اووه لسۍ اګاهو به خلکو د لیک لپاره له کړکیو(د نی له قلمونو) کار اخیست، په رسمي دوایرو کې به په نوک آهني قلمونو لیک کېده، د هر کاتب،مامور،مدیر او حتی ډېرو لوړپوړیو پر مېزونو به هم د رنګ مشواڼۍ او په خوا کې یې نوک آهني قملونه پراته وو، خود رنګ قلمونه ډېر لږ وو. په ښوونځيو کې به مو د کړکي له قلمه په سپینه دړه لیک کاوه او حساب به مو په سلټي تختۍ د سلیټو په قلم حل کاوه، بیا وروسته پنسلونه هم راپیدا شول. خودکار قلمونه به ممکن هغه وخت لا جوړ شوي نه وو، دغه شان په ټایپ رایټر لا د قطغن باد نه و لګېدلی. پخپله د نایب الحکومه په مېز به یوه غټه بلوري مشواڼۍ ایښې وه چې دوې خانې یې لرلې، په یوه خانه کې به شین رنګ او په بله کې به سور رنګ و، له نوک آهني قملونو به یې استفاده کوله خو په جېب کې به یې تل یو قیمتي خودرنګ قلم ټومبلی و چې له دفتره بهر به یې کار ورڅخه اخیست. څومره چې زما یادېږي د جېب قلم یې د طلایي نوک او د طلایي پینګ و، د قلم په سر او پای کې یې د یاقوتو غمي ایښي وو. نپوهېږم چې دا قیمتي قلم یې د تجارت د وختونو یادګار و، که پاچا یا صدراعظم وربخښلی و.
څو کاله وروسته د خودرنګ قلمونو څښتنان ډېر شول،ډېرو به ټومبلي وو. په هغه وخت کې (بې نظیر،نادرین او ظاهرپن) قیمتي قلمونه وو چې کندز او خان اباد ته رارسېدلي وو. پارکر، مونت بلان او شیفرز قلمونه لا چا نه پېژندل.
له نن څخه کابو شپېته کاله پخوا د غزني قره باغ ته تللی وم. په یوه محفل کې مې خپل قلم راوایست چې څه یاداشت ولیکم خو د قلم رنګ تمام شوی و. یو ځوان چې تازه له کلکتې راغلی و، خپل قلم راته ونیو. بېخي بل شان و. ما کله هغسې قلم نه و لیدلی. چې وامې ړاوه، راوامې ړاوه، شیفرز قلم و. ځوان ته مې وویل: دا دې چېرته اخیستی دی. ویل یې په کلکته کې.
ما بیا وپوښت: ته سواد لرې؟
هغه وویل: بس ماته ګوډه امضا مې زده کړې ده.
چې کله بېرته کابل ته ستون شوم، په شیفرز قلم پسې ډېر وګرځېدم. یو چا راته وویل، د ولایت په جاده کې لوکسې مغازې پسې غواړه، ګوندې پیدا یې کړې.
د ولایت په جاده کې مې اتفاقا په یوه مغازه کې ولید، عین هماغسې قلم و. چې بیه مې یې وپوښتله، یو نیم زر افغانۍ وه. هغه وخت غنم په دوه روپۍ سیر خرڅېدل، یعنې د اووه نیم سوه منو غنمو معادل. پټه خوله له مغازې راووتم. په زړه کې راوګرځېدل چې د هغه ځوان سر څه مار چېچلی و چې بې ضرورته یې دومره قیمتي قلم اخیست؟
اخر مې دا ومنله چې د ځان ښودلو ضرورت به ورباندې اخیستی وي.
نن سبا چې ګورو د لوکسو قیمتي قلمونو ځای خودکار قلمونو نیولی دی چې هم تر عادي خودرنګو ارزان او هم ډېر روان او بې تکلیفه کار کوي.دغه شان اوس په دفترونو کې کارونه ډېر په ټیپ رایټر او کمپیوټر تر سره کېږي.