ارزښت سپره ښکاره شي او خاکنشين انسانان بېسر و بره مخلوقات. د فقر او فکر تاريخ ته په پام نظر کول، موږ له ناهيلي او طبقاتيته ژغوري.

احسان الله درمل وايي:

په وران کنډر کې خوښ وي د پاخه فطرت خاوند

ډېر خام شته چې کورونه يې پاخه جوړ کړي دي

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب