تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۱ مه) نن یوې بلې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر ۵٫۲ درجې و، د افغانستان ختیځ ولړزاوه. په دې سیمه کې لا هم د هغې سختې زلزلې د مرګ ژوبلو لټون روان دی چې د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ په نیمه شپه کې وشوه او لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د زلزله پېژندنې د ادارو پر اساس، د نننۍ زلزلې مرکز هغې سیمې نژدې و، چې د پرونۍ زلزله مرکز و.
د کونړ ولایت د پېښو د مدیریت ویاند احسانالله احسان فرانس پرېس اژانس (AFP) ته وویل: «زلزله د کونړ ولایت په هماغو سیمو کې احساس شوه چې د لومړۍ زلزلې پر مهال زیانمنې شوې وې. په سیمه کې زلزلې پرلهپسې روانې دي، خو تر اوسه یې مرګژوبله نه ده اړولې.»
د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې د سېشنبې په ورځ ناوخته دا زلزله ثبت کړې ده.
د یکشنبې د زلزلې د قربانیانو شمېر په پرلهپسې ډول زیات شوی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د سېشنبې په ورځ وویل چې یوازې په کونړ کې ۱۴۱۱ تنه مړه شوي او ۳۱۲۴ نور ټپیان دي، چې له دې سره دا زلزله د وروستیو څو لسیزو تر ټولو په وژونکې زلزلې بدلوي.
په ګاونډي ننګرهار ولایت کې هم لږ تر لږه یوولس تنه مړه شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
افغانستان د نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه دی. له هغه وخت راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، نړیواله مرسته کمه شوې ده او له دې سره د طبیعي پېښو په وړاندې د افغانستان د غبرګون وړتیا کمه شوې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکي، اندریکا راتواتې، وویل چې ویجاړۍ ښایي «سلګونه زره» کسان اغېزمن کړي.
ژغورونکي شپه او ورځ د کونړ د کورونو له کنډوالو څخه د پاتې شوو کسانو په لټه کې دي. د حکومت ویاند، حمدالله فطرت، په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې په دغه ولایت کې تر ۵۴۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې ډېرې سختو زیانمن شویو سیمو ته لا هم د سړک له لارې تګ نه شي کېدای، خو د بیړنيو مرستو مرکزونه جوړېږي او څو هېوادونو د مرستې ژمنې کړي دي.
اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې ۱۳۰ ټنه بیړني توکي لېږي او د زلزلې د قربانیانو لپاره به یو میلیون یورو (۱٫۲ میلیون ډالره) مرسته وکړي.
د اروپايي ټولنه د افغانستان لپاره د مرستو له لویو تمویل کوونکو څخه ده، ځکه چې د امریکا متحدو ایالتونو — چې پخوا یې له افغانستان سره تر ټولو ډېره مرسته کوله — له هغه وخت راکمې کړې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې دنده پیل کړه.
د مرستو د کمېدو له امله د زلزلې پر وړاندې د اقداماتو د خنډ خطر شته، ځکه افغانستان له څو لسیزو جګړو وروسته د نړۍ له سترو بشري کړکېچونو سره مخامخ دی.
د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې وویل: «د اړتیا کچه له اوسنیو سرچینو څخه ډېره لوړه ده.» دوی زیاته کړه چې د تمویل کمښت د بشري الوتنو په خدمتونو هم اغېز کړی، «او دا لرې پرتو ټولنو ته د رسېدو توان محدودوي.»
بیړني کارکوونکي سختو غرنیو سیمو ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخامخ دي، او کلیوالو هم د ژغورنې په هڅو کې ګډون کړی، هغوی، چې وسایل نه لري، په خپلو لاسونو د خټینو او ډبرینو کورونو له کنډوالو خاورې لرې کوي.
۲۶ کلن عبیدالله ستومان چې د خپل یوه ملګري د لټون لپاره د «وادیر» کلي ته تللی و، د ویجاړۍ پر زیاتوالي حیران شوی و.
هغه فرانس پرېس ته وویل: «زه دلته د هغه په لټه کې یم، خو تر اوسه مې ونه موند. زما لپاره ډېر سخته وه چې دلته وضعیت ووینم. یوازې کنډوالې پاتې دي.»
مړي، چې ماشومان هم پکې شامل وو، د کلیوالو له خوا په سپینو کفنونو کې تاو شول، د جنازې لمونځونه یې وشول او بیا یې خاورو ته وسپارل.