یکشنبه, مې 12, 2024
Home+وخت او زمونږ د شعوري او لاشعوري احساس اړیکه

وخت او زمونږ د شعوري او لاشعوري احساس اړیکه

خالد انسان
وخت د ښکارندو (پدېدو) څخه شعوري او یا لاشعوري احساس دی. چې پۀ شعوري درک کې مونږ داسې انګېرو چې وخت ډېر زیات کرار تېریږي او په لاشعوري احساس کې مونږ داسې فکر کوو چې وخت ژر تېریږي او یا زمونږ لپاره پۀ لاشعوري احساس کې وخت نشته او دغه مطلب چې د لاشعور لپاره هیڅ وخت نشته چېرته مې لوستی و او اوس بیخي په ډاډ ویلی شم چې د لاشعور او لاشعوریتوب لپاره ریښتیا هم وخت نشته.
دا خبر پ څو بېلګو کې ښ روښانه کېدای شي.
مثلاً که مونږ په یوې اور شوې اوسپنې ودریږو وخت زمونږ لپاره ډېر پۀ کرار تېرېږي، داسې چې زمونږ لپاره د نورو یو ساعت سم یو میاشت کېږي. دغه د وخت پۀ سخته یا کرار تېرېدل زمونږ په شعوري درک پورې تړاو لري. څومره چې مونږ په شعوري ډول د اوسپنې ګرموالی احساسوو؛ هغومره د وخت تېرېدل ستونزمنیږي. بله بېلګه د روژې د میاشتې یا د روژې ورځ هم کېدای شي. مونږ په عادي ډول د کال ۱۱ میاشتې ژر تېروو، ولې د روژې میاشت چې مونږ تر شعوري درک لرو، دومره اوږده شي چې یوه ورځ یې د کال د ۱۱ میاشتو برابر شي.
برعکس کله چې مونږ داسې یو ناشنا ځای ته ځو او یو دم مو پر داسې ښکلي ځای سترګې لګیږي، چې بې انتها ښکلی او زړۀ راښکونکی دی. مونږ یو ډؤل بې هوښه کېږو. یانې اړوند ښکلی ځای مونږ حیرانؤي دومره چې مونږ یو ډؤل عافله کېږو. د نړۍ څخه دې وخت کې زمونږ درک لاشعوري ؤي، نو ځکه وخت داسې تیریږي چې شونې ده لس ساعته او یا دولس ساعته لکه یو دقیقه داسې تېر شي. مونږ ته د وخت د تېز تګ پته هلته ولګېږي کله چې مونږ یو دم د نړۍ شعوري درک وکړو. لۀ هغې مخکې مونږ د عفلت(لاشعوري) پۀ وضعیت کې د وخت پۀ تېرېدو نۀ پوهېږو. د لاشعوریتوب پر وخت یا وخت تېز تېریږي او یا زمونږ لپاره پدغسې وضعیت کې وخت هیڅ نشته.
بل د لاشعوریت مثال خوب هم کېدای شي. مونږ چې کله ویده شو لۀ ځان نه ناخبره شو او هغه شعوري درک چې مونږ یې پۀ ویښه کوو ورک شي. د خوب پر مهال یواځینې وخت چې مونږ د وخت د تلو درک کوو هغه د خوب لیدلو وخت ده چې شعوري پدیده ده. نور که مونږ یو میاشت هم ویده شو د وخت پر تګ هیڅ نۀ پوهېږو. یو میاشت زمونږ لپاره هیڅ یا یؤه لحظه ده.
وروستی هېښونکی ټکی دا ده، چې د ساینس لنظره که یو انسان د جاذبې قوې او یا د وخت د حرکت د سرعت لۀ وجې د وخت د تلو بهیر کرار کړي، نو دا وخت د تېریدو لۀ وجې کوم بدني تغیرات چې د انسان بدن کې صورت نیسي د اړوند انسان بدن کې نۀ رامنځته کېږي.
لکه کله چې یو انسان د جاذبې د قوې د ډېر شدید تېزوالي لۀ وجې هغه دوه ساعته چې د نورو لپاره پنځوس کاله دي تېر کړي. د نوموړي انسان بدن هم د بل انسان پۀ مقابل کې صرف د دوه ساعتو بدلون تجربه کؤي. یو کلن ماشوم به یو پنځوس کلن شوی وي، ولې نوموړی انسان به هماغه ډؤل وي ځکه پۀ دوه ساعتو کې کوم داسې بدني تغیر نشو لیدلی چې حس یې کړو.
همدا ډؤل د شعوري او لاشعوري درک پر وخت هم ده. تاسو به لیدلي وي چې دوه کسانو پنځوس کلن ژوند کړی. یؤه ۵۰ کاله ستونزمن ژوند تېر کړی ده چې درک یې تر بشپړه شعوري وو او که پوښتنه تر وکړې دا ۵۰ کاله به پرې ډېر پۀ سخت تېر شؤي ؤي. برعکس دا بل کس چې ۵۰ کاله یې د بهترینو سهولیاتو ژوند کړی چې درک یې تر بشپړه لاشعوري وو او که پوښتنه تر وکړې نو درته به ووایي چې ډېره اسانه پرې تېر شوی چې حتا بیخي پرې پوه شوی هم نده.
دلته د پورته ساینټفیک مثال پتوګه دبدن د فزیکي تغیراتو حس هم کؤلای شو. د ۵۰ کاله ستونزمن ژوند کس زوړ او بیخي کمزوری ده، ولې دا بل لور ته چې کوم کس ده پۀ هغه هم ۵۰ کاله تېر شؤي، چې دا ۵۰ کاله نرم او خوشاله ول او درک یې هم ترې لاشعوري وو.
وینو چې د دې کس بدن ځوان او هغه د ۵۰ کلو فزیکي تغیرات د (د) بدن کې ندي راغلي. دا د شلو کلو ښکاري ولې هاغه بل غمځپلی کس سل کلن ښکاري، چې مونږ ښکاره وینو چې د وخت کرار یا تېز تګ ښکاره او حقیقي بڼه لري او خپل اغېز یې ښودلی.
نوټ: دا د وخت پۀ اړه زما خپل تاثر ده شونې ده سم وي یا ناسم وي. تاسو کولای شئ پوښتنې یا نیوکې مطر ح کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب