Homeخبرونهد کونړ زلزله ځپلو ته د مرستو راټولو لپاره کرېکټ سیالي کېږي

د کونړ زلزله ځپلو ته د مرستو راټولو لپاره کرېکټ سیالي کېږي

تاند (سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۱مه) افغان کرېکټ بورډ وایي، د کونړ ولایت د زلزله ځپلو د مرستې او لاسنیوي په موخه د ملي اتلانو ترمنځ یوه خیریه شل اوریزه لوبه ترسره کېږي.

کرېکټ بورډ زیاته کړې، چې دغه سیالي به د جمعې په ورځ د ماسپښین ۲:۳۰ بجې د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

سرچینه زیاتوي، د ټکټونو او مالي ملاتړو له لارې ټول ترلاسه شوي عواید به په بشپړه توګه د کونړ له زلزله ځپلو هېوادوالو سره شریک شي.

کرېکټ بورډ د کرېکټ له ټولو مینه والو، شتمنو هېوادوالو، سوداګرو او صنعت کارانو غوښتي، چې د خپلو مالي ملاتړو او مرستو په وسیله د خپلو دردمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...