یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد ملا هبت الله د فرمانونو په نه عملي کېدو د طالبانو...

د ملا هبت الله د فرمانونو په نه عملي کېدو د طالبانو د منتقدانو نیوکې

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۱۷ مه) د طالبانو د رژیم یو شمېر منتقدانو د هغه څه له امله چې دوی یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمانونو نه عملي کیدل ګڼي، پر دغه رژیم نیوکې کړي او ځینې بېلګې یې یادې کړي.

دوی دې ته په اشارې سره چې د طالبانو رژیم د ازبکستان لپاره د خپل یوه وزیر شېخ شهاب الدین دلاور زوی مغفورالله شهاب د سرپرست سفیر په توګه ټاکلی او دغه راز هغو ادعاوو ته په کتو سره چې ویل کیږي د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل مظلوم په کندهار کې د هدیرې د ځمکې د غصب هڅه کوي، توندې نیوکې کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده په جلا- جلا فرمانونو کې امر کړی و چې د طالبانو د چارواکو زامن باید له دولتي دندو لیرې شي.

د طالبانو منتقدان بیا د یو شمېر چارواکو د زامنو او خپلوانو نوملړ خپروي چې ښيي په یو شمېر ادارو کې پر مهمو دندو کار کوي او لا د داسې ګومارنو لړۍ روانه ده.

د طالبانو ویاندویانو د خپلو منتقدانو دغو تورونو او ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ویلي چې د دوی د مشر ټول فرمانونه ورته مهم دي او په قاطعیت سره عملي کیږي.

5 COMMENTS

  1. ای کاش چی د ملایانو تحصیل کپی زامنو ته دولت وسإارل شي او پلرونه یط چین ته په علم پسې ولاړ شي.

  2. نو د هیبت ځناور اورته وغیم سي دده نه جوسه چا لیدلې او نه سومبۍ او بیا په کندهار کې دده تر ږیره لاندي دده پیروان په هدیرو کې ماڼۍ جوړوي . که دی رښتیا دومره زورور وي بیا یې ولي څوک فرمان نه مني ؟😡

  3. کندهاريانو دا معجوزه را وباسي او خلکو ته ور ښکاره کړی، دا مو څه بلا ساتلي چي نه نر، نه ښخه او نه يي کوم بل حيوان ته ورتهوالی معلوم ده چي موږ په دي پوه شو او دده د لار ښووني مراعات و کړو .

  4. اول خو د ملا غائب په نوم دا کاذب رهبر اصلا نشته ، په دې نوم د ملا آی اس آی له خوا افغانستان ته وایسرا یا ګورنر ټاکل کیږي او یوڅه موده کار کوی ، چې که موفق نه وو ، پرځای یې بل کرنیل یا جرنیل ټاکل کیږي . دا ډول کرنیلان او جرنیلان د افغانستان د پرمختګ ، یوالي او نېکمرغۍ کاملا مخالف کسان دي .
    له همدې امله د ویناوو په وخت کې نور کسان د هغوی تمثیل کوي او خپل مقعد حاضرینو ته ورښیي.
    که د ملا شهاب الدین زوی رښتیا په ازبکستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر ټاکل شوی وی ، دا به نست نورو ملایانو ته یو بهتره عمل وي . ملا شهاب نسبتا نرم او معتدل انسان دی ، حتما به یې پرزامنو عصري زده کړې کړي وي . چې دا یو مثبت ګام دی .

  5. زموږ د فقهې له مخې که يو څوک د امام اواز په لمانځه کې نه اوري، نو دا پيروي (اقتداء) درسته نه ده، بلکې ښه دا ده چې بله جمع (جماعت) دې وکړي، نو د يو سياسي نظام او حکومت لپاره خو مشرتابه بايد د خلکو له لورې تعيين او د ټولنې په مينځ کې وي. وخت ناوخت د تلويزيون په پرده راښکاره کيږي او د خلکو تګ راتګ ورته اسان وي. نوم د شريعت دی، خو نه پوهېږم چې نه ټاکنې شوي وي او نه له چا ټولپوښتنه شوې او سړی راته د اميرالمؤمنين په توګه ټاکل شوی. زه خو هېڅ د قناعت وړ دليل ځانته نه ګورم، نو نه پوړهېږم بس ي،ازې د نجونو د زده کړو مخه نيول او مېرمنې د يو مناسب چاپيريال جوړولو په پلمه په کور کېنول شوي او شريعت مکنل تطبيق شوی دی.
    راشده خلفاء خو له چا پټ نه ول، نو دې ولې ځان پټ کړی دی؟
    ايا همدا پټېدنه يې د شريعت خلاف نه دی؟
    قضاوت يې ستاسې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب