دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+کلیشه شوي لغتونه، عبارتونه او جملې| وحیدالله مومند

کلیشه شوي لغتونه، عبارتونه او جملې| وحیدالله مومند

هغه لغاتونه، عبارتونه او جملې، چې په تېر وخت کې نوي او جذاب و او اوس د ډېر کارېدو او تکرار په وجه یې جذابیت او نوی والی لمنځه تللی وي یا د یوه مفهوم په لېږد کې د یوې کلمې یا جملې تکرار د مختلفو کسانو لخوا ته کلیشه ویل کېږي.

په لیکنو کې کلیشه شوي عبارتونه یا جملې پر لوستونکي بدې لګېږي او د ستړیا احساس یې ډېروي.

په پښتو ادب کې داسې ډېر لغاتونه یا اصطلاحات شته چې سولېدلي، ډېر تکرار شوي، د خلکو په زړونو کېناستلي او تر اوسه یې په لیکلو کې تروج موندلی دی. که د کلیشې د ډولونو په اړه څېړنه وکړو، نـو په ډېرو برخو کې د ژوند ویل شوې پېښې د کلیشې نوم اخلي. پښتو تخلیقي ادب په اوسني وخت کې نوښت ته اړتیا لري، همدا نه تکرار او ژور فکر کول مو د کلام فصاحت او بلاغت ته اړ کوي، کله چې د یوې موضوع اصلي درک وپېژندل شو، دلته بیا توپیر رامنځته کېږي او ادبیات د کمیت له پلوه کیفیت ته مخه او وده کوي.

کلیشه شوي کلمات د یوې ژبې د زاړه هډوکي مثال لري، چې نور ترې د پیاوړي کېدو یا اوسېدو هیله نه وي او په کار ده، چې نوي څیزونه یې پر ځای وکارول شي، دا نه یوازې ادب بې کیفه کوي، بلکې د تخلیقي ادب هډوکي نور هم سستوي، پوده کوي یې او له پښو یې غورځوي. کله چې د لیکنې یا اصطلاحاتو ډېر تکرار رامنځته شي، په ځوانانو کې د نوښت ذوق لمنځه ځي او له ادب سره یې مخه ښې ته چمتو کوي او که چېرې نوي څیزونو ته مخه وشي، نه یوازې هر څه به پکې تجلا کوي، بلکې د ذوق د پراخېدو قدرت به هم تواتر پیدا کوي.

دلته مې ځینې کلمې، عبارتونه یا اصطلاحات ګډوډ راټول کړي، چې کلیشه شوي، او لیکوالانو ته یې د کم استعمال توصیه کوم.

کرغېړن

اشغال

له بده مرغه

په نتیجه کې

ډېر مهم فرصتونه

له لاسه ورکول

په ترڅ کې

پښتنې سترګې

د ازادۍ ناوې

د علم ډېوه

د سولې کوتره

د نظر غشی

ګلابي شونډې

نرګسي لېمې

قاتل نظر

د شفق جزیرې

سندریز ماښام

د شفق جام

زخمي وطن

میخانه

زموږ د وطن زړه

هوکې

په تکبر

په وینا

له نظره

زما په فکر

سرې سترګې

تر وروستي څاڅکي جنګېدل

زخمونو ته ملهم

سرې شونډې

اوږدې زلفې

اننګي

لامده باڼه

کږې وریځې

شړکنده باران

د یادونو سمندر

په غم کې ډوب

له امله

له بل لوري

په بله مانا

په پایله کې

په چټکتیا سره

لکه غر غوندې

د تيږې په شان

مات زړه

د مازدیګر لمر

د چینې غاړه

یوازیتوب

د زړه ټوټه

په کیسو کې د مفهوم کلیشې هم شته، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.

د واده په شپه شهيدېدل

د مظلوم برحق ثابتېدل او د انقلاب بریالي کېدل

په غریبه کورنۍ کې د اتل زېږېدل

د همسایه په لور مينېدل

برکلی

بې رحمانه وژنې، او داسې نورې ډېرې داسې کیسې شته، چې تکرار شوي، خوند یې له منځه تللی او لوستونکي یې په کمېدو دي.

له نومونو سره د ستاینومونو بې ّځایه تړل هم زموږ په لیکنو کې رواج شوي، چې ټول د عادت یا په ټولنه کې د ډېر تکرار له مخې د لیکوالانو په ذهن کې کېناستلي او د لیکلو پر وخت یې پر ذهن مغالبه کړې. لکه زموږ ځوانان د پخوانیو روایتونو پر اساس وایي، چې افغانستان پينځه زره کلن تاریخ لري، او کله چې د افغانستان په تړاو څه لیکي نو تل یې پکې غرونه دنګ وي، سیندونه څپاند وي، خاوره سپېڅلې وي، غازیان بریالي وي، یتیمان ژړانده وي، افغانان پکې د یوې کلمې ورونه وي، ظالم مات وي، پردي یرغلګر مات شوي وي، هېواد مو اباد وي، تاریخ له ویاړه ډک وي، ځوانان غیرتي وي، څېرې ناولې وي، ښځې شیطانې وي، ماشومان هوښیار وي، کروندې شنې وي، لوبې ګټلي وي، هیلې بدمرغې وي، بې زحمته راحت نه وي، شونډې چاودلې وي، هڅې کرغېړنې وي، دودونه ناوړه وي، بیرغ رپاند وي او غیره…

چې د دې جملو په لوستلو د یوه افغان عاطفي احساس تر اغېز لاندې راځي، خو په دې نه پـوهېږي چې دا ستاینومونه څومره حقیقت لري، بلکې یوازې یې له جذابیته خوند اخلي او دا ډول د خپلو احساساتي غوښتنو او ځان یا افغانانو ته د باتور لقب اخېستلو په موخه نور مختاړي، وروستاړي او ستاینومونه ورپورې تړي، دا ډول لیکنې ظاهري ښکلا لري، خو ډېرې بې مفهومه جملې دي، چې فکر کول پکې انسان لویو نادرو چینو ته وړي.

6 COMMENTS

  1. Iځیني نور کلمات هم سته چي دفارسی او عربی سره د تعصب پر بنا پښتو ته راننه ایستل سوي دي. موږ باید په پښتو کي منل سوي او مأنوس کلمات استعمال کړو او هغه فارسی یا عربي کلمات چی په پېړیو پېړیو په پښتو کي منل سوي او استعمال سوي دي او عوام په پوهېږي د ژبي څخه و نباسو او پر ځاي يې هندوي (اردو) کلماتو ته ترجیح ورنکړو . لکه
    سوچ د فکر پر ځای
    دنده د وظیفه یا کار پر ځای. دنده په اردو کي د فحشا معنی هم ورکوي
    هټۍ د دوکان پر ځاي
    دماکه د چاودنی پر ځاي
    پټاو شو د وچاودی پر ځاي
    پهانسی د دار پر ځای
    بهر د دباندي پر ځای
    ګاونډی د همسایه پر ځای
    چاپه د حمله پر ځای
    او داسي نور

    • زموږ روحانیون او د مدرسې په دایره کې اوسېدونکو کسانو عربي لغاتونو ته پر پښتو برتریت ورکړ، ځکه یې کارېدنه زموږ پر قلمونو په غیر شعوري بڼه لیکل کېږي.

      سلامته اوسې.

  2. مومند خان ورور د 《 کلیشه ای 》بحث په خیټه کی 《 سلیقه ای 》 بحث مطرح کړی دی.
    نقد دا دی چی:
    ” د هډوکو د سولیدو او زړیدو معنی به دا وی چی ټول بدن باید سولوَل سوی او زوړ سوی وی چی پدی صورت کی به د هډوکو نوی! !!! کول د بدن د نورو غړو د قوت او قدرت لامل و نه ګرځی “.

  3. دغه لغاتونه ماته د پښتو ښکاری. بیا هم د پښتو ژبی او ادبیاتو پوهانو اړه لری.
    چاودنی، وچاودی، بهر یا دباندي، ، دار= ځړول یا پانسي

  4. دا د بهر کلمه خو مطلقه اردو ده . مثلا د افغانستان د یوه مهم وزارت رسمي نوم د افغانستان د باندېنیو چارو وزارت دی چې په دري کې ورته وزارت امور خارجه افغانستان وایی .
    پدې هکله لا پخوا ژبپوهانو بحثونه کړي وو چې زمونږ د وزارت نوم باید په اردو ژبه یعني د بهرنیو چارو وزارت نه وي . پدې وروستیو کې د بهرنیو کلمه بیا ډېره کښته اوپورته کیږي .

  5. شاهین صاحب سلامونه
    سوال می دادی چه پاکیستان بیا ولی د خپل وزارت رسمی نوم (وزارت امور خارجہ (پاکستان) یاد کړیدی؟

    په ګوګل کی ولیکه دغه نوم درکوی.
    د پښتو ژبی او ادبیانو ځیړونکی که دغه موضوع روښانه کړی ښه به وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب