Homeخبرونهننګرهار کې د زیتونو حاصل ۵۰ سلنه زیات شوی

ننګرهار کې د زیتونو حاصل ۵۰ سلنه زیات شوی

تاند:( دوشنبه، د عقرب ۸ مه) د ننګرهار ځايي چارواکو په دغه ولایت کې د زیتونو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله د ۵۰ سلنه ډېروالي خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د کانال ریاست لپاره د طالبانو رئیس مولوي غلام رحمان کاظم وویل چې تېر کال د زیتونو حاصلات ۱۶۱ ټنه وو، خو سږ کال دغه اندازه ۳ سوه ټنو ته لوړه شوې ده.

نوموړي همدارنګه وویل په پام کې ده، چې د دغو زیتونو څخه  ۳۰ زره لېټره د زیتونو تېل او ۱۱ ټنه د زیتونو اچار جوړ او بازار ته وړاندې شي.

د هغه به وینا، دمګړۍ د ننګرهار کانال ریاست اړوند شرکتونو کې ۴زره ۵۰۰ نارینه او ښځینه کارکوونکي په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د ننګرهار کانال د فعالیتونو د ښه کیدو خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...