جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد واورو او توپان له کبله د ازبکستان وارداتي برېښنا بیا پرچاو...

د واورو او توپان له کبله د ازبکستان وارداتي برېښنا بیا پرچاو شوې

تاند جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۶ مه) د واورو د یوې بلې څپې له پیلېدو وروسته د افغانستان برښنا شرکت پرون وویل چې د تخنیکي ستونزې له امله د ازبکستان وارداتي برېښنا یو ځل بیا پرې شوې ده.

د دې شرکت په وینا، د ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا مزی د د بغلان او سمنګان ولایتونو ترمنځ د تاشقرغان تنګي په سیمه کې پرې شوی دی.

د دې مزي د پرې کېدو له امله د سمنګان او بغلان د ولایتونو ځینې برخې، او همداراز پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان‌وردک، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونه له وارداتي برېښنا بې‌برخې شوي دي.

د افغانستاند برښنا شرکت ویلي چې د ستونزې د حل لپاره تخنیکي ټیمونه سیمې ته استول شوي، خو د سخت توپان له امله تر اوسه د ترمیم بهیر نه دی پیل شوی.

د شرکت په وینا، د هوا له ښه کېدو وروسته به د لاین د ترمیم چارې پیل شی.

د افغانستان برښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې تر هغې چې ستونزه بشپړه هواره شي، له کورنیو سرچینو تولید شوې برېښنا به وکارول شي. دغه شرکت خبرداری ورکړی چې د هوا د خرابوالي د دوام له امله ښايي د وارداتي برېښنا په بیا وصل کېدو وخت ولګېږي.

يه روان ژمي کې دا لږ تر لږه درېیم ځل دی چې د ازیکستان وازداتي برېښنا مزي پرې کېږي. عموماً توپان او تېزه سیلۍ د مزو د پرې کېدو سبب کېږي.

سږنی ژمی تر دې دمه د واورو د اورېدو له کبله په وروستیو څو کلونو کې کمیساری بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...