جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد م.م. چارواکي د افغانستان وروستۍ زلزله په کړکېچ کې بل کړکېج...

د م.م. چارواکي د افغانستان وروستۍ زلزله په کړکېچ کې بل کړکېج وبلله

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۱ مه) ملګرو ملتونو د سې‌شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ مرګونې او ویجاړوونکې زلزله په داسي وخت کې شوې چې دا هېواد له څو اړخیزو کړکېچونو سره لاس و ګرېوان دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکي، اندریکا راتواتې، وویل چې د مړو او ټپیانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.

هغه زیاته کړه: «که موږ شمېرې، لرې پرتې سیمې او جغرافیه چې ډېره ستونزمنه او لیرې ده، په پام کې ونیسو، ښایي د اغېزمنو خلکو شمېر سلګونو زرو ته ورسېږي. تر اوسه موږ پوهېږو چې شاوخوا ۱۲ زره کسان په دغو ولایتونو کې نېغ په نېغه اغېزمن شوي دي. او که ټول نفوس ته وګورئ، نژدې درې میلیونه کسان په دغو ولایتونو کې اوسي. نو، که څه هم سیمې لېرې پرتې دي، خو نفوس یې هم ډېر دی.»

راتواتې د ملګرو ملتونو د جنیوا دفتر یوې انلاین خبري غونډې ته وویل چې د ارزونې ۲۰ بیړنۍ ډلې یې اغېزمنو سیمو ته استولي دي.

هغه زیاته کړه: «خو تر ټولو لویه ستونزه دغو لرې پرتو سیمو ته د رسېدو ده، ځکه چې سړکونه سخت زیانمن شوی. موږ هیلیکوپترونو ته اړتیا لرو، ځکه عادي الوتکې د دې کار وس نه لري. حکومت درې هیلیکوپترونه په پرله پسې ډول کاروي ترڅو ټپیان انتقال کړي، د لټون او ژغورنې ډلې او طبي ډلې ځای پر ځای شوي. موږ د افغانستان د ملي پېښو د مدیریت له ادارې او اړوندو وزارتونو سره نژدې همغږي لرو ترڅو ګډ غبرګون برابر کړو.»

هغه د اغېزمنو خلکو سمدستي اړتیاوې داسې وښودې: «فوري موقتي استوګنځایونه، خوراکي مواد، د خوړو مرستې او تر ټولو مهم طبي مرستې لکه د ورید له لارې محلولونه، مالګې، پټۍ او نور تجهیزات چې د ټپیانو درملنه پرې وشي.»

راتواتې پراخ وضعیت داسې بیان کړ: «دا یو کړکېچ په بل کړکېچ کې دی. یوازې سږکال له ایران او پاکستان څخه تر ۱٫۷ میلیونه ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. همداراز سږکال ډېر کن ورښتونه شوي او وچکالۍ ډېره ده چې د نفوس ۷۰ سلنه یې اغېزمنه کړې. پر دې سربېره، د بشري او بنسټیزو مرستو پروګرامونه له سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي. نو زلزله په داسې وخت کې راغله چې زیانمنې ټولنې به له لا زیاتو فشارونو او زیانونو سره مخامخ شي.»

هغه د مالي وضعیت په اړه خبرداری ورکړ: «د افغانستان د بشري غبرګون پلان د سپتمبر تر میاشتې یوازې ۲۸ سلنه تمویل شوی دی. دا وضعیت ډېر خراب دی.»

د موقت حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې‌شنبې په ورځ وویل چې د زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۴۰۰ کسانو اوښتی دی.

په څلورو ختیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۲۵۱ تنه ټپیان شوي او زلزلې تر ۸۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي دي. افغاني سره میاشت ټولنې ویلي، ګڼ نور کسان لا هم تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې عملیات روان دي.

تر ټولو په سخت زیانمن شوي کونړ ولایت کې ۱۴۱۱ تنه مړه شوي، ۳۱۲۴ تنه ټپیان شوي او ۵۴۱۲ کورونه وران شوي دي.

د مړو شمېر ښایي لا هم زیات شي ځکه چارواکي د ننګرهار، لغمان او پنجشیر ولایتونو مالومات شریکوي.

دا په جګړه ځپلي افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته درېیمه لویه زلزله ده.

لومړۍ سخته او مرګونې زلزله په پکتیکا کې وشوه او په بل کال یې په هرات کې پر له پسې سختې او ویجاړوونکې زلزلې وشوې.

 په وروستۍ یوه لسیزه کې د افغانستان سختې زلزلې

۲۰۲۵ اګست ۲۰: ۶.۰ درجې زلزلې د کونړ ختیځ ولایت ولړزاوه، تر ۸۰۰ زیات کسان یې ووژل او تر ۲۰۰۰ زیات یې ټپیان کړل او سلګونه کورونه او ودانۍ یې ورانې کړې.

۲۰۲۳:د اکتوبر ۷:  ۶.۳ درجې زلزلې او پرله‌پسې ټکانونو په هرات ولایت کې تر ۲۰۰۰ زیات کسان ووژل او تر ۹۰۰۰ زیات یې ټپیان کړل. دا زلزله په وروستیو کلونو کې د هېواد تر ټولو له خونړۍ پېښو څخه وه.

۲۰۲۳ د مارج ۲۱: ۶.۵ درجې زلزلې بدخشان ولایت ولړزاوه، چې لږ تر لږه ۱۳ کسان یې په افغانستان او پاکستان کې ووژل شول.

۲۰۲۲د سپټمبر ۵:  لږ تر لږه ۸ کسان په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله ووژل شول او لسګونه کورونه ونړېدل.

۲۰۲۲ جون ۲۲:  یوه کم‌عمقه، ۶.۱ درجې زلزله په پکتیکا، پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې وشوه چې لږ تر لږه ۱۰۳۶ کسان یې ووژل او زرګونه کورونه یې ونړول.

۲۰۲۲جنوري ۱۷:  ۵.۹ درجې کم‌عمقه زلزله په بادغیس ولایت کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل.

۲۰۱۵اکتوبر۲۶: ۷.۵ درجې زلزله چې د هېواد په تاریخ کې له سختو زلزلو څخه وه، ۳۹۹ کسان په افغانستان، پاکستان او هندوستان کې ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب