پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد پاکستان دفاع وزیر د بلوچستان پراخ بریدونه هم له افغانستان سره...

د پاکستان دفاع وزیر د بلوچستان پراخ بریدونه هم له افغانستان سره وتړل

تاند (سې‌شنبه، سلواغې/ دلوې ۱۴ مه) د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو له بې سارو بریدونو وروسته د پاکستان دفاع وزیر ادعا وکړه چې د بېلتون غوښتونکو مشران په افغانستان کې دي.

پاکستان تر دې وړاندې افغان طالبان د ټي ټي پي په ملاتړ تورنول خو د بلوچو ازادي غوښتونکو د ملاتړ تور پر هند لګاوه. او تل بلوچو وسله والو ډلو ته د فتنه‌الهند کلمه کاروي.

د پاکستان دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ، د دلوې ۱۳مه، د خپل هیواد په پارلمان کې استازو ته د بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل، حکومت به هېچا ته اجازه ور نه کړي چې تاوتریخوالی د ازادۍ‌غوښتنې په نوم یا چوکاټ کې توجیه کړي.

خواجه آصف زیاته کړه چې په بلوچستان کې فعال وسلوال عناصر له بهرني ملاتړ څخه برخمن دي او ادعا یې وکړه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د دې ایالت د ناامنۍ په پارولو کې رول لري. د هغه په وینا، د دغو ډلو مشرتابه په عملي ډول په افغانستان کې دی او له هغه ځایه د وسله وال بریدونو ملاتړ کوي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بلوچ لیبرېشن ارمي) د دې ایالت په ۱۵ ښارونو کې د هممهاله او پراخو حملو مسولست منلي او ویلي یې دي چې په ترڅ کې یې د پاکستان “۸۴ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

خو د بلوچستان اعلی وزير میر سرفراز بوګټي ادعا کوي چې امنيتي ځواکونو په تېرو نژدې دوو ورځو کې د دې ایالت په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو او جګړو پر مهال ۱۴۵مشکوک وسله وال وژلي دي.

ښاغلي بګټي د دوشنبې په ورځ په کوټه کې خبریالانو ته وويل، په تېرو ۴۰ ساعتونو کې له وسله والو سره په نښتو کې ۱۷ امنيتي سرتېري هم وژل شوي دي.

دا په داسي حال کې ده په بلوچستان کې له خونړیو بریدونو وروسته په دې ایالت کې انټرنیټي او ټلیفوني خدمتونه په بشپړ ډول پرچاو دي. یو شمېر سیمه ییز خبریالان وايي، په مرکز کویټه کې ګرځبندیز نافذ شوی او هیچاته له کورونو د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.

همداراز پوځ او نور امنیتي ځواکونه د تیارسي په حالت کې دي.

خواجه اصف پارلمان ته وویل چې بلوچستان له جغرافیایي پلوه د پاکستان تر ټولو لوی ایالت دی او د امنیت ټینګښت پکې د هېواد د نورو ګڼ مېشتو سیمو پرتله ډېر ستونزمن دی.

1 COMMENT

  1. ښاغلیه تاسې تل د پاکستان داخالۍ ټولنيز نا ارامې ياپه افغانستان کې لټوۍ او يا په هند کې حال داچې دا نا امنې د پاکستان له جوړښت او له ظلم سره تړلې چۍ د پاکستان له جوړښته را نیولی تر اوسه پوري بیله وقفې په بلوڅو او پښتنو باندې روانه ده. ښاغلیه ته ولې په د انکار کوې چی دا دواړه ملتونه د خپل حق او ازادې لپاره مبارزه کوې او نه غواړې چۍ ستا تر دکتاتورې سیستم لاندۍ ژوند وکړي.
    دا غورزنګ به کاميابیږې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...