پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې

هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې

تاند – له نن څخه یو کال پخوا د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۶ مه د هند نامتو سندرغاړې لتا منګیشکر (د فبرورۍ ۶ مه) د ۹۲ کلونو په عمر په مومبی کې مړه شوه.

لتا منګېشکر په ۱۸۴۲ م کال په دیارلس کلنۍ کې په سندرو ویلو پیل وکړ او په خپل ژوند کې یې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې وویلې.

لتا منګېشکر، چې د هند د بُلبلې او د میلوډي ملکه په شان لقبونه ورکړل شوی و، د هند موسیقۍ ته د خدمت په خاطر ډېره ستایل کېده او نه یوازې په هند بلکې په نورو هیوادونو کې هم ګڼ میډالونه ورکړل شوي وو. لتا په یوه هنرمنده کورنۍ کې ستره شوې او موسیقي یې له پنځه کلنۍ څخه د خپل پلار پنډټ دینا نات څخه زده کړه.

دا د ۱۹۲۹ م کال د سپټمبر په ۲۸ نېټه مدهیاپردېش کې زېږېدلې. د دې پلار دینانات منګېشکر د کلاسیکي موسیقۍ سندرغاړی او د تیاتر لوبغاړی و. مور یې شیوانتي، چې د دینانات دوهمه رمن وه، د ګوجرات اوسېدونکې وه.

هغې په ۱۹۴۲ کې د خپل پلار له مړینې وروسته د خور او ورور مسولیت په غاړه واخیست او له هماغه کال یې لومړي ځل لپاره یو فلم ته سندره وویله، که څه هم چې هغه وخت د پاملرنې وړ نه شوه، خو څو کاله وروسته د هغې غږ په هندي فلمونو کې یو د خورا محبوبو آوازونو څخه شو.

لتا مګېشکر له څه مودې راهیسې ناروغه وه او د مومبی په “ممبای بریج” روغتون کې بستري وه.

د میرمن منګشیکر حالت وروسته له هغې خراب شو چې د جنورۍ میاشتې په ۱۱ د درملنې او روغتیایي څارنې لپاره د ممبای بریج روغتون ته انتقال شوه او ډاکترانو وموندله چې هغه په کوویډ۱۹ ناروغۍ او سینه‌بغل اخته ده.

میرمن منګشیکر، د خطرناک روغتیایي وضعیت په خاطر ۲۰ ورځې د ځانګړې څارنې په څانګه کې د مصنوعي ساه له دستګاه یا ونتیلاتور سره وصل وه، خو د یو څه ښه کیدو وروسته د ډاکترانو په سپارښتنه د مصنوعي ساه له دستګاه لرې شوه.

لتا منګیشکر په هندي فلمونو کې په خپل جادویي غږ د هند، افغانستان او یو شمیر ګاونډیو هیوادونو د خلکو کورونو ته لاره وموندله او د څه دپاسه ۱۰۰۰ هندي فلمونو لپاره یې سندرې ویلې دي. دې د عمر تر پایه واده ونه کړ.

د هند صدراعظم او ګڼو هندي سیاستوالو او مخکښو هنروالو د لتا منګېشکر مړینه داسې لویه ضایعه وبلله چې جبرانېدای نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب