Homeادبشعربیا زمونږ ژړا تر موټر بم لاندې ولاړه وه/ پیر محمد کاروان

بیا زمونږ ژړا تر موټر بم لاندې ولاړه وه/ پیر محمد کاروان

خدای ته وه روانه وزر سوي پرې یې غاړه وه
بیا زمونږ ژړا تر موټر بم لاندې ولاړه وه

اوښکې په اوبو کې وې بېګا په روژه ماتي کې
چا مو وې خرما رېبلې ژوند مو دښته شاړه وه

زه د خدای په در کې د خپل کور په دعا بوخت ومه
ماته ګاونډي کړې د خور او د مور زیاړه وه

ما چیغې وهلی نه شوې چوپ د زړه په کونج کې ناست
وچه مې په ستوني کې د کاڼي په څېر لاړه وه

دا غزل کاروانه د وطن د بُورو، ورارو غږ
دا غزل کاروانه د شهیدو وینو ژباړه وه

۱۱ جوزا ۱۳۹۶
کابل افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...