Homeخبرونهمشهور شاعر او فرهنګي شخصیت لایق زاده لایق ومړ

مشهور شاعر او فرهنګي شخصیت لایق زاده لایق ومړ

تاند:( دوشنبه، د عقرب ۸ مه) د پښتو ژبې مشهور شاعر لایق زاده لایق د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

لایق چې د سوات د مدین سیمې اوسیدونکی و، په پښتو ډرامه لیکلو او نورو ژانرونو کې یې هم اثار لرل.

د هغه تر ۴۷ پورې کتابونه چاپ شوي وو او سلګونه شعرونه یې سندرغاړو زمزمه کړي.

لایق د پېښور او کوهاټ راډیوګانو مشر هم پاتې شوی و او ډېر عمر یې په رسنیزو فعالیتونو کې تېر شوی و.

د پښتو زیاتو فرهنګي څېرو د هغه په مړینه خواشیني ښودلې او د خدمتونو ستاینه یې کړې ده.

2 COMMENTS

  1. انالله و انا الیه راجعون.
    جنتونه یې ځای شه ، اروا یې ښاده . کورنۍ ، خپلوانو او ټولو مینه والو ته یې د زړه صبر غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...