جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهقطر په کندهار کې ۴۰۰ بستري روغتون جوړوي

قطر په کندهار کې ۴۰۰ بستري روغتون جوړوي

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۲ مه) قطر چیریټي (QC) د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره و یادښت لاسلیک کړ چې له مخې به یې دا مرستندویه موسسه په کندهار کې د ښځو او ماشومانو لپاره یو عصري ۴۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي. د دې روغتون لګښت د قطر پرمختیايي صندوق (QFFD) ورکوي.

دا یادښت د عامې روغتیا وزارت په مرکزي دفتر کې په یو لړ رسمي مراسمو کې لاسلیک شو، چې پکې د افغانستان د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي، په کابل کې د قطر د دولت د سفارت سرپرست چاربار، میردف بن علي القاشوطي، او د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) ګڼ شمېر استازو ګډون کړی وو.

د قطر له لوري دا یاښت د افغانستان د دفتر رئیس، منیم شاه، لاسلیک کړ، او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا مرستیال وزیر، ډاکټر محمد حسن غیاثي، لاسلیک کړ.

د قطر چیریټي هوډ لري چې یو بشپړ ډول مجهز او تخصصي روغتون جوړ کړي، چې ۴۰۰ بسترونه به لري او د مور او ماشوم روغتیايي خدماتو تر څنګ به د داخله طب خدمتونه هم وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب