شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپر افغانستان انټرنشنل تلویزون د امیرجان صبوري ضمني اعتراض

پر افغانستان انټرنشنل تلویزون د امیرجان صبوري ضمني اعتراض

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۱۷ مه) د افغانستان یوه مشهور هنرمن امیرجان صبوري پرته له دې چې د افغانستان انټرنشنل تلویزون نوم په مشخص ډول واخلي، ور څخه غوښتي، چې د ده په اړه د یوه خپور کړي خبر له امله بښنه وغواړي.

هغه په یوه ویډیويي پيغام کې د یاد شوي تلویزون هغو خپرونو ته اشاره کړې، چې روانه اوونۍ یې په پرله پسې ډول په ازبکستان کې د طالبانو د سرپرست سفیر د کار د پيل په غونډه کې د صبوري د ادعا شوي حضور په اړه درلود.

دغه تلویزون ادعا لرله، چې صبوري د طالب سفیر د معرفۍ مراسمو ته ورغلی او دی باید روښانه کړي چې ولې د طالبانو خواخوږی شوی؟

صبوري بیا په یوه ویډیويي پيغام کې وویل، چې دی د طالب سفیر لپاره نه؛ بلکې له جمهوري نظام څخه د پاتې شوي افغان سفیر د مخه ښې مراسمو ته ورغلی و.

د ده په وینا، دی لکه پخوا پر فرهنګ او هنر مېن و او دې مینې ته به دوام ورکړي.

افغانستان انټرنشنل تلویزون د صبوري غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو صبوري دې ته په کتو چې پر ټولنیزو رسنیو یې په اړه توندې تبصرې شوې وې وایي پوهیږي چې د یوه ناسم خبر خپرېدو یې مینه وال خواشیني کړي.

1 COMMENT

  1. زه د طالب جان او صبوری جان طرفدار نه یم بلکه پدی باور یم چی افغانستان انټرنشنل تلویزیون یو منافق او مزدور او شرّ اچوونکی تلویزیون دی. دا تلویزیون یا د سعودی د حکومت یا اسرائیلو یا امریکائیانو په مالی او سیاسی مرسته چلیږی خو په درو واړو حالاتو کی به ئی د طالب سره مخالفت یوه غولوونکی سناریو وی. ( آیا افغاننستان انټرنشنل او د هغوی تمویل کوونکی سترګی نه نلری ووینی چی طالب د چا پواسطه د قدت پر ګډی کښینول سو؟).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب