پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+سمون ته اړتیا شته، خو افغان وژنه د منلو نه ده

سمون ته اړتیا شته، خو افغان وژنه د منلو نه ده

سمون ته اړتیا شته، خو افغان وژنه د منلو نه ده

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

د هر يرغلګر په وړاندې په هر ځاى او هر وخت کې مبارزه وياړ او د هر انسان دنده ګڼم خو دَ افغان په لاس د افغان د وژلو دوکتورين په وړاندې پرون هم په مخالف لوري کې ولاړ وم او نن هم راته د منلو وړ نه دى. البته د واک په سر کورنۍ جګړه منفوره او منحوسه ده او يادونه يې دومره دردوونکې او ځوروونکي دي چې نشم کولاى ورباندې تبصره وکړم. همدغه شان د افغانانو ترمنځ د يو زغملو دود راته دومره ارزښتناک ده چې نه غواړم ورباندې مناظره وکړم. دلته که هر څوک واک ترلاسه نو سوله لازمه ګڼي او کله چې له واک څخه لرې شي نو جګړه مجبوريت او مکلفيت ګڼي

د تېر نظام د نسکورولو عاملين پخواني جنګسالاران، زورواکان، د کابل ويجاړوونکي او په وروستيو کې د امریکا لخوا د وارداتي ديموکراسي په مهال افغانستان ته را ديسانت شوي نيمه مخمور افراد هم له زرګونه مايله لرې واټن څخه د افغانانو د غولولو لپاره په هېواد کې  يو ځل بيا د کورنیو جګړو او تعصباتو خپرولو ډنډورې غږوي. هغوى د خپلې واکمني په مهال د حکومت او ملت له ټولو امتیازاتو څخه ناروا ګټه پورته کړه، د فساد او غصب داستانونه يې زموږ د هېواد د بدنامي لامل وګرزيدل، خو نن د هيواد ژغورنې، ملي وحدت، ملي مقاومت، مبارزې، خپلواکي ازادي او په اصطلاح د اشغال د پاى ته رسولو په سپيڅلو شعارونو يو ځل بيا د افغانانو دوکه کولو ته ملاتړلي ښکاري.

که احياناً د سياسي مبارزو په جريان کې د د افغان مشرانو لخوا د تيرو غلطو تګلارو او د ولس لخوا د مشرتابه په تړاو د ړوند تقليد له امله د رامنځته شويو فاجعو ترشا د لاملونو د معلومولو او له تيرو سهوو څخه د زده کړو کولو کلتور زموږ د تاريخ په پاڼو کې ثبت درلوداى، نو يقيناً به نن زموږ په هېواد کې د کورنيو جګړو مخکښانو او د ديموکراسي تر نوم لاندې د هر ډول فساد د نوښتګرو، د ملي شتمنيو غلو او تاړاک ګرو نن بيا د واک او خپلو شخصي موخو لپاره د افغان  وژل راته د ستونځه د حل لارې ګڼلو جرئت او همت نشواى کولاى.

تعجب دى چې دغه جنابان هغه مهال وتښتيدل چې له هېواد څخه دفاع يې دنده وه، په خپله تر سپوږمو پورې په امریکايي وسلو سمبال او په سلګونه زره افغانان يې تر قوماندې لاندې وو خو اوس منډې ترړې وهي زارۍ او عذرونه کوي ترڅو يې کوم پردى استخباراتي اژانس د خپلو  نيابتي موخو د تحقق لپاره افغان وژنې لپاره استخدام کړي او د زرګونه کیلومتره لرې واټن څخه په افغانستان د نجات او ازادي بابولالې غږوي. دغه پيراشوټي مخلوق د بهرنى ملاتړ ترلاسه کولو لپاره ټولې شنې او سرې کرښې شاته پريږدي او له هر پردي څخه د خپل افغان د وژلو لپاره د مالي ملاتړ بسپنه غواړي. که احياناً دغه ملاتړ ترلاسه هم کړي نو د افغانانو حافظه دومره کمزورې نه ده چې د امنیتي بنسټونو د مشرانو تيښته هم موجه وګڼي او بيا يې د حکمراني لپاره په خپلو سرونه باندې کينولو ته زړه ونيسي.

شک نشته چې اوس مهال د ااا تر چتر لاندې په افغانستان کې د سياسي مبارزو په برخه کې موانع ستونځې او خنډونه شتون لري. دلته سياسي مبارزه اسانه نه ده او اوسنى حکومت د سياسي مخالفت د زغم حوصله هم نه لري خو پوښتنه داده چې ايا د جګړو له لاري د نظام نړول اسانه دي؟ ايا افغان وژنه د سمون لاره ده؟ ايا له هېواد سره مينه قرباني نه غواړي؟ ايا د تاريخ په اوږدو کې په نړيواله او سيمه ييزه کچه سياسي مبارزينو ځورونې ربړونې او محبسونه نه دي زغملي؟ ايا د تاريخ په اوږدو کې د مبارزې اتلانو مخکې له مخکې اجازه تشريفات او يا د سرو قالينو غوړيدل غوښتي دي؟ ايا د سمون او بدلون لپاره دعوت کوونکو د سر او مال قرباني نه ده ورکړې؟ که له بهرنیو هېوادونو څخه د واک او امتیازاتو غوښتل داسې توجیه شي چې د ځورونو ربړونو وژلو او قرباني ورکولو لپاره باید په هيواد کې پراته بيچاره ولسونه تيارى ولري او دغه د جګړو نغاره چيان د واک سمبالولو ته راشي نو په زغرده وايم چې دغه خيال که د پرديو په ملاتړ تحقق هم مومي نو د تيرو فاجعو د تکرار تسلسل به وي.

که په هېواد کې ځينو اوسنيو مثبتو تحولاتو ته ځير شو نو يقيناً د خوښۍ ځاى دى چې اوس هره ورځ په جګړه کې د وژل شويو افغانانو سلګونه جسدونه کورونو ته نه استول کېږي او اوس زرګونه افغان تورسرې او يتيمان د جګړو په ډګر کې د وژل شويو تابوتونو سر ته ماتم نه کوي. په کليو کې بمبارونه شپنۍ چاپې، په ښارونو کې ځانمرګي، موټر بم بريدونه او چسپکي ماينونه د نشت برابر دي. د فساد کچه ښکته ده د هېواد په هر انچ خاوره باندي حاکمیت شتون لري. د وسلوال بغاوت د مخنیوي او د له منځه وړلو امکانات او اراده  شته، د فرمانونو او امرونو يوه سرچينه يوه ده، پاشلى او ويشلى حکومتي نظام نشته نو طبيعي خبره ده چې له حاکم ګوند څخه د ولس د هيلو او غوښتنو ګراف هم لوړيږي او د امارت د مشرانو مسئولیت هم درنيږي.

البته له شک او تردد پرته ويلاى شو چې هر څه هم سم نه دي. نيمګړتياوې شته محرومیت شته جنسيتي او قشري تبعیض شته، حق تلفي شته نا انصافي شته، هېواد په منزوي حالت کې قرار لري بنديزونو او د اړيکو د جوړولو په برخه کې نيمګړتياو ولس ترستوني پورې رسولى دى.  له مخکنيو متکررو ژمنو، ديني مکلفيت او ملي مسئولیت سره سره له تيرو دوو کلونو راهیسې  په ټوليز ډول له عصري علومو سره تبعیضي چلن دوام لري. د انجونو ښوونځي بند پراته دي او پوهنتونونو ته د انجونو تلل لاهم د امر ثاني په پلمه معما ده. په پريکړو کې د ولس د ګډون اصل ته توجه نشته او حکومت ملي بڼه نه لري. دغه نيمګړتياوې د اوسني نظام په تندي هغه داغونه دى چې پاکول به يې ستونځمن کار وي او اوس يې د توجيه لپاره د چارواکو لخوا وړاندې شوي  بانې هم بې بنسټه ثابتې شوې دي. د نظام په مختلفو برخو کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په ژمنو کې د ريښتينولي هيڅ ډول نښې نښانې نه ليدل کېږي او  مشران داسې څرګندونې کوي لکه  چې هر څه ګل او ګلزار وي او ستونځې ورته د توطئو او دسيسو په ډول کورني او بهرني مخالفين رامنځته کوي.

د امارت له مشرانو څخه په ځينو مواردو کې د مثبتو نوښتونو کولو له امله له مننې سربيره غوښتنې هم لرو. د حفظ ماتقدم او په راتلونکي کې له دروند مسئولیت څخه د خلاصون لپاره په زغرده ورته وايو چې د زده کړو او حکومتولي په برخه کې  تګلارې مو هېواد ويجاړوي او ولس ته فاجعې راوړي.  دغه اوسنۍ تګلارې مو هغه کوږ بار دى چې تر منزله پورې د رسيدو وړتیا نه لري. مخکې له هغې چې د مجبوريت له مخې د ممکنه کورنیو توپانونو او ننګونو له امله، يا هم د پرديو د ناوړه فرمايشاتو منلو ته اړ ايستل شئ، يو ځل بيا هېواد کنډواله شي، د خپلو منل شويو ديني او کلتوري شاخصونو په چوکاټ کې د ننه د خپل ولس چيغې هيلې او زارۍ واورئ، د هغوى  غوښتنې ومنئ او په خپلو تګلارو کې د مثبت بدلون لپاره د همت ملا وتړئ.

2 COMMENTS

  1. سلام
    اِنَّ اللهَ یَأْمُرُ بِالْعَدْلِ و الاْحْسانِ و ایتایَ ذِی الْقرْبی وَ یَنْهَی عَنِ الفحشاءِ و المُنْکَرِ وَ الْبَغْیِ یَعِظُکُمْ لَعَلَّکُمْ تَذَکَّرونَ؛ ۲۹ اسلام ثابت فرهنګ لری نه سلیقوی او سیمه ایزه بنجاره! به حقیقت کې دا دسمون ،ترقی ،ابادی اوپر مختګ ، ملی حاکمیت ، خاورې تمامیت ، بشپړ اخلاق و دسیپلین سافت ویر دی چې په ساده کودو نو نه دی جوړ شوی دا یو بنسټیزه جهان بینی ده داهیڅ ډول سازش، پلمه، جعل کاری، انحصار که فزیکی او که بل ډول نه منی. فساد اوسوء استفاده که به هر نوم وی یو مر دود عمل دی خلاف داسلامی تیوری مساوات او انصاف دی . ديوې فاسدې دلې په بلمه ټول ولس انحصار نیول عقلانی تصمیم نه دی دلته یوه صفایی اوتصفیه به کارده چې ااا داونی چې ډیروغلطو کباړیانو په جګو مقامونو په جهالت خای نیولی . کوږ بار یې تور دی که سپین؟ خلقیانو هم دغه دننه تنظیمی تګلاره درلوده! امر بالعدل عمل غواړی څو فیصده موږعملی کړې یو لوړ مقامه چارواکی خو دې پوښتنې ته همدلته ځواب ورکړی داوسله خرڅونکی څنګه دااا استخبارات نه پېژنی ؟ راځی لاړ شو دUN کلنی ریپورت او دبطروس غالی هلو خلوته!دادیر ماشومانه سازشونه ساخت وبافتونه دی وحید صاحب .
    کوم سمون؟ کومه جهان بینی؟ کومه اګاهی؟ یوڅوک چې داسلام نارې وهی خوبیا دامونیت او امنیت توپیر کولای نه شی، نو هغه به کومه پوهه ابادی اوڅه ډول سمون راوړی اخر سمون هم اسباب لری ککل شی سببا و فاتبع سببا ،ثم سببا …… اوکه نه اوکه هسې دوسلو پلورونکو معامله ګرو دوه مخی دروغجنی ده دابیا داسلا م کومه برخه کی جواز لری. عدل،احسان ، انصاف ،اومساوات ختم دی ملا شاهی ده دلته یوبار کوووووووږ نه دی بلکی بارووووووونه کاږه دی خلک داوینی ړانده نه دی . کور مو ابادږ

  2. سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
    شک نشته چې د مشروعيت اهليت شفافیت، ظرفیت استدلال منطق وطنپرستي او نظام جوړولو په برخه کې که فرصتونه شتون لري خو له فرصتونو د ګټې اخیستنې هوډ اراده عزم نوښت اخلاص ريښتونولي او تيارى شتون نه لري. البته باید ووایم چې موږ هغه ملت نه يو چې د ښه او بد حاکمیت ترمنځ د ښه د غوراوي حق ولرو. موږ د بد او بدتر ترمنځ له بد سره تعامل کوو او د بدتر مخنيوى کوو. بله چاره نه لرو. موږ متأسفانه په ړوند ولس او د شخصي امتیازاتو غوښتونکي سياستوال لرو. زموږ ټولې سياسي ناستې د امتيازاتو په ويش پيليږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب