ننګ د پښتو ټولو نه لوی ارزښت ده ځکه پښتو او ننګ مترادف هم ګڼل کیږي. خو ننګ څه مانا لري؟ دنیا کې یوازې سامي ژبې داسې دي سې د لوزونو ریښیې په اسانه مالومېږي. پښتو لوزونو ریښې لټول ګران کار ده. نو د ننګ اصل مانا لپاره به سامي ژبې نه مرسته واخلو. پښتانه د ننګ په جای یو بل مترادف ټکی هم کاروي سې د پښتو لوز نه ده. هغه غیرت ده. سې د عربي غیرة نه اخیستل شوې ده. غیرة له غیر جوړ شوی ده. غیر نه مانا بل څوک.
بله داسې ژبه به نه وي سې پکې داسې متلونه وي لکه پښتون سر ده پاسه سر نه مني. او یا پښتون جنت ته هم په زور نه ځي. سندرې که فولکروکي دي که Rap همداسې احساس پکې موندل کیږي. تاریخ خو ټولې دنیا ته مالوم ده. که مغول وه صفویان، غربیان او که روسیان. اخوند درویزه ۵۰۰ کاله مخکې لیکلي سې پښتانه له قدیمه دا هیڅکله نه مني سې څوک د دوي پاچا سي. یو انګلیس لیکوال بسټر ګوډوین سې پښتونخواه قبایلو کې وخت تیر کړې وو وايي سې که پښتون هر څومره غریب وي هغه به د انګلستان پاچا ته هم سترګو کې سترګې اچې او داسې به ورسره مصاحفه کي لکه ورته دا ښکارې سې ته ما نه اوچت نه یې. د هندوستان یو لوی شاعر او فلیسوف محمد اقبال چې د خودي فلسفه یې لرله پښتانو تې د قدر په نظر کتل. نور که هر شې پرېږدې او د صوفي شاعر او د پښتنو اروا پوه حمزه شینواري دا یو شعر ته پام وکې نو د ننګ وضاحت او پښتنو سره تړون بشپړ تشریح کیږي
چې بې تا چا ته ټیټ نه شي ننګیالی زما ژوندون کړه
زړه زما دې مسلمان وي تفکر مې د پښتون کړه
ننګ خپل ذات واک کې بل څوک ګډولو نه کرکې نوم ده. ننګ ډیر اړخونه دي خو یو بې شعوره انسان کې له ننګ نه انا پرستي جوړیږيي، لږ باشعوره کس کې خپلواکي هڅه په شمول د ذهني خپلواکي، او څنګه چې صوفیان وایي چې د خدای ذات نه پرته بل ذات وجود امکان نلري نو د ننګ معراج فنا فی الله ده. په ځان باندې سې هر حاکمیت لرې کې سره د خپل نفس حاکمیت نو یوازې د خدای حاکمیت پاتې کیږي. نو ننګ اصلیت کې یو روحاني غریزه ده سې مختلفه شکلونه یې اخیستي دي. ښه او بد دواړه.
بل کوم قوم به خپل تاریخ کې خپلواکي ته رسیدو هڅې کې دومره تکلیفونه په ځان نه یي منلي لکه د پښتنو. خو ننګ پښتانه تنظیم نه هم پاتې کړي دي. سر د پاسه سر نه منلو نه بې نظمي جوړيږي. رحمت شاه سایل ګیله کوي سې <پښتونه چې لښکر شوې زما نه شوې د ملا شوې>. سایل صیب بل مطلب ده خو دا لومړی ځل نه ده سې پښتانه د ملا په لاس لږ تر لږه د لښکر تر حده منظم شوي. لامل یې دا ده سې اسلام او پښتونوالی دواړه حاکم یوازې خدای مني. نو په دې تمعې سې حاکمیت به د خدای وي پښتانه د ملا په لاس لږ منظم کیږي. هغه بیله خبره ده سې د خدای واک هیڅکله هیچیرته نده ودریدلې.