شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستاني ط د دغه هېواد پر پوځ د بریدونو خبرداری ورکړ

پاکستاني ط د دغه هېواد پر پوځ د بریدونو خبرداری ورکړ

تاند: ( شنبه، د دلوې ۲۹مه ) د پاکستاني طالبانو غورځنګ ( ټي ټي پي) نن خبرداری ورکړ، چې د دغه هېواد پر پوځ به نور بریدونه هم ترسره کړي.

 یاد شوي غورځنګ تېره شپه په کراچۍ کې د پولیسو پر یوه مرکزي دفتر ډله ییز برید کې ۲ پاکستاني پولیس او ۲ پوځیان ووژل.

 تراوسه د پاکستاني طالبانو په بریدونو کې تر ډېره د دغه هېواد او ځانګړي ډول د پښتونخوا پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه غورځنګ په اړه نیوکې دا دي، چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري یې ملاتړ کیږي، ځکه خو پوځ او استخبارات نه په نښه کوي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا (TTP) نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي: پولیس باید د غلام پوځ په وړاندې د جګړې پر مهال له موږ ځانونه لیرې وساتي، که نه د لوړ رتبه پولیسو پر خوندي مرکزونو به حملې دوام وکړي.

 تېره میاشت هم څه باندې ۸۰ افسران هغه وخت ووژل شول، چې پېښور کې پر یوه جومات یوه ځانمرګي خپل چاودېدونکي مواد منفجر کړل.

د پاکستان د طالبانو منتقدانو ویلي، چې که دغه غورځنګ د پاکستان د پوځ او استخباراتو مرکزونه په نښه او تلفات ور واړوي، د دوی په اړه کیدونکو قضاوتونو کې به بدلون راولي.

د پاکستان پوځ د تحریک طالبان د خبرداري په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب