لیکوال: محمد خالد وردګ
لاس انجلیس – کلیفورنیا
کله چې په کونړ کې زلزله راغله، د سلګونو کورنیو ژوند یې په یوه شېبه کې ویجاړ کړ. د سړکونو بندښت او سختو غرنیو سیمو ته د ژغورنې ټیمونو نهرسېدو، هوايي مرسته یوه حیاتي اړتیا وګرځوله. خو د ژغورنې لپاره اړین چورلکې (هلیکوپټرونه) نه ول. ولې؟ ځکه دا وسایل نور زموږ په واک کې نه دي؛ هغوی له افغانستانه وتښتول شول او د پردیو په ملکونو کې بند پاتې دي. د جمهوریت له سقوط سره، یواځې یو نظام نه، بلکې د ملت یوه مهمه شتمني هم له لاسه ووتله. دا یوازې تېښته نه وه، بلکې د یو ملت د راتلونکي له ژغورنې سره یو ښکاره خیانت و.
د نظام سقوط، د شتمنۍ تښتول – ولې؟
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، کابل سقوط وکړ او جمهوریت پای ته ورسېد. دا یو تاریخي بدلون و، خو له دې بدلون سره یوه مهمه پوښتنه بېځوابه پاتې شوه: که جګړه پای ته رسېدلې وه، نو بیا ولې جنګي الوتکې او چورلکې له هېواده وایستل شول؟
دا وسایل باید له هماغې شېبې د ولس د خدمت لپاره نوي ماموریت ته داخل شوي وای – د زلزله ځپلو ژغورنه، د ناروغانو بیړنۍ انتقال، او د طبیعي پېښو پر مهال د مرستې رسونه. جګړه پای ته رسېدلې وه؛ دا وسایل نور د جګړې لپاره نه، بلکې د ژوند د ژغورنې لپاره اړین وو. خو له بدهمرغه، هغه کسان چې د دې وسایلو د ساتنې مسؤل وو، پرېکړه وکړه چې دا له هېواده وباسي. دوی خپل خوندیتوب غوره وګاڼه، او د ملت اړتیاوې قرباني شوې.
دا وسایل د چا ملکیت وو؟
دغه ۴۶ الوتکې او چورلکې – چې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالر ارزښت یې درلود – د هېچا شخصي ملکیت نه و. دا وسایل د افغانانو د مالیاتو، قربانیو، او نړیوالو مرستو له لارې برابر شوي وو. دا د ملت شتمني وه، د ټولو افغانانو ګډه پانګه، چې باید د افغانستان د خلکو په ګټه پاتې شوې وای.
په ډېرو نورو هېوادونو کې، که حکومتونه ولوېږي هم، شتمني له هېواده نه وځي. شتمني پاتېږي، ځکه چې ملتونه پوهېږي: نظامونه بدلېږي، خو ملتونه پاتېږي.
یو ملت، دوه خیانتونه – کلتوري رنځ؟
ځینې دا عمل د ځان ژغورنې هڅه ګڼي، خو دا توجیه کمزورې ده. جګړه پای ته رسېدلې وه، او لسګونه زره افغانان – ښځې، ماشومان، او زاړه – د کابل له هوایي ډګره پرته له کومې شتمنۍ وتښتېدل. دوی خپل ژوندونه وژغورل، خو ملت ته وفادار پاتې شول. پیلوټان هم کولی شول ځانونه وژغوري، خو وسایل پر ځای پرېږدي.
دا عمل باید یوازې د یوه فرد تېروتنه ونه ګڼل شي، بلکې د یوه فرهنګي ستونزې نښه ده. لکه څنګه چې په ۱۹۹۰ کال کې، د شهید ډاکتر نجیبالله د واکمنۍ پر مهال د وخت د دفاع وزیر شهنواز تڼي د ناکامې کودتا پر مهال د دفاع وزارت اسناد او امکانات له ځانه سره یووړل، دا هم یو ډول ورته خیانت و. هغه وخت هم دا عمل د وطنفروشي په نوم وپېژندل شو. دا کلتور چې شتمني د ملت نه، بلکې د فرد د خوندیتوب وسیله ګڼي، لا هم دوام لري.
پایله: یو دایمي زیان، پاتې شوې پوښتنې
نن، چې هېواد بیا له طبیعي افتونو سره مخ دی – زلزله، سېلاب، وچکالي – ولس له وسایلو تش دی. هغه وسایل چې باید د ولس د ژغورنې لپاره موجود وای، نور نهشته. ځکه هغه مهال چې ورته اړتیا وه، پرېښودل شول. دا یوازې یوه تېروتنه نه وه؛ دا یو ستر، تاریخي ظلم و، چې د ولس په حق کې وشو. دا دایمي نښه به تل پاتې وي.
تر هغې چې دا ذهنیت بدل نه شي – چې د نظام له سقوط سره دې شتمني هم چور شي – افغانستان به تل بېوسه وي. ملي شتمني باید د عقدې، وېري، یا سیاسي دښمنۍ پر اساس له هېواده ونهوځي. دا د ولس امانت دی، او باید د وطن تر ټولو مقدس میراث وپېژندل شي.
که دا فرهنګ پای ته ونهرسیږي، نو که سبا بل نظام هم ولوېږي، شتمني به بیا هم لوټېږي، او ولس به بیا، لکه نن، یوازې له حسرت نه لاسونه ماتوې.