که خپل کور، کلی، ښار او هېواد ته ګورو، هره ورځ له ګڼو ټولنیزو ستونزو سره مخامخ یو. پدې باید وپوهېږو چې د دې ستونزو تر شا یوازې سیاست، اقتصاد یا حکومت نه دي، بلکې زموږ کردار هم پکې ژور رول لري.
دا چې ولې زموږ ټولنه ورځ تر بلې له اخلاقي، اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو سره مخ ده، یو مهم لامل یې دا دی چې موږ ډېر کله خپلو ناسمو عادتونو او چلندونو ته جدي پام نه کوو. موږ تل د اصلاح تمه له نورو لرو، خو خپله بدلون ته چمتو نه یو.
دا د هر فرد مسؤلیت دی چې د ټولنې د ښېګڼې لپاره په خپل ځان کې بدلون راولي، او له هغو عادتونو سره مخه ښه وکړي چې نه ده ته خیر رسوي، نه ټولنې ته.
د بېلګې په توګه، که یو قصاب له ترکاري پلورنکي نه تمه لري چې تازه رومیان په کڅوړه کې پرې وپلوري، نو پکار ده دی هم صداقت وکړي، او پر مشتریانو وازګې د شلې غوښې په نوم ونه پلوري. پښتانه وایي: “لږ ته را ښه شه، لږ به زه درښه شم.”
که هر انسان په ښکليو عادتونو ځان ښکلی کړي، نو ښکلی چاپېریال به رامنځته شي. که په بدرنګو عادتونو ککړ وي، نو بدرنګ ماحول به ولري.
په هره ټولنه کې واړه واړه چلندونه د ښو اړیکو او بدلونونو سرچینه وي؛ یو چاته سلام کول، ښه راغلاست ویل، او په مننې او مسکا سره خدای پاماني کول د دوامدارو ښو اړیکو پیل ګرځي.
همدا واړه او باارزښته اخلاق او اصول دي چې د ټولنې د اصلاح بنسټ جوړوي. راځئ چې خپل کړه وړه په ریښتنوالۍ غوره احساس سره ترسره کړو، څو موږ او زموږ ټولنه له بدحالۍ څخه خلاصه شي، او د خیر پر لور ګامونه واخلي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ۲۰۲۵ د اکتوبر ۱۲ مه