جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهد خوشال یو عجیب غزل/اجمل پسرلی

د خوشال یو عجیب غزل/اجمل پسرلی

په نوي غربي شعر کې د تنهایي احساس د پخوانیو شعرونو په پرتله زیات دی. کره کتونکي یې علت دا ښیي چې پخوا انسانانو د ځانونو د ژغورلو لپاره یوه بل ته  ډیره اړتیا لرله او په اوسني وخت کې نظامونه او حکومتونه پیاوړي دي نو خلک په قبایلي ډول د یوه بل ساتنې ته ضرورت نه پیدا کوي. دې خوندي چاپيریال د لویدیځ په اوسنیو شعرونو کې یوازیتوب زیات کړی دی. تکړه اروپايي او امریکایي شاعران دغه یوازیتوب تر ډيره په سیمبولیک ډول وړاندې کوي.

د خوشال خټک په دې غزل کې یوازیتوب په سیبمولیک ډول راغلی دی:

په ماښام دا غټ غټ ستوري

د لمر پریواته په لوري

په وار وار واړو ته ګورم

ګوندې څوک یوه ته ګوري

په دا ستوریو به نظر کړم

څو مې شته د سترګو توري

سوړ، سوړ باد یې رارسیږي

چې په غرونو واورې اوري

هغه باد ته سینه نیسم

چې د ونو پاڼې ښوري

درسته شپه هسې بیداریم

لکه لنګه زویه ژغوري

بې د باده بل څوک نه شته

له خوشال سره غمخوري

 په مطلع کې ستوري د لمر پریواته په لورې دی. لمر پریوتل د یوه سفر انجام دی، خو شاعر انجام ته نه تسلمیږي ستوریو ته ګوري، ستوري د ښه بخت او هیلې سیبمول دي، دلته سیبمولیک تضاد رامنځته شوی دی. شاعر ستوري ته ( بیا بیا) ګوري ځکه چې دا د انسان خاصیت دی چې انجام ته سر نه ټیټوي، خو په ورته وخت کې یوه هیله راژوندۍ کوي ( ګوندې څوک یوه ته ګوري).

په بل بیت کې بیا ( ستوري) یاد شوې دي. د سیمبولیکو شعرونو یوه ځانګړنه دا ده چې سیمبولیک کلیمات بیا بیا تکراریږي، خو له معنوي پلوه بیا هم همهغه د هیلې مساله ده چې نه شکیږي او شاعر ستوریو ته ګوري. خوشال دا نه لیکي چې لمر پریواته ته ګوري، دی لیکي چې ستوریو ته ګوري او ټینګار کوي ( څو مې شته د سترګو توري). د سترګو توري هغه وخت ځي چې انسان ساه ورکړي. په دې ځای کې هم د انجام او هیلې خبره ده.

د واورینو غرونو باد ته شاعر سینه نیسي، تضاد دی، سینه ګرمه ده او باد یخ. په ورته وخت کې  واوره پر غرونو وریدلې ده. د غره واوره ډیره وي او ډیره واوره په غربي ادبیاتو کې د مرګ سیمبول دی.

شاعر بیا هغو پاڼو ته اشاره کوي چې ښوري، خوځیدونکې پاڼه په سیمبول کې هیله ده. د غزل په پیل کې هم پوهیږو چې شپه ده، ستوري دي او تر مقطع لږ مخکې شاعر بیا شپې ته اشاره کوي ( درسته شپه هسې بیدار یم) شپه د مرګ سیبمول دی، انجام دی د دې مرګ له یاد سره شاعر د خپل زمان د مرګ او ژوند یو تصویر وړاندې کوي ( لکه لنګه زویه ژغوري). څلور سوه کاله مخکې له ننه به نو څومره میندې د زیږون پر مهال ژوندۍ پاتیدې؟ که به میندو ساه ورکوله بل لور ته به یې نوی ژوند( بچی) نړۍ ته ورکاوه. دلته د اپلاتون خبره چاته وریادیږي چې شعر د ژوند حقیقت تر تاریخ ښه بیانوي. کره کتونکي دا خبره هم کوي چې ښه شعر د ژوند تجربه لیږدوي او نوی غربي شعر له شاعره یوازې ذوق او تخیل نه غواړي، نوی شعر له شاعره غواړي چې مشاهده او تجربه ورسره مله کړي.

په وروستي بیت کې خوشال ( شمال ) یادوي، شمال په غربي ادب کې د بدلون سیبمول دی چې تغییر راولي او بابا هم له باده پرته بل غمخور ته هیله نه لري. امریکایی نامتو شاعر رابرټ فراسټ (March 26, 1874 – January 29, 1963) وایي چې شعر په خوښۍ پیلیږي او په حکمت پای ته رسیږي. د ستر خوشال د پورتني غزل په پیل کې ( غټ غټ ستوري) یادیږي چې خپله د یو ډول خوښۍ مانا ورکوي. په مقطع کې حکمت په دې کې دی چې یو بدلون ته انتظار کوو.

د غرب رومانسي شاعرانو طبیعت ته توجه زیاته کړه، دوی په طبیعت کې امن پيدا کړ، دوی د ژوند له ستړیو طبیعت ته پناه یووړه. رومانسی شاعر له طبیعته یو څه رااخلي هغه ملګری کوي، یا هغه ته پناه وروړي، یا له هغه څخه مرسته غواړي.

یو شمیر رومانسي شاعران له شپې سره غږیږی، شپه د خپل راز پناهځای ګڼي. په شپه کې دغه شاعران خپل سکوت، تنهایي، غم او مینه پيدا کوي، له شپې سره د خپلې له لاسه ورکړې مینې خبرې کوي او مرسته ترې غواړي. کټ مټ لکه د خوشال پورتنی غزل.

Romanticism د اتلسمې پیړۍ په وروستیو او په نولسمه میلادي پیړۍ کې لومړی په بریتانیا بیا په فرانسه او جرمني او وروسته په نوره اروپا کې خپور شو.

د رومانتیکو شعرونو یوه اصلي موضوع طبیعت دی. رومانسي شاعران د خپل داخلي اضطراب د غلي کیدو لپاره طبیعت ته پناه وړي. دوی ته ستوري، اسمان، باد، غر، ونې…. د زړه د راز شیان دي.

له نویو څیړنو معلومه شوې ده چې چاپيریال د انسان خپګان زیاتوي یا یې کموي. د څيړنو له مخې هرڅه چې یو څوک ویني، اوري او په یوه شیبه کې یې تجربه کوي هغه د انسان پر خوی تاثیر کوي او د انسان په عصبي سیستم خپل اغیز شیندي.

د څيړنو له مخې یو ناوړه، ککړ چاپیریال ښایي د یو چا زړه په تنګ کړي، خپه یې کړي یا د بې وسۍ احساس ورپه برخه کړي. دغه چاپيریال د ویني فشار زیاتوي، د زړه ټکان ډیروي، پر عضلاتو تاثیر کوي او پر اعصابو هم اغیز کوي، خو یو پاک او ښایسته چاپيریال برعکس عمل کوي.

د یوې څیړنې له مخې چې د امریکا د متحد ایالتونو مینیسوټا پوهنتون خپره کړې ده، طبیعت پر هر انسان پرته له دې چې عمر ته یې پام وکړو یا یې کلتور ته، د خوښۍ اغیز شیندي. د همدې څيړنې له مخې په دریو کې څه باندې دوه برخې انسانان هڅه کوي چې طبیعت ته پناه یوسي او خپل غم غلط کړي.

دغه ډول څیړنو ښایي پر نویو غربي شعرونو اغیز کړی وي چې تکړه شاعران یې له  طبیعت سره غږیږي او خپل احساس ورته بیانوي. البته د طبیعت په باب پخوا هم په غرب کې شعرونه ویل شوې دي، خو د کره کتونکو په باور په دې توپیر چې اوس له طبیعت سره خواله او پر انسان د طبیعت اغیز ته په شعرونو کې پاملرنه زیاته شوې ده.

زموږ په شاعرانو کې ښایي تر بل هر یوه خوشال طبیعت ته ډير پام کړی وي. دی  هغه په طبیعت مین شاعر دی، که څوک چاپیریال ته پام نه کوي، ښکنځي یې:

ته سړی یې، که څاروی یې، رنګ دې ورک شه

د بهار په  سرو ګلونو  باندې  پښې ږدې

2 COMMENTS

  1. Excellent piece. May I beg to differ with learned author on his interpretation of above verses. My hunch is that these verses makes us aware of the torture of homesickness he had undergone when he was imprisoned in India. There are other verse also which he insinuate to that long and torturous period. e.g. PASHTANAY NJUNI DE ZALFI BAD THA NESE ; CHE YEH BUI RAWRI SHMAL WA RATHANBOR THA. The intense grief of separation and its intense moments are compulsive enough to make stars and moon a sort of companion and a messenger. Hats off to BABA for his magnificent poetry. Sorry for expressing myself in English as i am not that well conversant with Pashto.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب