Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهار کې د اوبو یو چیک ډم جوړ او پرانیستل شو

کندهار کې د اوبو یو چیک ډم جوړ او پرانیستل شو

تاند: ( شنبه، د دلوې ۲۹مه )  د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د اوبو چیک‌ ډم ګټې اخیستني ته وسپارل شو.

د کندهار لپاره د طالبانو د اقتصاد رئیس ملا عبدالسلام بريالي وويل، چي ياد چيک ډم د اقتصاد او کرنې ریاست تر رهبرۍ لاندې “یو این ډي پي” موسسې د ۵۳ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ کړ.

د هغه په وینا، دغه چیک ډم ۶۰ متره اوږدوالی او ۱۳ متره لوړوالی لري.

سرچینه زیاتوي: په دې چيک ډم کې ۱۷۰ زره متره مکعب اوبه زېرمه کیږي.

د طالب مقام په وینا، د چیک ډم زېرمه شوې اوبه د بیدک کلي ټولو کورنیو ته ورکول کیږي.

ملا بريالي زياته کړه، چي د چيک ډم ګټه زرګونه کورنيو ته رسیږي.

 په وروستیو کې له کندهار څخه د ورته رغنیزو پروژو خبرونه زیات شوي.

دغه ولایت د تېرې شاوخوا شل کلنې جګړې پر مهال له ډېرو رغنیزو پروژو او لومړنیو خدماتو څخه بې برخې و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...