جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد طالبانو امر بالمعروف تر دې وروسته په ښارونو کې معذوره او...

د طالبانو امر بالمعروف تر دې وروسته په ښارونو کې معذوره او لېونیان نیسي

تاند(سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۱مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس د دې ډلې د امر بالمعروف یوه خبرتیاخپره کړې، چې په کې لیکلي، تر دې وروسته په ښارونو کې معذوره کسان ( لېونیان که ښځینه وي یا نارینه ) نیسي.

په خبرتیا کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د دوی مشر هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې عملي کېږی او موخه یې د ټولنې د معذورو ( لیونیان، نارینه وي که ښځینه) وګړو د ساتنې او د هغوی د سمه درملنه کول دي.

په خبرتیا کې راغلي، چې: «له دې لارې د یوې سالمې او ارامې ټولنې رامنځته کولو په موخه د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ته دنده سپارل شوې، تر څو په کابل ښار او د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې که هر ځای لیوني وګړي (نارینه او یا ښځینه) پیدا شي، هغوی ونیسي او د درملنې او پالنې په موخه یې سرې میاشتې ریاستونو ته وسپاري.»

نیول شوي کسان به سرې میاشتې ته د درملنې لپاره ورکول کېږي.

په خبرتیا کې له ټولو درنو هېوادوالو غوښتنه شوې، چې په خپلو سیمو، ښارونو او کلو کې کوم لیونی (نارینه یا ښځینه) وګوري، ژر تر ژره دې طالبانو ته خبر ورکړي.

همداراز د سرې میاشتې اړوند ټول ریاستونه مکلف شوي چې د دغو ناروغانو په درملنه، بستر او پاملرنه کې جدي هڅې وکړي.

1 COMMENT

  1. پاچهی ئې پلاس کی ده خو ادبیات ئی صفر دی.
    لیونیان! څه مانا؟
    ذهنی یا عصبی ناروغان باید وبلل شی.
    بله دا چی لوموړی باید د امر باالمعروف دا خېټور او خُوټَوَر مامورین او بیا خپله هایبتولا اکونداده مرستون ته ولیږل شی، اصل معیوبین همدا د خرې زامن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب