جمعه, مارچ 29, 2024
Home+کډواله/ اسدالله بلهار جلالزی

کډواله/ اسدالله بلهار جلالزی

نن يي په ټولګي کې دومره شور او ځوږ جوړ و. تا به ویل چې د ناوې کوردی. د پخوا په څیرد ټولو زده کوونکو په شونډوخندا خوره وره وه. ډیرو ټولګیوالو په خپلو کورونو کې پاخه کړي خواړه ټولګي ته راوړي وو. ټیک دولس بجې وي. چې د ډول ډول خوړو لوښي، غابونه، کاسي په میزونو کتارشول. له دیګونو څخه هرچا په خپله خواړه وراخیستل خو د پاخه عمر کډواله اک اریانه وه. او لږ وړاندې يي د میزپه څنډه په خپل لاس زنې تکیه کړي وه. دې هم له یوې بلې وطنوالې سره یوځای خپل وطني خواړه منتو او قابلي پلو را وړې و. د نورو ټولګیو څخه څوښوونکې راغلې او له دوئ سره يي د خوښۍ په دې محفل کې برخه واخیسته چې د هغوئ په راتلو سره په ټولګې ځوږ نور هم ډیر شو، دوئ ټولو په ماته ګوډه انګلیسي ژبه د یوې او بلې د پاخه شویو خوراکونه صفتونه کول. ناڅاپه په دغه وخت کې د دوئ یوې ټولګیوالې په لوړغږ وویل: درنو ټولګیوالو د خدای پامان زه سبا خپل وطن ته راونیږم. د ده غږ یولنډه شیبه ټول غلي کړل، د پاخه عمر کډوالې له خپلې هیوادوالې په ټیټ غږ وپوښتل: څه يي وویل؟

ـ دا سبا د یوې مودې له پاره خپل وطن عراق ته ځي او وايي چې څو میاشتي وروسته به بیرته راشي.

ـ بختورې… ته خو خپل وطن ته تللای شي. موږ به خدای خبر خپل کور، کلي او وطن ته څه وخت ولاړ شو؟… په سترګې کې اوښکې راټوکیدې سر کښته واچاوه د سترګو په ځیږمو کې ډنډ شوې اوښکې يې پټې په دستمال پاکې کړې. له ځانه سره وویل: هرڅوک خپلو وطنو ته په ډاډه زړه ځي او راځي خوموږ خوران …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب