شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهبلغاریا :۴ تنه د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو د مرګ په تور...

بلغاریا :۴ تنه د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو د مرګ په تور نیول شوي

تاند: ( شنبه، د دلوې ۲۹مه ) د بلغاریا پولیسو اعلان وکړ چې د دغه هیواد پلازمینې صوفیا ته نږدې په یوه لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان مهاجرو جسدونه موندل شوي او په دې تړاو څلور تنه نیول شوي دي. .

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي، کډوال له لرګیو ډکې لارۍ کې پټ شوي او ۱۸ کسان د اکسيجن د نشتوالي له امله مړه شوي دي.

د بلغاریا د ملي تحقیقاتو د ادارې مشر بوریسلاو سرافوف خبریالانو ته وویل چې دغه پناه غوښتونکي په ناقانونه توګه د ترکیې له پولو تېر شول، دوه ورځې په ځنګل کې پټ و او بیا د بلغاریا سویل ختیځ ښار یامبول ته څېرمه په یوه لارۍ کې سپاره شول.

د بلغاریا د روغتیا وزیر اسان میدزیدیف هم اعلان وکړ چې د 5 ماشومانو په ګډون 34 نور کډوال د صوفیا روغتونونو ته لیږدول شوي چې د ځینو روغتیایي وضعیت یې جدي او د ځینو نورو حالت د ډاډ وړ دی.

هغه زياته کړه: په دې لارۍ کې بند پاتې کسان د اکسيجن له نشتوالي سره مخامخ وو، یخنۍ ځپلي وو او له څو ورځو راهیسې یې څه نه وو خوړلي.

بلغاریا د ترکیې پولې ته څېرمه پروت اروپایي هېواد دی، چې تر ډېره د منځني ختیځ او افغانستان پناه غوښتونکي په ناقانونه او قاچاقي ډول له دغه هېواده په تېریدو نورو اروپایي هېوادونو ته ځي.

د طالبانو حاکمې ادارې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو په دې اړه خواشیني ښودلې او ویلي، چې حاکم استبدادي او ناکام وضعیت په داسې  وحشتناکه ډول له هېواده د زرګونه افغانانو د تېښتې سبب ګرځیدلی.

1 COMMENT

  1. دافغانانو د په پلار او مورد نالت شي هیڅ دانسان زامن ندي ، ټول یې غله بی هویته دي ،تاریخ ته یې وګورۍ ! طالب ته یې وګورۍ ، پنجشیریانو ، تاجکانو او نورو لنډغرانو ته یې ګورۍ چې څه کوي او څه غواړي ! ټوله ورځ غلا ده ، پيسې ښکول دي ، او که دا کار نه وي نو بیا له خپل ځایه او هیواده څخه تښتي !
    د حیواناتو یوه پاده، ګله ده چې غیر شعوري ، خر ، اوزه ، کچر، بوزي او پسونه پکشې ګډون لري او دغه څاروي هغې خواته منډې وهي چې چیرې شن واښه ورته پيداکیږي ! ددې وحشیانو نجات په ږیرو او لمونځونو نه کيږي تر څو چې یو دیموکرات له مذهبه پاک ر ژیم پلي نشي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب