پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeسپورتد خوست په تڼیو کې د کبډي یو میاشتینۍ سیالۍ پای ته...

د خوست په تڼیو کې د کبډي یو میاشتینۍ سیالۍ پای ته ورسیدې

تاند:( یکشنبه، د عقرب ۷ مه)د  خوست ولایت ورزشي امرت اړوند د کبډي فدراسیون له لوري د تڼیو ځوانانو د یووالي په نوم د کبډي سیالې د تڼي ذبيح لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د ملي المپیک کمېټې د خبرپاڼې له مخې، د کبډي دغه سیالۍ، چې یوه نیمه میاشت وړاندې د یادې سیمې د ځوانانو له لوري پیل شوې وې، د خوست ولایت له بیلابېلو ولسوالیو څخه پکې ۲۲ کلبونو برخه اخیستې وه.

د سیالیو پايلوبې ته  د ذبيح تڼي او استاد نبي قربان لوبډلې وتلې وې.

له  په زړه پورې لوبې وروسته د ذبيح تڼي لوبډلې پایلوبه د ۵۵/۵۲  په توپیر په خپل نوم کړه.

ویل شوي، چې د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او ډالۍ ورکړل شوي دي.

په وروستیو کې کلیوالو سیمو ته د ورزشي فعالیتونو او سیالیو د غځیدو خبرونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...