«ستايم» بسيطه کلمه ده او «ستايل» ئې مصدر دی؛ له يو بل سره متصل ليکل کېږي.
د ستايني په معنا ده؛ لکه:
زه هر وخت تاسي ستايم او د فعاليت ستاينه مو کوم.
«ستا يم» بېل- بېل ليکل کېږي او مرکبه بڼه ده. «ستا» د مخاطب ملکي ضمير دی او «يم» د مفرد متکلم د حال او نژدې زمانې کومکي فعل دی.
«ستا يم» ځان د يو چا ګڼل دي؛ لکه:
ته زما يې او زه ستا يم.
که «ستا» او «يم» متصل وليکو د ستايني او صفت په معنا او که په منځ کي فاصله وي؛ نو ځان د يو چا ګڼل دي، چي وايي:
«ستا يم» د بل نه يم.
جملو ته په کتو هم مفهوم ترې اخيستل کېږي، چي په کومه معنا راغلی دی، خو متصل او په فاصله ليکل ئې توپيروي.
دروېش دراني د «مورنۍ ژبه» تر سرليک لاندي د يوه معرا نظم په لومړيو مسريو کي وايي:
زه شاعر يم په پښتو سندري وايم
په پښتو سندري وايمه او ستايم
په دې لاندي بيت کي دواړي بڼي راغلي دي. په لومړۍ مسره کي لومړی د ملکيت او دويم د ستايني او په دويمه مسره کي بيا د ملکيت په معنا دي.
«ټول عمر به دا ستا يم، ټول عمر به دي ستايم
خو دومره راته ووايه جانانه چي زه ستا يم»