جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهبوګټي: ټول افغان کډوال، قانوني او ناقانوني په څو پړاوونو کې له...

بوګټي: ټول افغان کډوال، قانوني او ناقانوني په څو پړاوونو کې له پاکستانه باسو

تاند (دوشنبې، د عقرب ۸ مه) د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي پرون اعلان وکړ چې له پاکستان څخه به ټول پردي اتباع، چې اشاره یې افغانانو ته وه، په څو پړاوونو کې په بشپړ ډول وایستل شي.

ده جیو نیوز تلویزیون ته وویل، په لومړي پړاو کې به هغه پردي وایستل شي چې په پاکستان کې د اوسیدو هیڅ اسناد نه لري او یا یې د پاکستان جعلي اسناد جوړ کړي دي.

ادعا کېږي چې لسګونو زرو افغانانو د پاکستان شناختي کارتونه اخیستي دي.

په بلوچستان او نورو صوبو کې د پاکستان د احصایې ملي ادارې (نادرا) د ټولو هغو کسانو چې په تېرو ۴ لسیزو کې یې د پاکستان د هویت کارتونه (شناختي کراتونه) اخیستي دي، له سره ارزوي.

په دې لړ کې نادرا وايي چې په بلوچستان کې د ۷۰ زره تنو د هویت کارتونه ورته جعلي ښکاره شوي چې په اړه یې پلټنې کوي او د اوس لپاره یې د هغوی کارتونه د مشکوکو شناختي کارتونو په توګه ځنډولي دي.

د پاکستان د لنډمهال حکومت د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل، په بل پړاو کې به هغه افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي چې د کډوالو په توګه ثبت دي یا په پاکستان کې په قانوني ډول اوسي.

پاکستان ادعا کوي چې په دغه هیواد کې ۲۴ ځانمرګي بریدونه شوي چې د هغو ۱۴ افغانانو کړي دي.

بوګټي ټینګار وکړ، تر ټولو مخکې به هغه افغانان د پاکستان له خاورې وایستل شي چې د پاکستان د هویت کارتونه یې په جعلي ډول جوړ کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا هم وویل چې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له لوري د کډوالو په توګه په رسمیت پېژندل شوي افغان کډوال به هم په پاکستان کې پرېنږدي.

ده وویل:«حکومت ټول بې اسناده کډوال هڅوي چې د نوومبر تر لومړۍ مخکې له پاکستانه ووځي.»

دې ته په پام چې د نوومبر لومړۍ ته یوازې دوې ورځې پاتې دي او له ۱ میلیون او ۷۰۰ زره افغانانو څخه، چې د پاکستان په وینا اسناد نه لري، یوازې څو زره افغانستان ته بېرته راغلي دي، عملاً ممکنه نه ښکاري چې تر یو نیم میلیون زیات کډوال دې په دومره لنډ وخت کې افغانستان ته راشي.

بوګټي وايي چې د پنجشبې او جمعې ترمنځ له ۱۵ زره تر ۲۰ زره بې اسناده افغانان خپل هیواد ته اوښتي دي.

5 COMMENTS

  1. لعنت د خرڅ شوی طالب باندی وی چی په مقابل کښی یې هیڅ هم نه وایې که پاکستان فکر کوی چی نا امنی افغانانو راوړی ده نو دغه افغانان چی پاکستان یادوی دوی پاکستان ته داسی دی لکه لنګه غوا مفاد ورته رسوی ضرر نه او پاکستان که واقعاً امن غواړی نو د طالبانو کورنی دی اول وشړی چی نا امنی خپروی دا دپاکستان ماشومانه سیاست باندی هر افغان پوهیژی افغانان دی په عزت خپل مملکت ته راشی او وروسته هر پاکستانی چی له دیورند کرشی را اوړی که تجار وی مه لاری وی نیسی دی مال دی اخلی دوی دی بیرته شړی نور طالب ته وخت مع ورکوی خپله لاس پکار شی او دا دپاکستان غلام طالب هم ورک کړی که لاس یو کړی او قلمی جنګی او چرکی مبارزه شروع کړې دا غلام طالب به ډیر زر ورک شی اول خو پردو دا مفته ډوډی بنده کړی هر چړی او ملا چی دروازه ټکوله لکه سپی رټی او له دروازی څخه یې شړی

  2. خو هغه پاکستانیان به څنګه شي د پاکستان حکومت ورته د افغانستان جعلي تذکری او پاسپورتونه جوړ کړي او د افغانانو په نوم یی اروپا، امریکا، کاناډا، استراليا او نورو هیوادونو ته استولي دي او هلته د افغانانو په نوم د افغانانو حق خوری، پیسی پاکستان ته لیږي خو جرمونه، جنایات، قاچاق او نور ناوړه او غیر انسانی کارونه د افغانانو په نوم ترسره کوي. يوازي په لويديځه یا غربي اروپا کی ٧٠٠٠٠ اويا زره پاکستانیان د افغانانو په نوم ژوند کوي.
    افغانان باید د دي پاکستانیانو د افشا کولو او نورو د راتګ د مخنیوي لپاره لاس په کار شي او د اروپايي هيوادونو له پولیسو، استخباراتو، د مهاجرينو د ادارو له مسؤلینو او د بهرنیو چارو له وزارتونو سره په تماس کي شي.
    او همدا رنګه د افغانستان له حکومت سره په دی اړه خبري او بحث وکړي.

  3. خو هغه پاکستانیان به څنګه شي چی د پاکستان حکومت ورته د افغانستان جعلي تذکری او پاسپورتونه جوړ کړي او د افغانانو په نوم یی اروپا، امریکا، کاناډا، استراليا او نورو هیوادونو ته استولي دي او هلته د افغانانو په نوم د افغانانو حق خوری، پیسی پاکستان ته لیږي خو جرمونه، جنایات، قاچاق او نور ناوړه او غیر انسانی کارونه د افغانانو په نوم ترسره کوي. يوازي په لويديځه یا غربي اروپا کی ٧٠٠٠٠ اويا زره پاکستانیان د افغانانو په نوم ژوند کوي.
    خو که په امریکا، کاناډا، نیوزیلاند، استرالیا، انګلستان، شرقی یاختیځه یاختیځه اروپا او د نړی په نورو هیوادونو کی ټول پاکستانیان چی د افغانانو په نوم یی پناه او تابعیت اخیستی وشمیرل شی نو شمیر یی تر میلیونونو کسانو رسیږی چی دا ټول پاکستان ته ګټی استوی او پاکستان پری آباد دی.
    افغانان باید د دي پاکستانیانو د افشا کولو او نورو د راتګ د مخنیوي لپاره لاس په کار شي او د اروپايي هيوادونو له پولیسو، استخباراتو، د مهاجرينو د ادارو له مسؤلینو او د بهرنیو چارو له وزارتونو سره په تماس کي شي.
    او همدا رنګه د افغانستان له حکومت سره په دی اړه خبري او بحث وکړي.

  4. د پنجابی اسرائیل د غصب ، خیانت او جنایاتو ساحه ډیره پراخه او پنځوس کلنه سابقه او تجربه لری
    چي یوی برخی ته یی امید صاحب اشاره کړی ، افشا او مقابله یی د قرآنکریم په اصطلاح اهل الذکر یعنی متخصصین او صف مرصوص غواړی ، په انحصار ،تشټت ،جاهلی تعصباتو او یو فیصدی حاکمیت لاندی ، خلاصون او شر دفع کول د عقل او دین له معیارو لویدلی دریځ دی دا دملی او دینی ارزښتونو د دفاع توان نلری .

  5. د پنجابی اسرائیل د غصب ، خیانت او جنایاتو ساحه ډیره پراخه او پنځوس کلنه سابقه او تجربه لری
    چي یوی برخی ته یی امید صاحب اشاره کړی ، افشا او مقابله یی د قرآنکریم په اصطلاح اهل الذکر یعنی متخصصین او صف مرصوص غواړی ، په انحصار ،تشټت ،جاهلی تعصباتو او یو فیصدی حاکمیت لاندی ، خلاصون او شر دفع کول د عقل او دین له معیارو لویدلی دریځ دی دا دملی او دینی
    ارزښتونو د دفاع توان نلری .
    پنجاب او کِلاب یی لکه کاکړ او بُګتی تل غصب او خیانت یی افغانانو سره روا بللی لکه اسرائیل چي
    فلسطین خوری همداسی دوی د افغانستان د خوړلو منصوبی لری .
    جعلی شناختی پاس یو فساد او شرم مفسدو حکامو ته ، د دارایی غصب او پنځوس زره کلدارو قید بل رذالت او بیا هغه هم د غلو ارذل الناس پولیسو جیب وهلو سره افغان تحقیر او ډوډی کاکړ او بُګتی خوری ؛ دا ډول دون همته حکام پدی داړه ماری سره د انسانیت د تاریخ شرم جوړوی او دی ته
    وایی حکومت ؟؟؟؟؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب