جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهخواجه اصف وايي، له افغانستان سره وضعیت ترینګلی دی، هره شېبه جګړه...

خواجه اصف وايي، له افغانستان سره وضعیت ترینګلی دی، هره شېبه جګړه بیا پیلېدای شي

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۲مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان له خوا د بې‌دلیل بریدونو له امله، دا مهال د اسلام‌اباد او کابل تر منځ هېڅ ډول اړیکې نه شته.

آصف «جیو نیوز» ته وویل:
«اوس مهال یو په ټپه درېدلی حالت دی. کولای شئ ووایاست چې فعاله جګړه نه ده روانه، خو فضا دښمنانه ده. دا مهال هېڅ مستقیمې یا غیرمستقیمې اړیکې نه لرو.»

هغه زیاته کړه، د دواړو لوریو تر منځ شخړه «هر وخت بیا پیلېدلی شي».

آصف خبرداری ورکړ: «موږ نه شو کولای له اختیاطه لاس واخلو.»

کله چې ترې وپوښتل شول ایا پاکستان به له کابل سره خبرې وکړي، هغه وویل: «که افغانستان غواړي خبرې وکړي، خو په عین حال کې پاکستان ته ګواښونه کوي، نو هغوی دې لومړی ګواښونه بس کړي، خبرې به وروسته کوو.»

دا پهداسي حال کې ده چې پرون بېلابېلو سرچینو وویل چې د طالبانو حکومت د خبرو لپاره کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر او د آی ایس آی د ريیس د سفر غوښتنې رد کړي دي.

آصف څرګنده کړه: «دا یو طبیعي کار دی، که پر تا برید وشي، ته حق لرې چې سمدستي غبرګون وښيي او هغه لوری په نښه کړې چې له هغه ځایه برید شوی وي. موږ د خلکو د استوګنې ځایونه نه دي ویشتي، موږ د هغوی پټن‌ځایونه په نښه کړي دي.»

هغه زیاته کړه: «ټوله نړۍ پوهېږي چې په افغانستان کې د نړیوال تروریزم یو ګډ مرکز شته، چې داعش، القاعده او طالبان پکې فعال دي — دا ټول د کابل تر چتر لاندې دي. څوک به د متقي خبره ومني؟ کېدای شي هندیان یې ومني، خو هغوی هم پوهېږي چې دا خلک د چا تر کنټرول لاندې نه دي.»

کله چې ترې وپوښتل شول د تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولي محسود ایا په افغان خاوره کې دی، آصف وویل:
«هغه کسان چې موږ په نښه کړل، د افغانستان په خاوره کې وو. زه درې کاله مخکې هلته تللی وم، هغوی وویل دا کسان به بلې ‌خوا ته انتقال کړي، خو هغو خو پر سپوږمۍ نه وو، په افغانستان کې وو.»

خواجه اصف، چې عموماً ضد و نقیض او له مبالغې ډکې خبرې کوي، زیاته کړه: «په ډیپلوماسۍ کې صداقت ته اړتیا ده، که څه هم دا هر وخت سل په سلو کې نه وي، خو که لږ رښتینولي وي، موضوع به ښه شي او د حل لاره به هواره کړي.»

په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان پر حریم هر ډول بلې سرغړونې ته به له قوي او پرېکونکې غبرګون سره مخ شي. وزارت ټينګار کړی چې د هېواد د پولو، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي عزت د ساتنې لپاره بشپړ ژمن دی.

په اعلاميه کې ويل شوي:

«د افغانستان د اسلامي امارت وسله‌والو ځواکونو تيره شپه د ډيورنډ کرښې اوږدو ته د پاکستاني امنيتي پوستو پر ضد بريالۍ غچ‌اخيستونکې پوځي عمليات ترسره کړل، چې د پاکستان د پوځ له‌خوا د افغانستان د هوايي حريم د پرله‌پسې نقض او د سرحدي هوايي بريدونو په غبرګون کې ترسره شول.»

د اعلاميې له مخې، دغه عمليات د نيمې شپې شاوخوا پای ته رسېدلي او يوازې هغه مرکزونه یې په نښه کړي چې له‌خوا یې د افغانستان پر خاوره وروستي تيري ترسره شوي وو.

دا عملیات وروسته له هغه ترسره شول چې د پاکستان هوايي ځواک د افغانستان پر خاوره څو بمبارۍ وکړې، چې د کابل ښار او د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ سیمې یې په نښه کړې وې.

2 COMMENTS

  1. ویل کیږي د پاکستان په لاهور کې د پاکستان لبیک تحریک TLP په غړو چې لاریون کړی وو پاکستان پولیسو او نظامیان برید کړی تر ۲۰۰ تنو لاریون کوونکی وژلی دی مګر تاسو لا تر اوسه نده نشر کړی یا دا چی تاند رسانۍ مسولین د آزادو رسانۍ نه تعقبیوی یا تنها د افغانستان په اړه نشرات در مهم ښکاری

  2. ستاسې د ځينو پنجابي واکمنانو او د پنجاب د لاسپوڅو خوله ډېره خرابه شوې وه او ډېرې دښمنانه څرګندونې مو وکړې چې په دې مو لا بسنه ونه کړه، بلکې د خپلې نيابتي جګړې سره سره چې له پينځو لسيزو مو افغانستان کې شروع کړې ده دا ځل مو د افغانستان پر پلازمينه او د کابل پر زړه هوايي حمله وکړه، نو د دې ټولو حالاتو خرابولو ذمه واري ستاسې د پنجابي واکمنانو تر غاړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب