جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهافغان هندوانو او سیکانو له متقي وغوښتل چې د دوی عبادتځایونه دې...

افغان هندوانو او سیکانو له متقي وغوښتل چې د دوی عبادتځایونه دې بېرته ورکړل شي

تاند (سې شنبه، د تلېږ میزان ۲۲ مه) یو شمېر افغان هندوانو او سیکـانو، چې د تېر څو لسیزو په ترڅ کې یې د ځورونې او تبعیض له امله له خپل هېواده وتلي او په هند کې یې پناه اخیستې ده، د دوشنبې په ورځ د طالبانو له بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي سره د افغانستان په سفارت کې وکتل.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، دوی له د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د هند د هندوانو او سیکـانو له مطرح مشرانو سره د ګډ پلاوی جوړولو ته اجازه ورکړي، څو په افغانستان کې د تاریخي ګوردوارو او معبدونو د بېرته رغونې او ساتنې چارې پرمخ یوسي.

د افغان سیکانو او هندوانو استازو ویلي چې دوی له طالبانو دا هم غوښتنه وکړه چې هغه افغان هندوان او سیکـان دې، چې اوس د هند تابعیت لري، د افغانستان د سفر لپاره د ویزې له غوښتنې څخه معاف شي، څو هغوی وکولای شي د پخوا په څېر افغانستان ته ولاړ شي — په ځانګړي ډول هغه کسان چې غواړي د کاروبار لپاره ستانه شي.

دوی دا غوښتنه هم وکړه چې د افغانستان حکومت (د افغانستان اسلامي امارت) باید هڅه وکړي چې د افغانستان هندوان او سیکهان د خپل هېواد د بهرنیو ماموریتونو په دفترونو، په ځانګړي ډول د هند په ماموریت کې، وګږماري، څو د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې شي.

د افغان هندوانو او سیکانو د استازو د څرګندونو له مخې، دوی وویل: «د پخواني حکومت پر مهال مذهبي لږکیو ته په حکومت کې استازیتوب ورکړل شوی و، نو له همدې امله غوښتنه کوو چې لږ تر لږه دوه کسان — یو د هندو ټولنې او بل د سیک ټولنې— دې د لوړپوړو دولتي پوستونو لپاره وټاکل شي.»

د استازولۍ له خوا دا هم غوښتنه شوې چې د مذهبي لږکیو هغه شتمنۍ او جایدادونه چې د پخواني رژیم په وخت کې غصب شوي، باید بېرته د هغوی قانوني مالکانو ته وسپارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب