۹برخه
استادشهسوار سنګروال
د ښکلا پوهنې پر اساس، ګڼو لیکوالو، څېړونکو، ادب پوهانو او هنرمندانو، خپل هنری، ادبي او علمي اثار د خپل هنري ارزښت له مخې پنځولي دي.
ښکلا لکه څرنګه چې په طبېعت کې او د طبیعت په توکو او رنګینیو کې، خپله ښکلاییزه رنګېني شیندلې ده، دارنګه د ادبپوهانو په لیکنو، د هنرمندانو په پنځوونو، د پوهانو او فیلسوفانو په څرګندونو کی هم زړه راښکوونکې دب دبه ترسترګو کېږي .
د ادب پوهانو، هنرمندانو او د نوښتګرو لیکوالو لپاره د طبیعت ښکلا د یوې سوژې بڼه لري.
دوئ هڅه کوي چې د ځانګړو نوښتونو له مخې داسې سوژې له طبیعت او ټولنیز ژوند نه ترلاسه کړي، چې دده اثر ته ښکلا وبښي.
هنرمند د خپل هنري اثر او ادبپوهان د خپلې لیکلنې له مخې یوازې پدې فکر نه کوي، چې یو څه ولیکي، بلکې د نوښت په رڼا کې هڅه کوي هغه کلمې، جملې او مینځپانګه د خپل اثر لپاره غوره کړي، چې د ښکلا خوښونې ارزښت او پایښت پکې تر سترګو شي.
د سوژی ښکلا په څه کې ده؟
که چېری یو لیکوال د طبیعت له رنګینو نه د خپلې لیکنې لپاره سوژه وټاکي اوبیا د همغې سوژې په رڼا کې خپل اثر بشپړ کړي او بیا یې همغه طبیعت ته ورډالۍ کړي…
نو که چېرې طبیعت په خبرو راشي، نووبه وایي، چې زما په غېږه کې داسې له ښکلا ډکه دب دبه پټه وه، چې زه یې اوس نندارې ته پښه نیولي یم .
همدارنګه که لیکوال او یا یو هنرمند خپله سوژه له یوې انساني ټولنې نه واخلې او د لیکنې له مخې هغې سوژې ته ښکلې او رنګینې هنرې جامې په تن کړي او بیا د یوې هندارې غوندې هماغه بشپړ شوی اثر ټولنې ته وړاندې، نو هغوی به خپلې ټولنیزې نندارې ته حیران پاتې شي، چې ولې مو دغې ښکلا ته پام نه وو؟
ښکاره ده چې هنرمند د ښکلاییز فعالیت په رڼا کې ټولنیز ارزښتونه او طبعی چاپېریال په نوې بڼه پنځولی شي.
ولې یوه خبره باید هېره نکړو او هغه دا چې، کله موږ یوه سوژه ټاکو او هغه بیا د یوه هنري نوښت پر مټ بشپړوو، باید درې توکې په پام کې ونیسو،
فکري ځانګړتیا، نوښت او بدیعي وړتیا، فني، تخنیکي او مېتودیکې لارې چارې، چې هر توکې پخپل ځاې د پام وړ ګڼلی شو.
که چېرې دغه اصل په پام کې ونه نیول شي او یوازې په فني او تخنیکي اړخ فکر وکړو نو د چرنیشوفسکي خبره د یوه هنري او ادبي اثر ښکلا هر وخت د هنري تکنیکونو په کارولو سره د یوه هنرمند او ادبپوه مهارت نه ټاکي.
که لیکوال، هنرمند او ادبپوهان، یوه سولېدلې او تکراري سوژه د خپلې لیکنې او ښودنې لپاره غوره کړي ، نو له یوې ازموینې سره به مخ شي، په دې مانا چې دی څومره د دې وړتیا لري چې وښېي له لومړنۍ تابلو او لیکنی نه د ده اثرد څومره والي او څرنګوالي له مخې ګټور دی؟
له دې ورآخوا هنرمند او د ادبي څېړنو مخکښ لیکوال څومره د دې جوګه ده چې دده پوهه، دده احساس، دده نوښت، تخیل، فکر، دښکلاپوهنې ، ښکلا خوښونې او ښکلا پېژندنی هنري مهارت، د تېرې پنځول شوې سوژې په پرتله، دده د کښل شوي اثر ښکلا څو برابره زیاته ده؟!
په داستاني او هنري ادبیاتو کې، دېته اړتیا ده چې د سوژې د ارزښت پر بنسټ، لیکوال د مبالغې، غلو او اغراق له مخې دخپل اثرنوښت ته څومره ښکلا وبښي ؟
ځکه چې هنرمند تر یوه بریده، د ښکلا پوهنې د موخې له مخې د خپل اثر په پنځونه کې مبالغه کولی شي .
ولې بیا هم دېته اړتیا ده، چې لیکوال او هنرمند د خپلې لیکنې ښکلا، د طبیعت له ښکلا سره متناسبه کړي او نه دا چې د طبیعت ښکلا زیانمنه شي اویا هنري ښکلا ته دومره هنري پرداس ورکړي، چې لیکنه یې د ښکلا له اصل سره پردی او بېګانه شی، که شي!! نو کاذبه ښکلا به یې پنځولي او رامینځته کړي وي .
موږ په هنري ادبیاتو کې د انځورونې او تصویر پنوم یوه اصطلاح لرو او بیا تصویر ته دغه تعریف ورکوو، چې، تصویر د اصل شي دویمه بڼه اودویم نوم دی، خو هر څومره چې تصویر اصل ته نږدې وي ښکلا ییزاړخ یې پیاوړی کېږي .
زما دسترګولیدلې خبره ده، زموږ په کلي کې د زرکانو او سیسیویو ښکاري وو او کله به چې ښکار ځاې ته لاړ د اوبو په یو «ډنډوکي» کې به یې دامونه داسې ځاې پر ځاې کړل چې الوتکې به هرومرو پکی نښتل … ده به بیا داسې د خپلو غږنو غړو پر مټ د زرکانو او سیسیو اوازونه ایستل چې ان الوتکي به پرې تېر وتل.
له دې مثال نه موخه دا وه چې موږباید له طبیعت نه هغه څه واخلو او هغه څه ورکړو، چې د طبیعت ښکلا زیانمنه نکړي …
په رښتنی توګه لیدونکو او لوستونکو ته وښېيو چې هنر د طبیعت تقلید دی ، اصل شی نشي کیدی ، خوڅومره چې اصل شي ته نږدې وي هغومره یې ښکلازیاته وي .
هغه د نامتو ادبپوه او هنر پېژندونکي «لوکریتوس» lucretius څرګندونه ده، چې وایي: «په زړورتیا سره ویلی شم، چې ښکلي هنري اثار د نړۍ شاعرانه حکمراني ده….»[1] نو په همدې بنسټ ویلی شو، چې د یوه هنري او ادبي اثر ښکلا د څو لاملونو له بابته ډېره د پام وړ ده :
لومړی دا چې لیکوال او هنرمند د خپل اثر لپاره کومه سوژه او موضوع ټاکي، چې ښکلاییزه رنګیني ولري؟
دویم ، باید لیکوال د ذوق څښتن وي، چې په اثر کې هم ښکلا وي او هم داسی حقیقت چې مینه وال له ځان سره بوځي.
دریم دا چې، کله هنرمند ټاکلې سکالو ته د هنر ښکلی جامې وراغوندي، د ټولنې لپاره څومره د پام وړ دی؟
له دی لاملونو سربېره ډېره موهمه دا ده چې لیکوال او هنرمند د خپل مهارت له مخې خپل اثر ته څومره ښکلا بښلی شي، چې هنري او ادبي دب دبه یې زړه راښکونکی شي؟
نامتو لیکوال، فرانسوي «امېل زولا» پخپل ګټور اثر (le roman experimental) کې کاږلي دي، چې هنر باید د حقیقت موندنې د ټولو اړخونو تکرار وي….» ولې دغه حقیقت ته باید له ښکلا ډکې هنري جامې په تن شي، ځکه حقیقت که هر څومره رښتنی او غښتلی وي هنر ندی.
د یو ادبي او هنري اثر د کښلو لپاره لومړنۍ ښکلا «سوژه» ده او سوژه پخپله د موضوع او ښکالو په مانا ده.
لکه څرنګه چې د یوه ادبي او هنري اثر لپاره «سوژه» ارزښتناکه ګڼلی شو، دارنګه د یوه ادبي اثر لپاره، چې د ښکلا پېژندنی پخلی شوی وي، هغه د یوه اثر د شکل او مضمون مینځپانګه ده، چې د ادبي ارزښت او ښکلا پېژندنې له غوره توکو څخه ګڼل کېږي.
هغه بدیعی او له نوښت نه ډک اثر، چې د مضمون مینځپانګه یې تر ډېره بریده پخپله د محقق او تخلیق کوونکي لپاره په زړه پورې وي او د ښکلا پېژندنی له پلوه د لیدونکي او لوستونکي ذوقونه او مهارتونه خړوبه کړي…د داسې اثر کښل به نه یوازې ادبي ارزښت ولري، بلکې د ښکلا پېژندنې هنریت به یې هم د پام وړ وګرځي.
ولې د مضمون سره سره د یوه اثر شکل او د ښکلو ادبي کلماتو کارونه د لیکوال سپک ته رنګ او خوند بښلی شي، دا ځکه چې په یوه بدیعي او هنري اثر کې مضمون او شکل یو د بل بشپړونکی بللی شو.
په هر ادبي او هنري اثر کې د یو شمېر توکو کارول د هغه اثر ارزښت او پایښت ته ډېره ښکلا بښلی شي، چې موږ تخیل، احساس، مفکوره، اهنګ، عاطفه او یو شمېر نورې سنتي ځانګړتیاوی د بېلګې په توګه یادولی شو.
تخیل، ښکلاپوهنه اوهنرپېژندنه
یو شمېرښکلا پوهان ، دهنرمینه وال او ښکلا پېژندونکي د نګه او یا د خالصې ښکلا اصطلاح ردوي او په داسې احساس باور نلري، چې له هر ډول اخلاقي او سیاسي اصولو څخه خلاص وي.
دغه ډله پوهان انګېري چې استیتکه پوهه له سیاسي مسایلو نشو جلا کولی او نه ښکلا له اخلاقو ګوښې بللې شو.
موږ د یوه ښکلي شعر لپاره، چې نه یوازې ښکلاپوهانواوهنر پېژندونکو ته ښکلی وي، بلکې د شعر مینه والو ته هم چی زړه راښکوونکی وي ، بیا هم شعرپوهان دښه شعرلپاره څلور توکي موهم ګڼي، لکه احساس، فکر، تخیل او اهنګ … خوپه یوه ادبي او هنري اثر کې تخیل د نورو توکو په پرتله د پاملرنې وړ ګڼلی شو:
۱ـ تخیل څشی دی ؟
د ادبي او هنري اثارو په نوملړ کې شعر یو رنګین کلام دی، خو د شعر ویلو ستره هستي،چې شعر ته ښکلا اوځلا بښي شاعرانه تخیل دی.
د ښه شعر ښکلا، جمال او کمال په تخیل کې دی، چې د استعارې ، کنایې اود تشبې د توکو پر بنسټ د شعر تنې ته مناسبې او رنګینې جامی ګنډلي شي.
ستر شاعر «سن ژان پرسس» وایي د ژور تخیل له مخې له ښکلا ډک شعر پنځولی شو… تخیل شعر په خبرو راولي ،شعر ته رنګ اوخوند ورکوي .
۲- په شعر کې فکري ښکلا
په شعر کې فکري ښکلا ، په دې مانا دی چې شعر باید پیغام لرونکی وي، شعر باید هنري ارزښت ولري، په شعر کې نوښت، پایښت ، معنوي ښکلا، عاطفه او په ټوله کې په دې ټینګار کېږي، چې باید، شعرد متفکر انسان دعواطفو انعکاس وي.
۳- په شعر کې احساس
احساس یا عاطفه په شاعرانه چاپېریال کې هغه دی چې په شعر کی یو ځواکمن احساس وتخنوي، چې په لوستلو یې نورو ته هم احساس وبښي.
یو شمېرشعر پوهان اوهنر پېژندونکی شاعرانه احساس د شعر لپاره یو چراغ ګڼي او هر شاعر چې د احساس جذبه پخپل شعر کې منعکس کړي ډېر زر یې نورو ته لېږدولی شي.
شعر پوهان وایي، هر هغه کلام ښکلی دی چې د زړه له تله راپورته شي په زړونو کې ځاې پیدا کړي .
تولستوي په دې اند دي چې د هنر ښکلا د احساس په لېږد کې ده.
که هنرمند کرکه ، وحشت، غوسه، خوند او رنګ او نور عواطف نورو ته ولېږدوي، نو د هنرې دندې احساس به یې ښه په ځای کړی وي.
۴ – اهنګ په شعرکې
هر هغه کلام ته چې موږ شعر وایو، هغه باید هرومرو اهنګ ولری او کنه شعر یې نشو بللی.
دا چې ښکلا پوهان وايي ، موسیقي ناوې ده او شعر یې ګاڼه ، نو ځکه خو د شعر او موسیقۍ خپلوی هم د دوئ په اهنګ کې ده.
ولې په منثورشعرکې هم له آهنګ نه سربېره د تخیل شتون د شعرښکلا ته ساه بښي او هغه د هندي لیکوال او څېړونکی خبره د شاعرۍ دویم نوم تخیل دی.
شېلي نعماني ټینګار کوي شاعري په اصل کې یانې تخیل … یانې تخیل دشعراومنظوم کلام برید ټاکي .
تخیل هر هنري ادبي اثر ته د ښکلا روح بښی او که تخیل تری لرې شي د ښکلا ارزښتونه ساه ورکوي اومري.
په لرغوني یونان کې هم لیکوالو په هنري او ادبي اثارو کې،د تخیل imaginative کارونې ته ډېر ژمنتیا درلوده.
که څه هم تخیل په رښتني ژوند کې فزیکي شتون نلري، ولې د کانت له څرګندونو ښکاري چې « ښکلا » د فزیکي وجود درلودونکی ده او فانتازي چې (phantasia) د تخیل، تصور او خیال مفهوم افاده کوي، ولې بیاهم په دغو توکو کې ښکلا شتون لري.
خودښکلاییزو توکو معرفت او پېژندنه بیا موږ ته دا راښېي چې تصور هغه شی دی، چې د مخه موږ احساس کړی وي، خو بیا هم د احساس او ادراک خلاف ، هغه پدې مانا چې موږ یوه سوزه وونکی شی نیسو او بیا د تودوخي احساس کوو، ولې موږ پرته له دې چې لاس ورنږدې کړو د سوه ځولو تصور کولی شو.
دا ځکه چې د حسي معرفت په ډولونو کې احساس، ادراک او تصور په بېلابېلو بڼو تعریف شویدی.
معرفت دوه موهمې برخې لري، چې یوه ته یې حسي معرفت (احساس-ادراک-تصور) وایي او بل ته یې عقلی یا منطقي (مفهوم-حکم-استنتاج) معرفت ویل کېږي.
د فانتازي په تعریف کې هم د تخیل، تصور او خیال یادونه اړینه ګڼلی کېږي او تر ډېره بریده په معاصروهنري او ادبي اثارو کې د تخیل ښکلا ځانګړي دب دبه لري او دا ځکه چې خیال او تصور په داستانی، هنري او بدیعي ادبیاتو کې د پام وړ ځاې موندلی دی.
لرغونې فانتازي که یوازې په خیالي توکو ولاړه وه او بهرنی وجود یې نه درلود، خو معاصرې فانتازي بیا د ساینس او تکنالوژې ودې او پرمختګ ته لاره اواره کړه.
موږ د خیال او فانتازي خیالي نړۍ کې یو بل توکی لرو، چې هغه ته استوره وایي. «استوره myth mythology د تخیل پر بنسټ مینځته راځي، چې شاعران او یا د هنري او داستاني ادبیاتو لیکوال له هر چا زیات استوره جوړونکي دي.»[2]
«دانته» به چې پخپل چاپېریال کې څه ولیدل نو هغو توکو ته به یې د تخیل په واک او ځواک ښکلا وبخښله او بېرته به یې ټولنې ته خپل اثر ډالۍ کړ.
نامتو فیلسوف «نیچه» هم د ښکلا، تخیل، عقل او د ذهني ارزښتونو یادونه کوي او کاږي، چې ښکلا یوه مطلقه ذهني چاره ده، ښکلا یو څيز نه دی، بلکې زموږ په دننه کې یو حالت دی.»[3]
موږ دې پایلې ته رسېږو، چې تخیل هنري اثارو او پنځوونو ته روح بښي او ښکلا بیا په هنر کې وي ځکه چې هنر د ښکلا ځانګړې برخه ده او په هنر کې هر څه ښکلي دي. دا چې د ښکلاییزو ارزښتونو پالل، یوه هنري اثر ته نوښت بخښي، نو بیا خو تخیل، هنر او ښکلا پېژندنه یو د بل بشپړونکی دی.
په مستانه هنر کې د ښکلا بغاوت
د نړۍ په تاریخ کې مینځنۍ پېړۍ، دبدرنګېیو، بدمرغیو، تیارو او د تورو بلاګانو پېر او دوربللی شوید ی اوپه دغه دوراوپېر کې هنري ښکلا سر وخوړ، تېروپرمختګونواوتمدنونود وچکالیو ترخه څپېړه پر مخ وخوړه او نه یوازې دا چې نړۍ دغوړېدا چانس نه درلود، بلکې د ژوند وروستۍ سلګۍ تر ستوني رسېدلی وه.
داسې ډېرې ستونزې وې، چې بشر ورسره لاس وګرېوان وو، کلیسا او پاپ په ټولو هغو ټولنیزو، ښکلاییزواوهنري فعالیتونو بندیز ولګوه چې ټولنیزې ودې او پرمختګ ته یې لاره اواره وله .
ولې بیا هم د انساني هڅو توپاني او مستانه بهیر تم نشو، هنرمندانو، پوهانو ، لیکوالو او شاعرانو په ډېرې قربانۍ د مینځنیو پېړېیو تور ټتر څيرې کړ او د رنسانس د غوړیدلی لمر ښکلاییزې وړانګې یې تیارو ګوټونو ته ورسولي.
هغه سپارښتنې چې د کلیسا له لوري کېدې که په بشپړه توګه له مینځه لاړی نشوي، خو پر وړاندې بغاوتونه او پاڅونونه په غړمبا شول.
په هنر کې ساه وچلېده اوپه نوي خوند او رنګ یې خپل مینه وال له درانه خوبه راویښ کړل.
همدا د هنرپېژندونکو ، ښکلا پوهانواوټولنپېژندونکو بغاوت وو، چې د مینځنیو پېړېيو بدرنګي ته یې د پاې ټکی کېښود.
د «د ساري په توګه» هغه ستر هنرمند او انځورګر« اوچللو» چې (۹۸ کالو په عمر ۱۴۷۵ کې مړ) یوه ستره نخشه یې چې تیاتري بڼه یې درلوده په یوه مجلل قصر او رنګینې ماڼۍ یو زړه راښکو انځور وکېښ، چې نندارې ته یې، هره ورځ په زرګونو خلک راتلل.»[4]
د شکسپیر یوه ډرامه چې د اوتیلو پنوم نامتو شوه ، په ۱۶۰۳ کال (othello) په ټولې نړۍ په ځانګړي ډول اروپا کې انګازی خورې کړې.
همدارنګه ښکلی کرکټرونه یا لوبغاړي چې د شکسپیر په ښودنو او نمایشنامو کې ځاې پر ځاې شویدي، چې موږ نه یوازې ژولیت، افیلیا یادولی شو، بلکې شایلاک او میرمن مکبتmacbeth هم د بېلګې په توګه یادولی شو.
له دې سربیره «ولوس میلو» هم (milo) د هغه ډول ښکلا څرګندوی ده، چې د مستانه هنر په وسیله مینځته راځي.
ښکلاپوهانو ، دښکلا د خپل یاغیتوب پر بنسټ ، یوه داسې څرنګوالې او څومره والي ته لاره پرانیسته، چې دچا پولو او لیکویې مخه نشوه ډب کولی ، نو ځکه خو ښکلا پېژندونکواودهنرمینه والو ټینګار او سپارښتنه کوله ، ویلې :
دا سمه ده چې ښکلا د هنري اثارو یوه ځانګړنه ده، خو ښکلا له هنر نه دمخه هم خارجي شتون درلود، نو ځکه خو یې په دې بنسټ د ښکلاپوهنې اوهنر پېژندني له مخې یوازی هنري توکو پورې نشو تړلې او نه ورته د« نمرو » د ورکړې معیار ټاکلی شو.
دمخه مو ووېل، چې ښکلا په هنر کې په بېلابېلو بڼو ځان ښېي، یو دا چې په هنر کې د ښکلا پېژندنه، باید د ژوندانه د ښکلا په هستوولو کې وپلټو او بله دا چې د هنري ښکلا سرچینه باید د واقعي نړۍ په ښکلا کې وی او دا په دې مانا چې په هنر کې ښکلا ، د ښکلا پیکه ، بدرنګه او الوتې کاپي نده ، بلکی ښکلا د واقعي نړۍ رښتنې بڼه ده.
که چېرې یو ښکلا پېژندونکی د نورستان سر درو ته سر ښکاره کړي او وګوري چې طبعي ښکلا څومره زړه راښکوونکی ده ، د نښترو تنکۍ ژبګۍ، د اوبو ځړوبۍ د زرکو، سیسیو او رنګارنګه الوتونکو نارې او زړه بښونکی نغمې او سندرې، ورشوګاني، د څاروېیو څړ ځایونه او د ښکلاو په لسګونه مثالونه ښایې وړاندې کړي، چې هنرمند یې پخپل مستانه هنر کې د ښکلادهغې وړتیا ، هغه پورا دانشي کړي، چې د طبعي ښکلا سرکښ بغاوت ورته د درناوي سر ټیټوي …
یو شمېر هنرمندان پېژنو چې د هنري ځواک او واک پر مټ کولی شی داسې اثار وپنځوي چې د ښکلا د عیني ارزښتونو پخلی وکړي .
ولې بیا هم د هنري ارزښتونو دب دبه کولی شي چې د ښکلا هستونې او رغاونې لپاره یوه ستره سرچنه وګڼل شي.
د ساري په توګه پیکاسو (۱۸۸۱ ز) یو نامتو هسپانوي انځور ګر وو چې په هنري نووښتونو یې نړۍ حیرانه کړه.
د ده هنري اثار او انځور ګري، چې د کیوبیزم او سورالیزم (srraliame) پنوم یادېږي داسې یو ستر هنري میراث دی، چې تر دغه دمه یې په نړۍ کې یو ټاکلی ارزښت او مقام خپل کړیدی.
«برښت هغه څوک وو چې د خپل هنر له لارې د مینځنیو پېړېیو ټټرو څېره او بیا یې د ګالیله ننداره وکړه … ګالیله یې ولید چې د حقیقت په پلټلو او موندنو بوخت دی او بیا یې د هغه له خولې ووېل، هغوئ چې حقیقت نه پېژني فقط بې شعوره دي، خو هغوئ چې حقیقت پېژني او هغه دروغ بولي، هغوئ تبهکار دی.»[5]
ښکلا د شته توکو له عینی او واقعي ارزښتونو څخه ده او د انسان ذهني ځواک کولی شي هغه درک کړي او هنرمند انسان د خپل ذوق اوښکلا پوهنې له مخې هغه پنځوي او بیا یې ټولنې ته سپاري.
تولنه هڅه کوي، چې د هنر په پاڼو کې حقیقتونه وپلټي او روڼ اندی انسان د حقیقتونو ځلا اوښکلاته لاره اواروي او د ارستو خبره «څوک چې حقیقت وژني هغه قاتل دی. »
پروفیسور «آونرزیس» د هیګل د استیتکس اثر له انده کښلي دي، لکه څرنګه چې روح او د هغه اثارو د طبیعت له توکو څخه لوړ ځاې درلود، په هنر کې ښکلا هم له طبعي ښکلا څخه لوړه ده.
سمه ده چې دا نظریه د منلو وړ نه ده، ولې دغه پایله چې خپله د واقعي ښکلا هنر له ښکلا پورته دی په هماغه اندازه ناسمه او اشتباه ده.
آیا د« رافایل مادو ناې» انځوریزه ښکلا د یوې واقعي ښځې له ښکلا ښکته ده؟ ځونا ، دواړه ښکلاوې خپل خپل ځاې لري او خپل خپل مینه وال … ولې د واقعي نړۍ طبعي ښکلا او ښکلا په هنر کې په بشپړه توګه دوه بېلې او جلا مقولې دي.
لکه څرنګه چې هنري ښکلا د واقعي او ژوندۍ ښکلا ځاې نشي نیوی، دارنګه د واقعي نړۍ ښکلا هم د هنري ښکلا ځاې نشي نیولی ، خو د ژوندۍ ښکلا د غبرګه ولو هنر له دې امله د پام وړ دی، چې ښکلا پېژندنی ته استیتکس ارزښت ورکوي او نندارچیانو ته د فکر کولو وس هم ورکولی شي.
) کنث مک ګوین او ویلیام….طلایي تیاتر ۲۷۴ مخ[1]
) شعر ژبه او ادب ۲۱۳ مخ[2]
) محب، محب الرحمان، ښکلا ۲۵ مخ[3]
) د ډرامې تاریخ او فن ۴۴-۴۳ مخونه[4]
) همدغه اثر ۴ مخ[5]