پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeټولنیزمارتین لوتر کینګ د عدم تشدد، تساند، تساهل او زغم سمبول

مارتین لوتر کینګ د عدم تشدد، تساند، تساهل او زغم سمبول

پوهاند محمد بشیر دودیال

(د کینګ د ورځې د لمانځنې په مناسبت)

په دې ورځو کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د لوترکینګ (Martin Luther King) د ترور د ورځې د یادښت په مناسبت او د ده د ډیر عالی شخصیت او مدنی مبارزې درناوی کیږی.  لوترکینګ په نړۍ کې د مدنی حقوقو ستر مبارز پیژندل شوی دی. هغه له تعصب، تشدد او ټولنیزی بیعدالتی سره بریالۍ مبارزه وکړه، په تیره بیا د ۱۹۵۰-۱۹۶۰کلونو په بهیر کی یې د نړیوالو پام خپل  شعار(زه یو ارمان “خوب” لرم) I Have a Dreamته را  واړاو. د ده  دغه انسانی خیال او خوب ټولنیزه سوکالی، عدالت، زغم، تساند او تساهل وو، چې بالاخره یې په مدنی ټولنو کې تحقق وموند.

دا هغه  مهال و چې په اسیا کې ګاندهی او پاچا خان (خان عبدالغفارخان) همدا داعیه چلوله، په افریقې کی نسلن ماندیلا هم د تور پوستو په وړاندې  د غیر انسانی تعصب او تبعیض په ضد پاڅیدلی و. 

اوس مارتین لوترکینګ په توله امریکا او نړۍ کې د تور پوستو نامتو مبارز  او هغه ټولو ته ګران او خوږ نوم دی چې د نړۍ ادبیاتو کې د اتل په توګه پېژندل شوی دی. هغه څیره چې په ۱۹۶۸م. کال کې یې له ترور څخه ورسته د دده د پلویانو له خوا داعیه نوره هم توده او ځلنده وساتل شوه. مارتین لوترکینګ دی، چې د خپلو خلکو د مدنی او سیاسی حقونو ستر مدافع او په دې برخه کې تر ټولو  بریالی اتل و، د زغم له لارې یې وکولای شول چې ځان خپل مقصد ته ورسوی.

 د غه په نړۍ کی خوږ نوم چی اوس ډیر ځایونه لکه ښوونځي، مدنی بنسټونه، علمی مرکزونه او نور  دده په نوم نومول شوی دی، د دې ښودنه کوی چی د عدم تشدد او زغم چلند یو انسانی، اخلاقی، معقول او د منلو وړ او بریالی کیدونکی چلند دی. نوموړی د یوه متعصب نظام په دننه کی د تعصب او تبعیض او ښکیلاک پرضد له زغم ډک ژوند وکړ. د دوی د سوانحو په لوستلو سره پوهیدای شوی چې زغم نه یواځې دا چې د دوی د بریالیاتوب راز دی، بلکې د دوی د نیک شهرت او محبوبیت لامل هم دی.

په افریقې کې د نلسن ماندیلا خوب  ریښتیا شو، په امریکه کې د کینګ ارمان ترسره شو، هند کې د ګاندهی جی  درناوی کیږی، او ورځ تر بلې یې ارمانونه تحقق مومي، خو ایا د خان عبدالغفار خان خوب او خیال څنګه شو؟ 

له نیکه مرغه افغانان هم دا ډول یو مشر لري، چې د خپل ملت لپاره  یې ارمان څه چې ارمانونه لرل. د بنو د تیرې اونۍ جلوس یې د ارمانونو یو انځور و. هیله ده افغانان کولای شی چې د اړتیا پر مهال نړۍ ته خپل (کینګ) وروپیژني، هغه  خان عبدالغفار خان دی، خو سوال دا دی: «آیا موږ کله د دغه لوی شخصیت په نوم کومه ورځ لرو؟ آیا موږ ترټولو زیات د تشدد قربانیان نه یو؟»

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    زما په نظر ارواښاد باچا خان له ګاندهي سره یو ځای عدم تشډد مبارزه له مڼډیلا او لوترکینګ څخه مخکې د خدايي خدمتګاري په شکل پیل کړې وه .دا چې انګریزانو انډیا ته آزادي ورکړه خو پر پښتنو ،بلوچانو او افغانانو باندې ېې د تش په نامه (ازلام آبات او پوکسټین) پنجابیان له انګریز نه هم ظالم وتپل ، دا دی د مرحوم ولیخان ؛ او اوس د اسفندیار ولی او محمودخان اڅکزی په ملي عوامي پارټیو او د ځوان منظور پشتین د پشتون ژغورنې غورځنګ سره د لر او بر پښتنو افغانانو په بیدارۍ او هوښیارتیا سره پر مخ ځي او زما دعا داده چې: الله دې افغانستان، بلوچستان، فارسسستان، پنجابستان او نورو استان میستان ! ته داسې سوله او د تشډد ورکیدا راولي چې ولسونه د سلامتۍ سا وباسي او د نړۍ له مدني ملکونو څخه حساب شي او د بابا ګانو ،شهیدانو او په خاص ډول د رهبر باچا خان (خان بدالغفار خان ) روح آرام او تازه شي. آممیین ثم ربنا تقبل منا …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب