پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههند افغانستان ته مالي مرستې زیاتې کړي خو بنګله دېش ته کمې...

هند افغانستان ته مالي مرستې زیاتې کړي خو بنګله دېش ته کمې کړي

تاند (سې شنبه، د سلواغېږ دلوې ۱۴ مه) هند په داسي حال کې چې بنګله دې ته خپلې مرستې کمې کړي، افغانستان او د سیمې څو نورو هیوادونو ته یې زیاتې کړي دي.

دې هیواد په خپله نوې مالي بودجه کې د افغانستان لپاره یو نیم میلیارد هندي روپۍ (کابو ۱۶ نیم میلیون ډالر) مرسته ځانګړې کړې ده.

د هند د حکومت د بودجې سند ښيي چې دې هېواد افغانستان ته خپلې بشري مرستې د تېر کال پرتله لږ څه زیاتې کړې دي، خو دا اندازه د هغو مرستو پرتله ډېره کمه ده چې نوي‌ډیلي د افغانستان پخواني حکومت ته ورکولې.

په ۲۰۲۵ مالي کال کې افغانستان ته د هند د مرستو اندازه شاوخوا ۱۰۰ کروړه روپۍ (نژدې ۱۱ میلیون ډالره) وه.

د هند تر ټولو ډېرې مرستې د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو ته ځانګړې شوې دي، لکه بوټان او سریلانکا، چې له هند سره ښې اړیکې لري. د بودجې په سند کې لیدل کېږي چې هند ځینو دغو هېوادونو ته خپلې مرستې زیاتې کړې دي.

د هند د ۲۰۲۶- ۲۷ مالي کال په بودجه کې بنګله دېش ته د هند مرستې ۵۰ سلنه کمې شوي او ۶۰ کروړ روپیو ته راټیټې شوي، نیپال ته ۸۰۰ کروړ روپۍ، سریلانکا ته ۴۰۰ کروړ روپۍ او منګولیا ته ۲۵ کروړ روپۍ په پام کې نیول شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د هند د مرستو زیاتوالی د نوي‌ډیلي او طالبانو ترمنځ د اړیکو له تودېدو سره نژدې تړاو لري. د هند او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ترمنځ اړیکې کال په کال ښه شوي دي.

هند نه یوازې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ طالبانو ته سپارلې دي، بلکې په وروستیو میاشتو کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او عامې روغتیا وزیرانو کوربه‌توب هم کړی دی.

همداراز هند په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیستی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته تود هرکلی د دې ښکارندوی دی چې هند غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي؛ هغه اړیکې چې اسلام‌اباد یې حساس کړی او له دې کبله هند او طالبان په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو په ملاتړ تور تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...