جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏اروپایي اتحادیې؛ افغانستان کې له زلزله ځپلو سره یو میلیون یورو مرسته...

‏اروپایي اتحادیې؛ افغانستان کې له زلزله ځپلو سره یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه

تاند(سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۱مه) اروپايي اتحادیې اعلان کړی چې یو میلیون یورو یې د خپلو بېړنیو بشردوستانه مرستو له بودیجې د افغانستان د ختیځ زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه ځانګړې کړې دې.

یادې اتحادیې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پیسې به هغو بشردوستانه بنسټونو ته ورکړل شي چې، عملاً په اغېزمن شویو سیمو کې د ژغورنې پر عملیاتو بوخت دي.

دې اتحادیې ویلي، سربېره پر دې شاوخوا ۱۳۰۰ مټریک ټنه بشردوستانه لومړنۍ مرستې چې، په کې خېمې، د سرپناه توکي، جامې، طبي وسایل او د څښاک پاکو اوبو د تصفیې وسایل شامل دي د مرستې په موخه اغېزمنو سیمو ته ولېږدوي.

اروپايي اتحادیې زیاته کړې چې لومړنۍ بشردوستانه مرستې به د همدې اوونۍ په وروستیو کې په دوو الوتنو کې کابل ته ورسوي.

د دوشنبې شپې د زورورې زلزلې له امله د کونړ په نورګل، څوکۍ، ماڼوګي، وټه پور، چپې درې ولسوالیو او مرکز اسعداباد کې د طالبانو د مالوماتو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۱۱ کسان مړه او ۳۱۲۴ نور ټپیان شوي دي.

تازه څو شېبې وړاندې هم ختیځ یوځل بیا د زلزلې ټکانونو ولړزوه.

له کونړه په خپرو شویو ویډیوګانو کې هلته مرستندویان وایي ښایي دې ټکان هم زیانونه اړولي وي، خو لا یې په اړه جزیات نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب