Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان د افغانستان له لارې له قزاقستان سره د سوداګري راکړې ورکړې...

پاکستان د افغانستان له لارې له قزاقستان سره د سوداګري راکړې ورکړې موافقه لاسلیک کړه

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۷ مه) پاکستان له قزاقستان سره د افغانستان له لارې د سوداګري راکړو ورکړو د پراختیا په باب موافقه لاسلیک کړه.

دا موافقه د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف او د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف له لوري لاسلیک شوه.

 د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف ویل چې د دې موافقې پر اساس به د سوداګریزو لارو دهلیز له بیلاروس څخه پیل او بیا له روسیې، قزاقستان، ازبکستان، افغانستان تېرېږي او پاکستان ته رسیږي.

د پاکستان صدراعظم هم وویل چې د دې موافقې پر اساس به پاکستان قزاقستان ته د خپل هېواد د ترانزیتي بنسټونو او بندري اسانتیاوو بشپړ امکانات برابر کړي،

شریف همداراز وویل: «په قزاقستان او پاکستان کې د انرژۍ لوی فرصتونه شته او زموږ همکاري به دوه اړخیزه ګټه ولري. د کلتور او معلوماتو په برخه کې هم ډېر بحثونه کیدای شي او دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې په دې برخو کې مهم فرصتونه ولري.»

پاکستان په داسي حال کې له قزاقستان سره د افغانستان له لارې تجارتي موافقه لاسلیکوي چې له افغانستان سره یې خپلې لارې له څلورو میاشتو راهیسې بندې دي او له دې کبله نه یوازې د دوو هیوادونو بلکې منځنۍ اسیا ته د پاکستان سوداګري په ټپه درېدلې ده.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي وړمه ورځ پټکه وکړه چې پاکستان د چین له لارې له منځنۍ اسیا سره راکړه ورکړه کوي.

ظاهراً پاکستان په دې توګه غواړي پر افغانستان فشار راولي تر څو غوښتنو ته یې غاړه کښېږدي.

پاکستان خپلې ترانزیتي لارې هم په همدې هدف بندې کړې چې وروسته د طالبانو حکومت هم پرېکړه وکړه چې له پاکستان سره به لارې تر هغو نه پرانیزي چې کلک ضمانت یې نه وي ورکړی چې بیا به په هیڅ نوم او پلمه خپلې لارې نه بندوي.

2 COMMENTS

  1. طالب حکومت باید د تورمخي دجال یهود نسله پنجابي په مخ ټولې لارې وتړي.تر څو دغه سوډر خپله منهوسه جوسه په هنداره کې وګوري. 👍

  2. په نړیواله سوداګرۍ (international Trade)کې، دوه اړخیزه او درې اړخیزه )(Trades)معاملې د هیوادونو ترمنځ رسمي تړونونه دي چې موخه یې د سوداګرۍ خنډونه، لکه تعرفې او کوټې کمول دي، ترڅو د توکو او خدماتو تبادله وهڅول شي. دا تړونونه اقتصادي ادغام اسانه کوي او ډیری وختونه د پانګونې ساتنې لپاره شرایط پکې شامل دي.
    دلته د دې اصطلاحاتو لنډیز دی چې معنی یې څه ده: پدې معنی چې که پاکستان د افغانستان له لارې له قزاقستان سره سوداګریز تړون لاسلیک کوي،نو پاکستان به افغانستان ته هم اجازه ورکوي چې د پاکستان له لارې له هند سره ورته سوداګري وکړي، د پاکستان ځانګړتیاوې دا دي، که تاسو لاس ورکړئ دوی به تاسو له مټ او مړوند څخه ونیسي.
    په نړیوالو سوداګریزو معاملو کې، آزاد تجارت او عادلانه تجارت شتون لري، پاکستان په يوه هم باور نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...