Homeخبرونهدندې ته د معرفۍ پر مهال د طالبانو د ولسوال مړینه

دندې ته د معرفۍ پر مهال د طالبانو د ولسوال مړینه

تاند:( یکشنبه، د عقرب ۷ مه) د ننګرهار د خوږیاڼو لپاره د طالبانو نوي ګومارل شوي ولسوال سید نور سنګري، د معرفۍ په غونډه کې د زړه په سکتې ساه ورکړه.

د راپورونو له مخې، د سیدنور سنګري زړه هغه مهال سکته وکړه، چې د خپلې معرفۍ په غونډه کې یې وینا کوله.

ویل شوي، چې ده وروسته په روغتون کې ساه پرې کړه.

سیدنور سنګري، چې تر دې مخکې د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوال و، تازه د خوږیاڼو ولسوال ګومارل شوی و.

طالب چارواکو ویلي چې سیدنور د زړه ناروغي لرله.

د سنګري د عمر په اړه څه نه دي ویل شوي. خو له عکسه یې داسې ښکاري چې لا ځوان و.

په افغانستان ډېر کسان د روغتیايي معلوماتو د نه لرلو اویا بې پروایۍ له کبله په داسې ناروغیو مري چې په اسانه یې درملنه کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...