سه شنبه, مې 21, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد پرمختګ لپاره په دغه لس کارونو غور وکړئ / ژباړه :...

د پرمختګ لپاره په دغه لس کارونو غور وکړئ / ژباړه : احمدضيا فضلي

۱ــ مه پرېږدئ د نورو کسانو اندونه او ګروهه ستاسو د ژوند په چارو لاس برې شي. کېدای شي ګاونډیان ستا نوم وپېژني، خو ستا د ژوند د داستان په هکله هېڅ هم نه پوهېږي. پوهېږي، چې کوم کارونه او کړنې دې تر سره کړې، خو په دې نه پوهېږي، چې څه ډول، نو د دوی اندونه ته په جدي توګه پاملرنه مه کوه.
۲ــ د خپلو تېرو ماتو په خاطر مه شرمېږئ، ځینې وخت ماتې خورو، خو دا یوه پنځیزه یا طبیعي ده. که هر څومر ژر دغه اصل ومنو، نو ډېر ژر به بریا ته ورسېږو. تېرو وخت د راتلونکي هېنداره نه ده، پرونۍ، ننۍ، شپږ میاشتې مخکینۍ او یو کال مخکینۍ ماتې هېڅ اغېزه زموږ په اوسني حال نه شي کولای، اړین دا دي، چې له دغه وخت څخه څه ډول ګټه واخلو.
۳ــ خپلوموخو ته د رسېدلو لپاره پرېکړه ونیسئ، هېڅکله نه شئ کولای د خپل اوسني حالت د بدلون لپاره پرته له پرېکړې او ټينګ هوډ څخه پرمختګ وکړئ. هڅه وکړئ په هغه لور یون یا حرکت وکړئ، چې ستاسو د خوښې او حیرانتیا وړ وي. د هغه کړنو او کارونو لپاره، چې غواړئ ورسېږی پرېکړه ونیسئ، کړنلاره ورته جوړه کړئ او په شوق او ذوق یې پرمخ بوزئ.
۴ــ هغه موخې، چې درته اړینې دي په کار یې واچوئ، دهر وګړي په ژوند کې دوې اصلي ټاکنې شتون لري:
لومړۍ: د حالاتو او شرایطو منل په کوم ډول، چې دي.
دوهم: د دغو حالاتو او شرایطو د بدلون لپاره مسؤلیت په غاړه اخستل.
۵ــ یوه کړنه یا کار ترسره کړئ دا، چې څه وخت او څه ډول مری ستاسو په لاس کې نه دي. هره ورځ یو نوی چانس او فرصت دی، خپل لید لوري ته بدلون ورکړه او مثبت اوسئ. د روښنایی څراغ ځانته روښانه کړئ او له تیارو څخه ځان بهر کړئ. داسې کړنه تر سره کړئ، چې له امله یې له ځانه خوشحاله واوسی.
۶ــ تل د مثبتو او سمو کارونو په لټه کې اوسه، د پرمختګ او بریا په لټه کې اوسه، خو هېڅکله د ښو او سمو پر ځای تېروتنې او غلطو ته ځای مه ورکوه. ځکه په دغه حالت کې د زده کړې وړتیا به له لاسه ورکړې او وبه نه شې کولای په ژوند کې پرمختګ وکړې.
۷ــ هغه ستونزې، چې ستا په اند تل ځای پر ځای دي مه تښته، ژوند لکه څنګه، چې دی له هغه نه یې هم ستونزمن نیسو. ستونزې هغه مهال منځ ته راځي، چې د خبرو ځای یادښتونه ونیسي، احساساتو ته په سمه سترګه ونه کتل شي، اعتماد او ریښتینولي خپل رنګ له لاسه ورکړي او یوازېنۍ لار یې تېښته، خو له دغه حالاتو سره مخامخ شه، ستونزې له منځه یوسه، ستاینه وکړه، وبخښه او هېڅکله تېښته مه کوه.
۸ــ د بخښنې غوښتلو پر ځای کړنلاره جوړه کړه، ژوند د ستونزو د حل لپاره یو هوښیار تمرین دی. ستونزې هغه وخت خپل ځای ماتو ته پرېږدي، چې له سمون څخه یې لاس په سر شی. تل ماتې د هغه چا په برخه دي، چې د کړنلارې جوړولو او ارادې پر ځای بخښنه غواړي.
۹ــ د ژوند مثبت ټکي مو نادیده مه نیسئ، کومې کړنې، چې ترسره کولای شئ تر سره یې کړی او نورې په خپل حال پرېږدئ. که د کومو څېزونو، چې اوس یې لرې قدر ادا نه کړئ؛ که په ژوند کې پرمختګ وکړی او خوشحاله و اوسی، خو ښې ورځې به ونه لرئ.
۱۰ــ ژوند له پېښو او ذراتو څخه جوړ شوی دی، په صداقت ژوند وکړئ او هره ثانیه د دغه سفر شکر ادا کړه. په هر حالت شکر ایستل کولای شي ستاسو د پرمختګ او بریا لامل وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب