سه شنبه, مې 14, 2024
Homeمقالېپلچک ورانونکي که پلچک رنګونکي؟/ عزت الله پېژاند

پلچک ورانونکي که پلچک رنګونکي؟/ عزت الله پېژاند

له وروستيو څو ورځو راهيسي يو شمېر کسان لګيا دي د کابل په يوه ګوښه سيمه کې د يو تازه رنګ شوي پلچک په رنګېدو او جارو کېدو مبارکۍ ورکوي، انځورونه يې پورته کښته کوي او ستاينې کوي خو دوی دومره محاسبه له ځان سره نه کوي چې دغو کسانو په تېرو شلو کلونو کې د هيواد څومره سترې شتمنۍ، سړکونه، پلونه او پلچکونه په بمونو الوزولي او وران کړي دي. که دغې طبقې اوس هم د دغه ډول ورانيو ننداره نه وي کړې نو لطف دي وکړي يو ځل دي د کابل – کندهار پر لويه لار سفر وکړي او وروسته دي د خپل وجدان او ضمير په محکمه کې له ځان سره پرېکړه وکړي چې د دغو ورانکارو عناصرو سره بايد حساب وشي او که يې ستاينه.‌

دويمه د پام وړ موضوع داده چې که له يوې خوا همدا مخرب عناصر او واکمنه ډله په دغه ډول نمايشي او لنډمهالو چارو بوخته ده، له بلې خوا د خپلو پټو او ښکاره شومو پلانونو له مخې لګيا ده د پل سوخته ريښې (غربت او بیسوادۍ) ته اوبه ورکوي. د هغه هيواد راتلونکی به څه وي چې سم نیمی وکړي يې د زده کړو او ليک – لوست له حقه بې برخي وي. د دې ترڅنګ موثق راپورونه او شمېرې ښيي چې د تاليب په راتګ سره افغانستان يوځل بيا د نړۍ د نشه يي توکو د تولید، کاروبار او قاچاق په مرکز بدل شوی او د همدغو کاروبارونو په راس کې همدا پروني پلچک الوزونکي او ننني واکمن تر ډېره قرار لري، او له امکانه هم لري نه ده چې د کابل ښاروال چې د همدې پل د جارو کېدو امر يې ورکړی، هم شامل وي.

په افغانستان کې د روانې غميزې د اوږدېدو او دوام يو لامل د همدې (د تېر پر هېر) ناسمې او واردې شوې زهرجنې فرمولې په بيا بيا عملي کول دی. که له پرونيو ورانکارو سره حساب شوی وای نو نن به تاليب هيڅکله دا فرصت نه وای ترلاسه کړی چې تر شل کلونو ورانيو، ويجاړيو، قتل او وژنو کولو وروسته بيا د ټوپک په زور واکمن شي او ارتي تڼۍ وګرځي. دا هم بايد ياد ولرو چې که پورتنۍ ناسمه فرموله بيا هم نن عملي کړل شي نو ليري نه ده چې سبا د همدې درک د نشتوالي له امله پر همدې ملت تر دې هم بدتره جاهله ډله حاکمه شي.

اوس نو دا د ملت په شعوري کچه او وړتيا اړه لري چې له پلچک ورانونکو سره محاسبه کوي، که پلچک رنګونکو ته چکچکې کوي.

- Advertisment -

ادب