Homeخبرونهشهاب الدین دلاور: زموږ ترمنځ هیڅ اختلاف نشته، دا خبرې شیطاني تبلیغات...

شهاب الدین دلاور: زموږ ترمنځ هیڅ اختلاف نشته، دا خبرې شیطاني تبلیغات دي

تاند: ( شنبه، د دلوې ۲۹مه ) د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شېخ شهاب الدین دلاور د دې ډلې د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو د موجودیت ادعاوې رد کړې.

هغه پرون په کابل کې د یوې مدرسې فراغت غونډې ته د وینا پر مهال په دې اړه خپاره شوي راپورونه شیطاني تبلیغات وبلل او ویې ویل، چې د طالبانو د مشرانو تر منځ هیڅ اختلاف نشته او دوی په ټولو خبرو ښه پوهیږي.

دلاور څو ورځې مخکې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتو د کلیزې په یاد غونډه کې په کنایوي ډول پر طالب مشرانو نیوکې کړې وې.

هغه ویلي وو، چې د افغانستان رهبرانو تل د خلکو په لاس ګټل شوې ازادۍ بایللي او نور نه باید داسې بایلې ته فرصت برابر شي.

د دلاور دا څرګندونې د طالبانو منتقدینو داسې تعبیر کړې وې، چې ګواکې د طالبانو له لوري د افغانستان د ازادۍ ګټلو ادعا د طالب مشرانو د افراطي دریځونو له امله د بایلل کیدو له ګواښ سره مخ بولي.

په وروستیو کې نورو طالب مشرانو هم د دې ډلې د واکمنۍ پر افراطي پریکړو ښکاره او پټې نیوکې کړي، چې ورسره د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د شدت خبرونه ورکړل شوي.

د طالبانو ویاندویانو هم د دوی ترمنځ د اختلافاتو د موجودیت خبرې بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...