چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبلنډه کیسهاسمان به نن نړېږي (لنډه کيسه) فاروق سرور

اسمان به نن نړېږي (لنډه کيسه) فاروق سرور

په کلي کښي هره ورځ د خرپ جنګ وي ، سور اور وي او خلګ مري ،خو په ونۍ کښي يوه شپه اسمان هم د يو نري کاغز غوندي لاندي راايله سي ، تاوان خو نه کړي پېش ،خو دربي يې زيات وي او موږ په کورو کښي له وېري پټ سو.
بله ورځ هم دغه اسمان صفا وي او هم جنګ په زور کښي وي.

موږ چي کوچني وو او اسمان به نړېدي ، نو به مو زرغونې توړۍ ته منډه کړه. هغې به ويل چي ولاړ سي او د اسمان ټوټې راوړۍ.

موږ به ټوله ورځ لمني ډکي کړې او ماښام به دې ته راغلو. وږي به وو.

دې به هم د وزې په پيو ماړه کړو او هم به يې د اسمان له ټوټو ستوري جوړ کړل چي پورته به يې والوزول او له دې ستورو به پوره هفته ، شپه هم لکه ورځ روڼه وه او موږ ماشومانو به په لوي ږغ لوبي پکښي کولې او کلي به په خندا وو.
خو اوس توړۍ مړه ده ، داسي هوښيار به د کومه وي چي دا نړاند جنګ به بندوي.

راتلونکي ورځ هم د اسمان د رانړېدو وي او هم جنګ روان وي.

دا څه ماښام وخت چي زه ناڅاپه د ډېري مودې وروسته په لويه غونډۍ د توړۍ کيږدۍ ووينم ، حېرانه سم . په منډه چي ورسم ، نو تورۍ هم ژوندۍ وي او هم هلته ناسته وي ، بس دغسي ورته وژاړم او د جنګ حال ورکړم.

دا څه بله ورځ جنګ ودرېږي. د خرپ باران سي او پوره ونۍ جنګ نه وسي.

نن شپه بيا اسمان نړېږي او زه توړۍ ته په منډه ورسم.

که څه هم دا زما خوب وي خو زرغونه ما په تندي ښکل کړي چي بس زويه دغسي د اسمان ټوټې زر زر بيرته لوړي اولوزوه چي وريځي سي. ګوره باغونو سره ګلونه وکړل چي خلګ په نس ماړه وي ، نو به ولي يو بل وژني ؟

اي
جون 2017

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب