مظفر اقبال
To! Geneva a City, I love you very much…
سهار چي له خوبه راپاڅېده بورخیس “ماریه کوداما” ته وویل له شپې مي انا (د پلار مور) په خوب لیده، د دې خبرې له اوریدلو پس د ماریه لپاره اوس دا انګیرل ګران نه و چي په پاته ورځ کي به نن څه کیږي.
دوی له تیرو دیرشو کلونو څخه سره یو ځای وو، په دومره وخت کي د هغو اړیکې له ډیرو پړاونو تیرې شوې وې، د ړانده ادیب لپاره د ماریه جذبات د غرنیو ابشارونو د شرهار، د ژور سمندر د سرمسته څپو او د “ټنډرا” د میدانو په څیر له سختۍ او یخنۍ سره اشنا شوي وه.
د کتابونو او خوبونو هغه نایابه همآهنګي، چي یوازي د ځان لپاره نه، د ده لپاره هم غیر معمولي څه پلټل اوس په تیزۍ سره د مرګ په لور روانه وه، د هغه بدن له شوره وتلی و د ګرمیو په ټکنده غرمه کي به دوی دواړه (خورخي لوئیس بورخیس او ماریه کوداما) د کوټې په تته تیاره کي ناست وو.
اول ماښام د بورخیس بدن بې سېکه شو، هغه د ماریې په مرسته په خپل بستر کي ځان د ویدغل لپاره سم کړی. د هغه د سېني کمزوري حرکت دا ګواهي ورکوله چي په دې شپږ اتیا کلن بدن کي اوس هم د ژوند اروا لا پاتې ده، په دې کلونو کي هغه هم دې بدن د د نیا په لیري لیري ځایونو ګرځولی وو، او دا شپږاتیا کلن بدن وو چي له هغه سره یې د “خوبونو او کېسو” په پلټنه کي مرسته کړې وه.
پرون ماښام هم هغه د خلکو په ګڼه ګوڼه کي په یوه درې لارې ولاړ وو، ماریې هغه تور او سور لباس اغوستی و چي بورخیس په اخري ځل ورته ډالۍ کړی وو، د هغې لاس د زنځیر د کړۍ په څیر د بورخیس په لاس کې بند وو، دوی دواړو د خلکو ګڼه ګوڼه لیدله او حس کوله.
جینوا ته له راتللو وروسته څو واره ماریه په دې درې لارې تیره شوې وه مګر هغې هیڅکله داسي غیر معمولي څه نه وه حسوس کړي، خو اوس چې هغې (د بورخیس د خوښې ۷۱۰/اوه سوه لسمې شپې په هکله د خبرو کولو په منځ کې) یو نظر په نولسمه پیړۍ کي جوړې شوي، په بلبونو او سرو خښتو پوښلې درې لارې ته وکتل نو دا ځای د یوه جادويي منظر په څیر د “الف لیله” د داستان حصه معلومیدی.
معشوق او معشوقه، شپېلۍ ږغونکی موسیقار، هوټلونو او شرابخانو ته تلونکي خلک، د سړک په هغه بله غاړه روان شهزاده او په هغه پسي له شا د جلوس په شکل کي روانې ښځې، له جهانه بې پروا په خپله سرمستۍ کي ورک زوړ سړی، یوه ښیښه د کومې له شا چي له یوه ګڼ ځنګل سره مشابه لرونکي ځای کي د نر او ښځېنه مار پښهاری…
۲
څو ساعته وروسته به یوازې د هغه یاد پاته شي، ماریه له څوکۍ ولاړه شوه، د بورخیس و څنګ ته نژدې کښېنسه، هغه د بورخیس په مرګ دومره نه وه خفه، که خفه وه بس په دې وه چي هغه غوښتل د مړینې په وخت بلکل یوازې وي.
د بوخیس و اشارې ته منتظره ماریه د هغه څنګ ته ناسته وه، هغې د هغه ځایونو په اړه فکرونه کول چیرته چي له ده سره تللې وه، د ارجنټیاین د یوې کتابخانې انګړ، د نیو انګلیستان یو میوزیم، د بالون یو سفر، د لندن یو ځانګړی سهار، د بیونس آیرس یوه کوڅه…
۳
د سهارګاه خوا ته بورخیس غوښته چي د شهادت ګوته پورته کړي مګر هغه وریږدیده کمزوری حرکت یې وکړی او بې سېکه شوه، د مارئې لپاره دا وړه اشاره ډیره وه، هغې یو اخري نظر بورخیس ته وکتل او له کوټې ووته.
له څه ساعته پس “خورخې لوئیس بوخیس” د خپل اخري خوب په لور کډه شو، چي هغه بې له کوم ځنډه د شګو د وړو وړو زرو او جادویې کېسو دنیا ته داخل کړی.