پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+لېونی کابل | ذهین الله حقمل

لېونی کابل | ذهین الله حقمل

ناول د کیسو یو نوی پرمختللی شکل دی، هغه فرضي کيسې ته ویل کیږي چې په نثر لیکل شوی وی. که څه هم د ډېرو ناولونو څخه مې یو ناول ولوست، هغه ناول پولسي او جنایی ناول و، د کتاب نوم لېونی کابل و، چې ١٠٤ مخونو کې راټول شوی دی. یاد ناول آصف مشال ليکلی دی په دې ناول کې غلاو، وژنو، تېښتونو پښې په کې بیان شوي دي. د دې ناول کیسه د لومړي شخص د لید زاویه بیان شوې ده.
د ناول برخه:
له وسپنیز چادر جوړ ور  مې مې ټېله کړ،  پر شا ولاړ ور خلا ص شو، سر مې ټيټ کړ، باغ ته ننوتم د تاکونو لښتې د باغ تر نېمایی پورې لغړې ولاړې وې، له نېمایی ورسته د تاکونو پانې مخ پر ژېړېدو وې. د باغ په بل سر کې مالونه څرېدل دباغ نه مې بېرون ته وکتل، پر سرک شورویان تېرېدل، طیارې راغلې بمبار یې وکړ، زموږ په کاله یی بم هم واچاوو.
پلاټ:
د علت او معلول پر اساس دپېښو نشلېدونکي تړاو ته وایی، چې مرکزي کرکټر ته د اوج تر پړاو ژر رسېدو مخنیوی کو، د دې ناول پلاټ په منظم شکل بیان شوی دی.په دې ناول کې مرکزي کرکټر د خیرالله په یو شخص د بې ګناه د پوځيانو له خوا په لاره روان سړی نیول کیږي، او بیا زندان ته بول کيږي، هلته ډېر ظلم ورسره کیږي.اخر په د پسې یو بل ورور یی پسې ګرځي، خو پیدا یی نه کړ بیا کورته ځي.
تلوسه:
د تجسس یا د هیجان دناول په ټوله کې د داستاني ادب هغه دی چې لوستونکي د داستان ویلو ته هڅوي. خلک  په خپله ویر اخته وو، ماته یی پام هم نه وا، ورسره کېنا ستم شاخوا مو څو سړي ولاړ وو، جګېدا ته یی نه پرښودم،په یو ساعت کې  یی څو بندیان هم راوستل، د سپوږمۍ په رڼا کې یی څېرو ته ځير شوم دری کشران هلکان و ، ږیره اوبرېت نه وو راغلي. یو شمېرلیکوالان د داستان تلوسه تر پایه نشي  ساتلی غوټه ډېر ژر ترې پرانیستل کيږي ،اولوستونکي مخکې له مخکې په دې پوهېږي چې څه خبره ده د دغه ناول تلوسه تر پایه  لري.
پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب