شنبه, مې 4, 2024
Homeروغتیاد ۷ کلن ماشوم د سترګې ستره دانه

د ۷ کلن ماشوم د سترګې ستره دانه

تاند- دا اووه کلن ماشوم پر خپله یوه سترګه له دې لوی تومور څخه کړېږي.

اووه کلن علي حسن د پاکستان په ختیځ کې د یوه کلي اوسېدونکی دی. دی د دې دانې له کبله په ښۍ سترګه نه شي لیدلی.

د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، څرګنده نه ده چې کله د علي حسن په سترګه کې دا دانه راوخته ځکه چې اکثره بېسواده کورنۍ دا ډول جدي مسلو ته پام نه کوي خو ډاکتران وايي چې ممکن دا دانه د علي حسن په سترګه کې کلونه وړاندې راختلې وي.

اوس داسې ښکاري چې د حسن د سترګې دانه د پخوا په پرتله د زیاتې ودې په حال کې وي. تر دې حده چې د ده پزې او خولې ته هم مزاحمت پېښوي او حتي دی نه پرېږدي چې سمې خبرې وکړي.

پلار یې وايي چې په لاهور کې یې د خپل زوی د درملنې ډېرې هڅې وکړې خو ښه نتیجه یې نه ده ترلاسه کړې.

د دوی کورنۍ د پنجاب ایالت په پاک پټن سیمه کې اوسي.

تراوسه څرګنده نه ده چې دا تومور یا دانه د څه شي ده خو دا یوه له هغې دانې سره ورته والی لري چې په پاپو نیو ګینې هیواد کې د یوه درې کلن ماشوم په سترګه کې پیدا شوې وه.

ډیلي مېل زیاتوي، دا ډول ناروغۍ په اکثرو مواردو کې درمل کېږي خو د پاپو نیو ګینې او پاکستان په شان بېوزلو او وروسته پاتې هیوادونو کې له هر سل تنو څخه ۷۰ مري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب