جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ملا برادر بله نوې دنده؛ ملا حسن اخوند د سټنډرډ ملي...

د ملا برادر بله نوې دنده؛ ملا حسن اخوند د سټنډرډ ملي شورا مشري هم ورکړه

تاند:( دوشنبه، د عقرب ۸ مه) د طالبانو د رژیم رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند خپل اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د نورو دندو ترڅنګ، د سټنډرډ ملي شورا د مشر په توګه ټاکلی دی.

  د ملا برادر مطبوعاتي دفتر ویلي: د سټنډرډ ملي شورا د ریاست ‌الوزرا مقام د (۲۰۸۳)ګڼې حکم پر اساس، هېواد ته د بې کیفیته توکو او غیر معیاري کالیو د واردېدو او همدارنګه د هېواد دننه د غیر معیاري او خپلسرو ودانیزو چارو په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې ستراتیژۍ او عمومي پالیسیو تصویب او د هغوی له تطبیق څخه د څارنې، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو ملي کوډونو او نورمونو د تصویب او د تخنیکي مقرراتو د طرحو د تائید په موخه رامنځته شوې ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، لوړو زده کړو، کور او ښار جوړولو، ټولګټو، عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او پټرولیم، ترانسپورټ او هوايي چلند او مالیې وزارتونو مرستیالان، د علومو اکاډمۍ لوی رئیس، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رئیس، کابل ښاروال، د ښاروالیو د عمومي ریاست مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او معدن او صنایعو خونو مدیره هیئت رئیسان یې دایمي غړيتوب لري.

د سټنډرډ ملي شورا سکرتریت، د سټنډرډ ملي ادارې پر غاړه دی.

طالب چارواکو د جمهوري نظام پر ضد د جګړې پر مهال، د دغه نظام مشران د دندو په انحصار تورنول او ویل، چې د اقتصادي او شخصي موخو لپاره یې په یوه وخت کې بېلابېلې ګڼې دندې پر غاړه اخیستې دي.
معلومه نه ده، چې ملا برادر ته په یوه وخت کې دومره ډېرې دندې په کوم اساس ورکړل شوي دي.
ښاغلی برادر د ډېرو نورو طالب مشرانو په شان له مدرسې پرته عصري او نورې زده کړې نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب