انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
«زه افغان نه یم، زه خراسانی یم؛ موږ خراسان غواړم»
دا جمله د کوم هویت اظهار نه دی؛ دا د یو سیاسي یرغل اعلان دی. دا د تاریخ لوستل نه دی، بلکې د تاریخ تحریف دی.
د «خراسان» تر نوم لاندې دلته یو فارس محوره، قوم پاله او استعماري فکر پټ دی، چې غواړي ځان او خپله هژموني د تمدن او فرهنگ په نوم پر نورو وتپي.
دا فارس محوره، انحصارگره قوم پاله کړۍ د ځان او د پښتنو په دریځ ښه پوهییږي. ددې پروژې اصلي ستونزه او موخه پښتانه نه دي؛ ستونزه هغه هزاره، ازبک، ترکمن او نور غیرپښتانه قومونه دي، چې د فارسي، تاجکي هژمونۍ او سلطې تر سیوري لاندې ژوند نه غواړي او ځانته افغان وایې.
ځکه نو دا شعارونه د یووالي لپاره یا د نورو قومونو سره د خواخوږۍ په پار نه، بلکې د تسلط او قدرت لپاره پورته کېږي.
که داسې نه وي٬ نو دوی ولې دا «وهم» د ملا برهان الدین رباني او احمد شاه مسعود د واکمنۍ پر مهال عملي نکړ؟ او ولې یې د شل کلن جمهوریت په دور کې چې نږدې ۸۵ سلنه د هیواد ټول واک ددوی په لاس کې و عملآ پر مخ یو نه وړ؟
یا ولې یې د طالبانو د لومړي حاکمیت پر مهال٬ هغه وخت چې ایران٬ روسیې٬ هندوستان٬ ازبکستان او تاجکستان ترې ملاتړ کاوه٬ خپل غږ پورته نه کړ.؟
دا خلک غواړي د ژبې، کلتور او تاریخ له لارې یو مصنوعي «ملت» جوړ کړي. غواړي د افغانستان له ځنو برخو، او د منځنۍ اسیا او ایران دخاورې له ځنو سیمو څخه خیالي سرحدونه رسم کړي او د یوې مړې حوزې لاش بېرته را ژوندی کړي.
دا سیاست نه دی، دا یوامپریالي وهم دی. دې ته ملي او هویتي مبارزه نه ویل کېږي؛ دا خالص ایدیالوژیک قومي فاشیزم دی.
دا د واقعیت پر وړاندې بغاوت دی٬ او پایله به یې هم د هر قوم پاله خیال په څېر وي: شرم، انزوا او ناکامي.
دا «پروژه» د ولسونو او قومونو پروژه نه ده؛ دا د څو فکري ورشکسته کسانو د هژمونۍ او سلطې خوب دی. او خوبونه، که پر خلکو وتپل شي، تل په کابوس بدلېږي.
دوی په دې توهم کې دي چې که پاکستان او ایران تجزیه کېږي، نو افغانستان هم باید د دوی د هژمونۍ تر چتر لاندې د تجزیې پر لور کش کړل شي.