جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهله یوناما څخه د ایران غوښتنه؛ امریکا او د سیمې لیرې هېوادونه...

له یوناما څخه د ایران غوښتنه؛ امریکا او د سیمې لیرې هېوادونه د افغانستان قضیه کې مه شاملوئ

تاند:( دوشنبه، د عقرب ۸ مه)  د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د سیمې د هېوادونو پر محور د ګډې ډيپلوماسۍ لارې چارې وویني.

 نوموړي د یوناما له مرستیال مارکس پوټزل سره د لیدنې پر مهال دا غوښتنه کړې او ویلي، چې له سیمې لیرې هېوادونه او له هغې ډلې امریکا ته دې په افغانستان کې د مداخلې فرصت نه ورکول کیږي.

کاظمي قمي دغه راز په افغانستان کې د طالبانو پر واکمن رژیم لګول شوي بندیزونه په افغانستان کې له ترهګرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې پر وړاندې خنډ بللي دي.

د ایران ترڅنګ روسیې او چین هم په مختلفو بڼو ټینګار کړی چې لویدیز هېوادونه دې د افغانستان په قضیه کې ځانونه نه شاملوي، خو د دوی منتقدین بیا وایي چې د سیمې هېوادونه یوازې له افغانستان څخه د خپلو نیابتي موخو لپاره د استفادې هڅه کوي او عمل کې افغانستان ته  د لویدیزو هېوادونو تشه نه شي ډکولی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ څه موده مخکې وویل، چې هېواد یې لا هم له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی تمویلونکی دی.

د طالبانو د رژیم ویاندویان او چارواکي سره له دې چې له امریکا سره ناندرۍ لري، ټینګار کوي چې د بې طرفۍ سیاست تعقیبوي او چا ته په افغانستان کې د نیابتي سیاستونو اجازه نه ورکوي.

د دوی منتقدان بیا طالبان په دې ژمنه کې پاتې بولي او ټینګار کوي، چې ملت او نړۍ سره د طالبانو د تعامل د مهارت نشتوالی سبب شوی چې د سیمې او نړۍ هېوادونه افغانستان د خپلو نیابتي سیالیو د یوه مرکز په توګه وپېژني او په هغه اساس چلند ورسره وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب