نن مي په تاند ویبپاڼه کي د پښتو ټولني او باړه گلۍ سیمینار فیصلې ولوستلې چي د ښاغلي ستانه میر زهیر له خوا خپرې سوي وې او په ترڅ کي ئې ورسره لیکلي ول چي ” دغه لیکنه د نجیب منلي له فېسبوکه رااخیستل شوې ده”. پر څنگ ئې داسي سپارښتنه کړې ده چي دا فیصلې ” ویې لولئ او له خپلو ملگرو سره یې شییر کړئ. ….”
څرنگه چي هره فیصله او تړون یو امانت دئ او په هغه کي لاس وهل او پخپل زعم تفسیرول او تعبیرول له امانت سره بېباکي ده. له دې اسیته زه مجبور سوم هغه معلومات چي زما سره په دې باب سته، د یوه ملي امانت په توگه له خپلو پښتنو وروڼو سره شریک کاندم. زه به هره فیصله په جلا جلا لیکنه کي در وپېژنم او که مي خپلي خبري او تبصره درلوده، هغه به بیا بېله درته وړاندي کړم.
دپښتو ټولني دغه فیصلې دارواښاد استاد الفت (رح)په (لیکوالي) نومي کتاب کي هم راغلي دي، خو هورې ئې هم داصل فیصلې او د تفسیر و تعبیر برخه سره بېله سوې نه ده.
لومړۍ فیصله لکه ښاغلي ستانه میر زهیر چي هم په یو څه اختصار سره لیکلي دي، د۱۳۲۱ هـ ش کال دجوزاپر شلمه دچارشنبې په ورځ دپښتنوټولني په سالون کي دافغانستان د۲۵ تنو لیکوالو او پوهانو په گډون جوړه سوه. دفیصلې متن په پښتو اوفارسي لیکل سوی دئ او فارسي متن ئې کټ مټ دهماغه کال په کابل مجله کي افسیټ چاپ سوی دئ. زما سره دهغو ټولو فیصلو اصل سته چي دعلامه رشاد(رح) په کتابتون کي خوندي دي او ماته ئې فوتوکاپۍ را لېږل سوي وې. که د درنو لوستونکو مینه ورسره وي، زه ئې سکېن سوي کاپۍ په ویبپاڼو کي کټ مټ ایښوولای سم.
د فیصلې ټول مواد (۲۱) دي. په لیکوالي ــ ۹ مخ کي ئې هم (۲۱) موارد لیکلي دي خو چي خبره مثالو ته رسیږي، هورې ئې شمېر ځني زیات سوی دئ. ښاغلي محمد حسن کاکړ هم په ۱۳۳۷ ش کال په کابل مجله کي ددغي فیصلې مادې (۲۱) بللي دي.ښاغلي ستانه میر زهیر چي (۳۱) بللي دي، لامل ئې دادئ چي دوی او دلیکوالي کتاب ارواښاد لیکونکي ځني مادې پر څو برخو وېشلي دي او له دې اسیته ئې د مادو شمېر ۳۱ ته لوړ کړی دئ. بله خبره داده چي دفیصلو مواد لاندي باندي سوي دي او په ځینو برخو کي زیاتوني لا هم لري. زه به دښاغلي ستانه میرزهیر په لیکنه کي هر مورد د دوی دلیکني پر ترتیب راوړم او وبه ئې څېړم.په قوسونو کي په سره رنگ راغلي مطالب زما زیاتونه او تبصره ده.
شونډي ــ شونډان …………………….. شونډي (دا د فیصلې دوهمه ماده)
شته ــ سته ………………….. شته (دا د فیصلې نهمه ماده ده. په نهمه ماده کي ئې ( وشو)،(شوی)، (شته)، (شی) ټول يوځای راوړي دي او زیاته کړې ئې ده چي دا ټول باید په شین ولیکل سي. دستانه میر زهیر صاحب په لیکنه کي له دې څخه څلور مادې جوړي سوي دي.)
کښېناست ــ کښېنوست ……….. کښېناست ( دا د فیصلې دریمه ماده ده)
شی ــ سی ……………….. شی (دا د نهمي مادې برخه ده. دلته دجلا مادې په شکل راوړه سوې ده.)
ټول خلق .. ــ … ټوله خلق ……………. ټول خلق (دا د فیصلې لومړۍ ماده ده . خوپه اصل فیصله کي (ټول هلکان) او (ټوله هلکان) هم راغلي دي او دغه راز وایي چي ” جمع مونث مثل ( ټولی طیاری) نباید (ټوله طیاری) بنویسد”. دغه برخه ئې نه پوهېږم چي ولي ځني ایستلې ده؟ په لیکوالي (۱۰ مخ) کي ئې د(طیاری) پر ځای (خبری) راوړي دي.)
لږه ډوډۍ ــ لږ اوبه ………….. لږه ډوډۍ ــ لږې اوبه (دادفیصلې لسمه ماده ده. هورې ئې (ښه خبری) هم ور سره راوړي دي چي باید (ښې خبرې) ولیکل سي. دستانه میر زهیر صاحب په لیست کي ئې (ښې خبرې ــ ښه خبرې) بېله ماده راوړې ده.)
که راغلی وای. که راغلی وی ….. که راغلی وای (دادفیصلې پنځمه ماده ده خو هورې ئې یوازي ( وای) راوړی دئ او زیاته کړې ئې ده چي” درجائیکه برای تمنا استعمال می شود، باید باالف نوشته شود”. د (که راغلی وای) مثال ئې په فیصله کي نه دئ لیکلی او دا دفیصلې تشریح ده چي ناسمه نه ده، خو دفیصلې په متن کي نسته. )
غږ ــ ژغ ــ غګ ــ غاګ ……………. غږ ــ ژغ (دادفیصلې ۱۲ مه ماده ده. خو هلته بیخي بل راز لیکل سوې ده. هورې ئې لیکلي دي ” (غږ) و (ږغ) که در تحریر ونگارش بدو صورت دیده می شود هر دو صورت آن درست است”. تاسي وینئ چي هلته نه ( ژغ) سته ، نه ( غګ ــ غاګ) سته. دغه زیاتونه او لاسوهنه له بده مرغه په لیکوالي ــ ۱۰ مخ کي هم راغلې ده.)
لویه ــ لو ……………… لویه (دادفیصلې شپږمه ماده ده. هورې ئې ( تو) هم ورسره راوړې ده چي باید (تویه) ولیکل سي. دښاغلي ستانه میر زهیر او لیکوالي کتاب ــ ۱۰ مخ کي دوې مادې ځني جوړي سوي دي.)
ځني وایی ــ ځینې وایی ………………… ځینې وایی ( دادفیصلې ۱۳ مه ماده ده خو هورې ( وایی) ورسره نسته. دا توضیح دلیکوالي کتاب په ۱۰ مخ کي هم راغلې ده او ستانه میر زهیر هم راوړې ده. )
تویه ــ تو ……………… تویه (لکه پورته چي وویل سوه، دادفیصلې دشپږمي مادې یوه برخه ده.)
له ده ځنې ــ له ده ځینې ………….. له ده ځنې (د ( ځنې) خبره د فیصلې په ۱۳ مه ماده کي راغلې ده. ( له ده ځنې ــ له ده ځینې) مثال دلیکوالي کتاب د لیکونکي زیاتونه ده چي ستانه میر زهیر هم رااخیستې ده. په فیصله کي دا مثال هډو سته نه.)
مېړونه ، مړونه ……………. مېړونه (داد فیصلې اتمه ماده ده.)
چلوونکی ــ چلونکی ……………… چلوونکی (دادفیصلې ۱۴ مه ماده ده خو هورې ئې ( کوونکی) او (ښوونکی) هم ورسره راوړی دئ. دستانه میر زهیر په لیست او لیکوالي کتاب ــ ۱۰ مخ کي ( کوونکی) او (ښوونکی) دجلا جلا مادو په توگه راوړل سوی دئ.)
ولید ــ ولیدو ….. ولید، ومولید ……. (ولید) په ټولو ماضي گانو کښې (دا دفیصلې اوومه ماده ده. خو هورې ئې داخبره هم پر زیاته کړې ده چي ” در اخیر این صیغه در بعضی مصادر افزودنمودن (هـ) ضروری است مثل ( وتاړه) و امثال آن”. دغه وروستۍ برخه ستانه میر زهیرصاحب نه ده راوړې او پرځای ئې ( ومولید) مثال له ځانه پر زیات کړی دئ. د لیکوالي کتاب خو دغه ماده هډو اخیستې نه ده.)
ښونکی ــ ښوونکی ……… ښوونکی (دادفیصلې د۱۴ مې مادې برخه ده)
ښوونځی ــ ښونځی …….. ښوونځی (دادفیصلې د۱۴ مې مادې برخه ده)
کښې ــ کښ ــ کې، له منځه دغه یوشکل غوره شو …. کښې (ددې مادې پرځای په فیصله کي ۱۵ مه ماده راغلې ده خو ستانه میر زهیر او د لیکوالي کتاب لیکوال له دمادې متن ور اړولی دئ. په اصل فیصله کي ویل سوي دي چي” دراخیر کلمه (کښ) باید یک (یای مجهول) افزوده شود و اینچنین (کښې) نگاشته شود. د(کې) خبره په فیصله کي هډو سته نه.)
(پری ــ په) په داسې مثالونو کې لکه : احمدسترگی لري مګر لار پرې نه ویني ــ لار په نه ویني ، دلته، لار پرې نه ویني سم دی (دا ماده د فیصلې ۱۶ مه ماده ده. په عبارت کي ئې لاس وهل سوی دئ، خومطلب ئې همدا دئ.)
لڅ ــ لوڅ …………… لوڅ ……. (دامثال دفیصلې داتمي مادې په پای کي راوړه سوی دئ خو مطلب ئې بالکل بل راز دئ. هورې د(مېړونه) او (مړونه) په بحث کي ( میړونه) سم بلل سوي دي خو وایي چي دلته یوه استثناء سته او هغه (لڅ) دئ چي د (لوڅ) په نسبت مجلس یوه استثنا وبلله یعني (لڅ) ئې غوره وباله. دفیصلې خپلي جملې داسي دي ” کلماتیکه با حرف علت نوشته می شود مثل ( مېړونه) تسبت به صورت دیگری که بدون حرف علت یعنی ( مړونه) نوشته می شود صورت اول آن مرجح است باستثنای کلمه (لڅ) که نسبت به کلمه (لوڅ) در مجلس استثناء قرار داده شد”. د (لڅ) او (لوڅ) برخه په لیکوالي کتاب کي هم اخیستل سوې نه ده.)
ویل ــ ویله …………. ویل (دادفیصلې ۱۷ مه ماده ده خو هورې ئې داخبره هم ورسره کړې ده چي” البته این فقره درسته : (احمد سندره ویله). دغه برخه ئې ددلیکوالي په کتاب او د ستانه میر زهیر صاحب په لیکنه کي نه ده راغلې.)
وشو ــ وسو …… وشو (دادفیصلې دنهمي مادې برخه ده.)
ولاړ ــ لاړ ……………. ولاړ (دادفیصلې ۱۸ مه ماده ده.)
شوی ــ سوی ………….. شوی (دادفیصلې دنهمي مادې برخه ده.)
وکړ ــ وکی .. وکه ………….. وکړ (دادفیصلې د۱۹مي مادې برخه ده.)
وکړئ ــ وکئ …………… وکړئ (دادفیصلې د۱۹مي مادې برخه ده.)
زما ــ زمونږ ــ ځما ــ ځمونږ ………………… زما، زمونږ (دا دفیصلې ۲۱ مه ماده ده. عبارت ئې اوښتی دئ خو مطلب ئې همدادئ.دفیصلې خپل عبارت داسي دئ” (زه)،(زما)، (زمونږ) بابد به (ز) هوّز نوشته شود.”)
زه ، ځه ……………….. زه (دا مثال د یوې بېلي مادې په توگه په فیصله کي نسته خو مطلب ئې په ۲۱ مه ماده کي په ضمني توگه راغلی دئ.)
په دې فیصله کي شپاړس کاله وروسته څلور تعدیلونه راغلل چي ستانه میر زهیر صاحب او دلیکوالي کتاب ارواښاد لیکوال هم اشاره ورته کړې ده، خو دا تعدیلونه په دریمه غونډه کي نه بلکي په څلرمه غونډه کي راغلي دي چي تر لومړۍ غونډي شپاړس کاله وروسته ( د۱۳۳۷ ش کال د وږي پر ۵ ــ ۸ نېټه په کابل کي جوړه سوه.
زه به که دخدای رضا وه، دنورو فیصلو مقابله هم له خپلو اصلونو سره په بېلابېلو لیکنو کي وړاندي کړم.
له دې لیکني څخه زما دمطلب ټکی دادئ چي دا فیصلې پخپله اصلي بڼه د څېړونکو او لیکوالو تر لاسه ورسیږي. خو دې خپل وړاندیز ته یو وار بیا دلوستونکو پام را اړوم چي په فیصلو کي ډېر محدود مثالونه راوړل کېږي او د هغو تعبیر هر څوک ، زما په گډون، له خپل نظر سره سم کوي. ددې له پاره چي ددې خپلسریو مخه مو نیولې وي،نو لازمه ده چي دپښتو ټول کلمات، ویي او لغتونه په یوه قاموس کي سره راغونډ سي او دهغو منل سوی شکل پکښې ثبت سي. دا قاموس به هغه رول ولوبوي،لکه دانگرېزي ژبي اکسفورډ ډیکشنرۍ چي ددې ژبي د معیاریت په کار کي ستر رول ولوباوه.
( نوربیا)
آشاوا ــ کاناډا
۱۳ / جنوري / ۲۰۱۶ع
—————————-
دروند استاد ،،،! سلامونه اونېکي هیلي
که ستاسو همداپرلپسی هڅوې نولیری نه ده چي پښتو رښتیاهم دنړیوالو ژبو سیاله شی اوهغه څه چي تاسو مهربانی کړي ډیردپام وړ اولازمونکی هدایات اولارښودنی وي .مفتی زاده
استاده هره لیکنه چي دې وینم په زړه کې مې درته دمینی او احترام لښکری تیارسی اوسلامي کونکی کتارونه جوړوی .جمالیار
الله دی وکړی چي زموږ سلامونه اونیکی هیلی درته ډالۍ شوی وي ستاسو دتیرو لیکنو غوڼد موهم ټول وکتلو او راتاوو مو کړی ددیم مضمون سره جوخت مې دتاند په پاڼه دزیارصیب متقابله لیکنه ولیده چي ډیرورته حیران شوم چي مشرانو اودومره تیروتنی بیامې خدای سته په لمن لیک کې ورته ډيرخوشنوکی جملی ولیکلی په دویمه ورځ مې بیاهڅه وکړه چي هغه څه ووینم چي څه نورعکس العمل شوی هغه دالله رحم وو دتاندلخوا بالکل هغه مضمون لیرشوی له زیارصیب نه ډیرخفه شوم .چي خفه کړی رفیقی صیب او اکېډمې له طرفه یعنی بلنه نه وه ورکول شوی خدای سته حق په جانب وو چي باید راغوښتل شوی وای مګرغبرګون یی ډیرمنفی وو خوشحال شوم چی دالړۍ هم هلته بس شوه .اودامهربانی مو یوبله نوې کړکۍ راخلاص کړی چي ښه څیړنیزه پایله راته ښکاری الله دی وکړي چي دلوستونکو دپام وړ وګرزی ،
گرانو دوستانو
سلامونه او درناوۍ
له یادوونو مو ډېره ډېره مننه. هیله من یم چي ددې لړۍ نوري برخي هم پسې تعقیب کړئ. زه غواړم چي ددغو فیصلو اصلي بڼه تر لوستونکو پوري ورسیږي. که دخدای رضا وه خپل نظر به په پای کي هم ورسره مل کړم
محمدمعصوم هوتک
انجنير ستانه مير زهير !
ما څلور واړه پريكړى څه نا څه دولس ديارلس كاله دمخه ، پيښور كى ، د ان لين لوستونكو لپاره د ښاغلي غلام محى الدين هاشمي د ليكلي كتاب څخه د خپل ويبلاگ ( شمشاد – ټول افغان ) لپار ټايپ كړي ، كيداى شي ځنو ځايونو كى ټايپي غلطى وي ، خو ما وركى هيڅ ډول لاس وهنه نه ده كړى
ستاسو د وضاحت لپاره مى دا يادونه وكړه ، په درناوى
ښاغلی ادیبپوه هوتک صاحب
دپښتو ژبي دسمون او ودي هڅي مو ستایم او دستایني وړ دي. په دغي لاري کي مو بری او سر لوړي غواړم
بریالي او روغ اوسۍ .
هر پښتون چي پښتو غواړي شاکره به مو وي
February 6, 2016 at 19:32 Reply
Your comment is awaiting moderation.
!ښاغلی ادیبپوه هوتک صاحب
دپښتو ژبي دسمون او ودي هڅي مو ستایم او دستایني وړ دي. په دغي لاري کي مو بری او سر لوړي غواړم
بریالي او روغ اوسۍ .
هر پښتون چي پښتو غواړي شاکره به مو وي .